د لبنان حزب الله: د خامنهيي د وژل کېدو ګواښ احمقانه، سپک او خطرناک دی

د لبنان حزب الله ډلې په یوې بیانیه کې د ايران دولت مشر علي خامنهيي د وژل کېدو ګواښ په کلکه غندلی او دا يې يو «احمقانه، سپک او خطرناک» عمل بللی، چې درنې پایلې لرلای شي.
په بیانیه کې راغلي: «د وژنې ګواښ يوه احمقانه او بې پروا خبره ده، چې ډېرې سختې پايلې به ولري. سره له دې چې دا خبره ډېره ټیټه او د سپکاوي وړ ده؛ خو يوازې د داسې ګواښ يادول، د نړۍ د سلګونه مېليونه خلکو لپاره سپکاوی دی».
حزبالله همداراز د ځينو هېوادونو پر چارواکو نيوکې هم کړې دي.
دغې ډلې زیاته کړې: «ښکاري چې په ځينو هېوادونو کې ځينې پرېکړه کوونکي اشخاص د ايتالله خامنهيي لوړ او پراخ مقام نه پېژني او د هغه د ارزښت درک نه لري».
