اسټرالیا او نوی زیلانډ د اسراییل تر څنګ له ایران څخه هم خپل وګړي وباسي

د اسراییل او ایران ترمنځ د روان کړکېچ د ژورېدو په حال کې دی؛ اسټرالیا او نوي زيلانډ اعلان کړی، چې له یادو دواړو هېوادونو څخه خپل وګړي وباسي. دا په داسې حال کې ده، چې د ایران هوایي حریم هم د هر ډول الوتنو پر مخ تړل شوی دی.