اکسیوس: ټرمپ پر ایران د برید د پرېکړې په اړه زړه نا زړه دی

اکسیوس راپور ورکړی، په داسې حال کې چې د ایران او اسراییل ترمنځ ترينګلتیا اوج ته رسېدلی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم په مستقیم ډول په جګړه کې د ګډون او په ایران کې د اټومي تاسیساتو د برید په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
د امریکایي سرچینو په وینا، ټرمپ په دې وروستیو کې له خپلو پوځي سلاکارانو څخه پوښتنه کړې، چې ایا د درنو بمونو (Bunker Buster) کارول کولی شي د ایران د غرونو لاندې په ژورو سیمو لکه، «فردو» تاسیسات ویجاړ کړي او که نه؟
د پنټاګون چارواکي وايي، دغه بمونه اړینه وړتیا لري؛ خو ټرمپ لا هم د دې برید د بریالیتوب لپاره زړه نا زړه دی، چې هسې نه امریکا په منځني ختيځ کې په اوږده جګړه کې ښکېله شي.
له همدې امله نوموړي لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
په ورته وخت کې د اسراییل چارواکو ویلي، چې که اړتیا پېښه شي، هغوی به حتی د امریکا له همکارۍ پرته هم وکولای شي د فردو اټومي تاسیسات سخت زیانمن کړي.
ځینې سرچینې وايي، چې اسراییل بدیلو انتخابونو ته هم ګوري لکه د اسراییل د ځانګړو ځواکونو عملیات، چې د ایران د هوایي حریم تر نیولو وروسته یې پلي کول عملي ښکاري.
په ورته وخت کې ټرمپ د خپل ځانګړي استازي له لارې ډیپلوماټیکې هڅې روانې ساتلې دي او د سوله ییزو حل لارو پر پرانيستې پاتې دو ټينګار کوي.
خو د امریکايي چارواکو په وینا، د تهران لپاره وخت په پای ته رسېدو دی او د پوځي اقداماتو په ګډون ټول انتخابونه پر مېز موجود دي.
