پاکستان تېره ورځ څه باندې ۸۰۰ افغان کډوال په جبري ډول اېستلي دي

د افغان کډوالو د ستنولو د دویم پړاو په لړ کې، د پاکستان حکومت تېره ورځ ۸۳۷ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړي دي.

د افغان کډوالو د ستنولو د دویم پړاو په لړ کې، د پاکستان حکومت تېره ورځ ۸۳۷ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړي دي.
د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې په خپرو کړو معلوماتو کې راغلي، چې په لېږدول شویو افغان کډوالو کې ۲۲۷ تنه د (ACC) کارټ لرونکي او ۶۱۰ نور بې اسناده افغانان شامل دي.
دغه اداره زیاتوي، چې ۸۳۴ تنه یې د تورخم له لارې او ۳ تنه نور یې د انګور اډې له لارې افغانستان ته لېږدولي دي.
بلخوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې پر افغانستان د دې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې له ۵ میلیونو ډېر کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني زیاته کړې، دغه کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې اېستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
حقاني د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزون سره په خبرو کې وویل، چې د راستانه شویو کډوالو په منځ کې ۳۱۰ زره کورنۍ شاملې دي، چې له دوو میلیونو څخه ډېر کسان جوړوي.
هغه زیاته کړه، چې له دې سربېره له دوو میلیونو څخه ډېر نور بېرتهراستانه شوي کسان بې له کورنیو دي.
د هغه په وینا، واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو راهیسې ټول ټال ۵ میلیونه او ۲۰۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکيې د افغان کډوالو په جبري ډول د ستنولو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ په سلګونه افغانان تر نیولو وروسته افغانستان ته ستنوي.


له پاکستان نه د افغان کډوالو د ايستلو پر دوام، د دغه هېواد حکومت زرګونه افغان کورنیو ته ډېره لږه موده وخت ورکړی چې خپل کورونه پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي. یوه افغان ته یوازې ۴۵ دقیقې وخت ورکړل شوی چې پاکستان پرېږدي.
پاکستانۍ «ډیلي صبح» ورځپاڼې په پاکستان کې د زېږېدلی ۴۲ کلن شېرخان په حواله زیاته کړې چې د دغه هېواد پولیسو د هغه پر کور له چاپې وروسته یوازې ۴۵ دقیقې وخت ورکړی چې خپل وسایل ټول کړي او دغه هېواد پرېږدي.
شېرخان، د هغه مېرمنې او نهه ماشومانو په دومره وخت ایله دومره وکړای شول چې ځیني اړین توکي او جامې راټولې کړي او د تورخم پر لور روان شي. دی اوس په تورخم کې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسېږي.
له پاکستان نه د افغانانو د جبري ایستلو پروګرام د دغه هېواد د حکومت د هغو سیاستونو یوه برخه بلل کېږي چې د بېاسنادو کډوالو پر وړاندې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې پیل شوی دی. تر اوسه پورې نږدې یو مېلیون افغانان له پاکستان نه ایستل شوي دي. پاکستانی حکومت وايي چې په مېلیونونه نور پاتې افغان کډوال هم له دغه هېواده باسي.
د پاکستان د ټاکل شوي ضربالاجل له مخې، د افغان کډالو کارت (ACC) لرونکي باید تر مارچ میاشتې پای پورې له اسلاماباد او راولپنډۍ نه ووځي او هغه کسان چې د ثبت سند (PoR) لرونکي دي، تر جون میاشتې پای پورې وخت ورکړل شوی دی، خو د نورو افغانانو لپاره کومه ټاکلې نېټه نه ده اعلان شوې.
دا په داسې حال کې ده چې همدا نن د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، که څه هم پاکستان له افغان کډوالو سره د «انساني چلند» دعوه کوي، خو شواهدو او د بشري حقونو د بنسټونو راپورونو ښودلې، چې دا ادعا بېبنسټه ده.
که څه هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري اېستل ودروي، خو دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د اېستلو بهیر ته زور ورکوي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم پاکستان له افغان کډوالو سره د «انساني چلند» دعوه کوي؛ خو شواهدو او د بشري حقونو د بنسټونو راپورونو څرګنده کړې، چې دغه ادعا ناسمه ده.
راپور کې زیاته شوې، یاد هېواد پر افغان کډوالو سخت فشارونه راوستي دي.
یاد اژانس د یوه د ۴۲ کلن افغان شېرخان له قوله لیکلي، چې پاکستاني پولیسو ورته ۴۵دقیقې وخت ورکړ؛ څو خپله کډه بار کړي.
هغه زیاته کړې، چې په دغومره کمه موده کې د کډې بارول او د سامانونو تنظیم ورته خورا ستونزمن کار و؛ خو پاکستاني پولیس یې سر ته ولاړ وو.
شېرخان په ژړغوني غږ تورخم کې وویل: «یوه شېبه کې ټول هغه څه چې مو جوړ کړي وو، له موږ یې واخیستل. زموږ ټوله شتمني هلته پاتې شوه».
له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پراخ عملیات د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له میاشتې پیل شوي او تر دې دمه نږدې یو مېلیون افغانان په دغه بهیر کې اېستل شوي دي.
اسلام اباد ویلي، چې د مېلیونونه نورو افغان کډوالو د اېستلو تابیاوې یې هم پیل کړې دي.
پاکستان همدا راز د جون میاشتې تر پایه پورې د ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوالو یا د (پي او ار) کارت لرونکو ته وخت ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.
همدا راز ګواښ شوی که تر یادې مودې ونه وځي؛ نو پولیس به یې تر دروازو ورشي او په زوره به یې خپل هېواد ته ستانه کړي.
طالبانو پر ډیورنډ کرښه تورخم ښارګوټي کې دغو ستنېدونکو افغان کډوالو ته پنډغالی جوړ کړی دی.
د دغه پنډغالي مسوول مولوي هاشم میوندوال وایي، چې دا مهال هره ورځ نږدې ۱۵۰ کورنۍ له پاکستانه راځي؛ حال دا چې دوه میاشتې وړاندې دغه شمېر تر ۱۲۰۰ کورنیو رسېده.
نوموړی خبرداری ورکوي، چې له لوی اختر وروسته د بېرته ستنېدو نوې څپه پیلېږي.
سره له دې چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو سره د انساني چلند ادعا کوي، د بشري حقونو نړۍوال سازمان (Human Rights Watch) د اپرېل په میاشت کې راپور ورکړ چې پاکستاني پولیسو پر افغان کډوالو یرغلونه کړي، هغوی یې وهلي، نیولي او د استوګنې اسناد یې ترې اخیستي.
همداراز، راپور وایي، چې له ځینو کډوالو نه د پاتې کېدو په بدل کې بډې هم اخیستل شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم ویلي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر پنځمې نېټې پورې له ایران او پاکستانه تر ۵۰۰ زره زیات افغانان اېستل شوي دي.
د بشري حقونو ګڼ بنسټونه خبرداری ورکوي، چې پر کډوالو د زور زیاتي له لارې د ژر وتلو فشار مخ پر زیاتېدو دی.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، چې په تېره یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه ۳۵۶ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغه کمېسيون د درالانشا په حواله راپور ورکړی، چې د (غبرګولي په ۲۰مه) نېټه د ننګرهار ولایت تورخم له لارې ۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په یاده نېټه له ایران څخه د نیمروز ولایت ورېښمو پله له لارې ۲۰ کورنۍ او د هرات ولایت اسلام کلا له لارې ۳۳۱ کورنۍ چې ټولټال ۱۳۹۹ تنه کېږي، افغانستان ته راستانه شوي دي.
بل خوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر په سپیدار ماڼۍ کې د لوی اختر په مناسب جوړې شوې غونډه کې چې طالب لوړپوړو چارواکو او د ځینو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو په کې برخه اخیستې وه، وویل: «موږ له پاکستاني چارواکو مننه کوو، چې د افغان کډوالو پر وړاندې یې زور زیاتی کم کړی او په جبري توګه د اېستلو په لړۍ کې یې کمښت راوستی دی».
هغه زیاته کړه: «د افغانانو له کوربه هېوادونو څخه غوښتنه کوو، چې له صبر او زغم کار واخلي.»
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر په داسې حال کې له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو په ستنولو کې د کمښت او نرمښت خبره کړې، چې دغه هېواد هره ورځ په سلګونه کډوال نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته لېږدوي.

د امریکا د عدلیې وزارت سرپلټونکي دفتر د سهشنبې په ورځ په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د کابل له سقوط وروسته د افغانانو د اېستلو پرمهال یو شمېر کسان چې په ترهګریزو فعالیتونو تورن و، امریکا ته انتقال شوي دي.
د راپور له مخې، له یادو کسانو څخه ۵۵ کسان تر دې وړاندې د شکمنو ترهګرو د څار په نوملړ کې شامل او پېژندل شوي دي.
د اف بي ای څېړنې ښيي، چې دغو کسانو غوښتل د افغانانو د تخلیې له پروسې ناوړه ګټه واخلي او امریکا ته ننوځي.
دغه څېړنه چې د سهشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) خپره شوې، پکې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د تخلیې پروسه له جدي ستونزو سره مخ وه، چې پکې د هویت د تثبیت لپاره د اصلي اسنادو کمښت او د شالیډ معلوماتو د ارزونې محدودیتونه شامل وو.
د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د امریکا پوځ له ۹۰ زرو زیات افغانان امریکا ته ولېږدول، چې په دغو کسانو کې د پخواني حکومت ملکي او نظامي چارواکي هم شامل و او دوی د طالبانو د ممکنه ځورونې له وېرې د امريکايي ځواکونو په مرسته له هېواده ووتل.
په ورته وخت کې د امریکا جمهوري غوښتونکو په وار-وار د افغانانو د بیا مېشتېدنې پر پروسې نیوکه کړې، ځکه دوی اندېښنه لري چې ښايي ترهګر له دې لارې امریکا ته ننوتلي وي.
د ټرمپ حکومت د پاکستان او نورو هېوادونو څخه د بیا مېشتېدنې وړ افغانانو د لېږد مخه نيولې او د اېستل شویو کسانو د سابقې د ارزونې بهير نیمګړی ګڼي.
د امریکا د عدليې وزارت د سرپلټونکي دفتر راپور ښيي، «سره له دې چې ګواښونه موجود و؛ خو د فدرالي څېړونو اداره د نورو ادارو سره په ګډه موثر ګامونه پورته کړي څو دا خطرونه وڅاري او را کم یې کړي.»
که څه هم پېژندل شوي شکمن کسان د څارنې په نوملړ کې و؛ خو فدرالي پولیسو کافي شواهد نه درلودل، چې هغوی په ترهګریزو جرمونو تورن کړي.
د راپور له مخي؛ د ۲۰۲۴ کال تر جولای میاشتي پوري ۹ کسان تر څار لاندې و او له دې ډلې څلور کسان تر څېړنې لاندي دي، څلور نور د پېژندل شویو ترهګرو سره د اړیکو له امله تر نظارت لاندې دي او یو بل له امریکا څخه وتلی دی.
د عدليې وزارت د سرپلټونکی ادارې راپور زیاتوي، چې ۴۶ کسان د بېلابېلو دلایلو له کبله د څارنې له لیست څخه اېستل شوي دي، ځکه د فدرالي څېړنو ادارې داسي اسناد نه درلودل، چې دغه کسان د امریکا د امنیت لپاره مستقیم ګواښ پېښ کړي.
د عدلیې وزارت عمومي پلټونکي مایکل هورویټز ټینګار وکړ، چې د فدرالي څېړنو اداره توانېدلې چې احتمالي ګواښونه وپېژني او د هغوی د کمولو لپاره اړین اقدامات وکړي.
په راپور کې د نصير احمد طاهري نیونه یاده شوې، چې یو افغان دی او د اوکلاهوما ایالت کې ژوند کوي او د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د ترهګریز برید په پلان کولو تورن شوی و.
د راپور له مخې، د ننګونو سره سره د امریکا امنیتي سیسټمونه توانېدلي، چې دا ډول ګواښونه له منځه یوسي.
له افغانستان څخه د وتلو پروسه له ډېرې ګډوډۍ سره مخ وه.
د افغان حکومت له ړنګیدو او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په زرګونه پخواني بهرني نظامي همکاران، حکومتي چارواکي او پخواني امنیتي ځواکونه د کابل هوايي ډګر ته ولاړل او پرته له مناسبې پلټنې او ارزونې څخه امریکا ته ولېږدول شول.
همداراز د تخليې په پروسه کې د کابل هوايي ډګر مخې ته ۱۳ امریکایي سرتېري او له ۱۷۰ زيات افغانان د داعش په ځانمرګي برید کې ووژل شول.

بزنېس ریکاډر وېبپاڼه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په حواله وايي، چې د روان کال د اپرېل له لومړۍ نیټې راهیسې، تر ۲۰۰ زرو ډېر افغانان په خپله خوښه یا په جبري ډول له دغه هېواد نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت په یوه بیان کې د سېشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) ویل شوي چې د تېرکال په اکټوبر کې د بېاسنادو کډوالو او د افغان تابعیت کارټلرونکو د بېرته ستنېدو بهیر له پیل راهیسې تر ۱.۱ میلیون ډېر خلک افغانستان ته تللي دي.
د کورنیو چارو وزارت د افغانانو په ګډون ټولو ناقانونه کډوالو ته یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې په خپله د پاکستان خاوره پرېږدي.
په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوال د ناوړه اېستلو په تړاو راپورونه ورکول کېږي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې ستنېدونکو ته د خواړه او روغتیايي پاملرنې په ګډون اساسي خدمتونه چمتو شوي دي.
د نوموړي وزارت د بیان په یوه برخه کې ویل شوي، هغه کسان چې د کډوالو د ستنېدو مخه نیسي یا هغوی ته کار، د اوسېدو ځای یا نورې اسانتیاوې برابروي، له قانوني جدي چلند سره به مخ شي.
په داسې حال کې چې پاکستان یو وار بیا افغان کډوالو ته د سملاسي وتلو خبرداری ورکړی، تېره اوونۍ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي و، چې له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره د اېستل کېدو بهیر کې پاکستاني چارواکو نرمښت او کموالی راوړی دی.
د یادې ډلې د دغه وزارت خبرپاڼه کې راغلي، مولوي کبیر په سپیدار ماڼۍ کې د لوی اختر په مناسب جوړه شوې غونډه کې چې طالب لوړپوړو چارواکو او د ځینو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو په کې برخه اخیستې وه، وویل: «د افغانانو له کوربه هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې له صبر او زغم څخه کار واخلي».
که څه هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري اېستل ودروي، خو دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د اېستلو بهیر ته زور ورکوي.