طالبان: تېره ورځ ۳۵۶ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه راستنې شوې

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، چې په تېره یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه ۳۵۶ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، چې په تېره یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه ۳۵۶ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغه کمېسيون د درالانشا په حواله راپور ورکړی، چې د (غبرګولي په ۲۰مه) نېټه د ننګرهار ولایت تورخم له لارې ۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په یاده نېټه له ایران څخه د نیمروز ولایت ورېښمو پله له لارې ۲۰ کورنۍ او د هرات ولایت اسلام کلا له لارې ۳۳۱ کورنۍ چې ټولټال ۱۳۹۹ تنه کېږي، افغانستان ته راستانه شوي دي.
بل خوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر په سپیدار ماڼۍ کې د لوی اختر په مناسب جوړې شوې غونډه کې چې طالب لوړپوړو چارواکو او د ځینو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو په کې برخه اخیستې وه، وویل: «موږ له پاکستاني چارواکو مننه کوو، چې د افغان کډوالو پر وړاندې یې زور زیاتی کم کړی او په جبري توګه د اېستلو په لړۍ کې یې کمښت راوستی دی».
هغه زیاته کړه: «د افغانانو له کوربه هېوادونو څخه غوښتنه کوو، چې له صبر او زغم کار واخلي.»
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر په داسې حال کې له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو په ستنولو کې د کمښت او نرمښت خبره کړې، چې دغه هېواد هره ورځ په سلګونه کډوال نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته لېږدوي.


پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د سوداګریزو پالیسیو د دوام نشتوالي او د تورخم دروازې د تړلو له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم له ۲.۵ مېلیارد ډالرو څخه یو مېلیارد ډالرو ته راټیټ شوی دی.
د راپور له مخې، څو کلونو وړاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ حجم ۲.۵ ملیارد ډالر و؛ خو د پالیسیو د نه همغږۍ، کړکېچ او د تورخم دروازې تړل پاتې کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز حجم ۱ ملیارد ډالرو ته راټیټ کړی دی.
له بل پلوه د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستیال ضیاء الحق سرحدي ویلي، چې پاکستان باید د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لاسرسی پیدا کړي.
پاکستان تر ډېره افغانستان ته سمنټ، وريجې، درمل، اوړه او بوره صادروي؛ خو افغانستان بیا پاکستان ته مېوې او سبزيجات صادروي.
په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې سیاسي بې ثباتۍ هم په سوداګرۍ منفي اغېزه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ له امله په فبرورۍ میاشت کې د تورخم دروازه د نږدې یوې میاشتې لپاره تړل شوې وه، چې له امله یې دواړو هېوادونو ته سخت مالي زیانونه اوښتي وو.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دوو جلا خبرونو په خپرولو سره ویلي، چې په بادغیس، لغمان او بغلان ولایتونو کې په جلا، جلا ټرافیکي پېښو کې درې کسه مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
په بغلان ولایت کې د طالبانو د امینې قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار په شهرنو سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان دي.
له بل پلوه بیا په لغمان ولایت کې د طالبانو د ټرافیکو مدیریت مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د اختر په شپو او ورځو کې ۹ ترافیکي پېښې شوې دي چې له امله یې یو کس مړ او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د مسوولینو په وینا؛ څلور ټرافیکي پېښې د کابل-جلال اباد پر لویه لار، څلور په مرکز مهترلام او یوه د علیشنګ ولسوالۍ په لاره په شمرام سیمه کې شوې ده.
د یو بل خبر له مخې؛ بیا د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د دوو موټر سایکلونو د ټکر له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

لانګ وار ژورنال وایي، چې د طالب ډلې د وژل شوي پخواني مشر ملا اختر محمد منصور هغه پرېکړه چې د ملا عمر مړینه یې پټه کړه؛ د دې لامل شوه، چې د داعش خراسان ډله راڅرګنده شي.
لانګ وار ژورنال د طالبانو د وژل شوي پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د نهم تلین په مناسبت په یوه راپور کې ویلي، چې د طالب ډلې بنسټ اېښودونکي ملا عمر د مړینې په اړه د طالبانو د مشرتابه شورا هغه پرېکړې چې د مشر «ملا عمر» مړینه تر ډېره پټه وساتي؛ د دوی ترمنځ ژور خپلمنځي اختلافات راپورته کړل، چې په پایله کې یې د داعش ډلې د خراسان څانګې د راڅرګندېدو لپاره لاره هواره شوه.
د دغه مجلي په وینا؛ طالبانو د خپل پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو نهم تلین په مناسبت هغه ته د «زړورتیا او بصیرت شهید» لقب ورکړ او د هغه یاد یې په رسمي ډول وستایه. دا پیغام د طالبانو رسمي وېبپاڼې «الاماره» له لارې (د مئ په ۲۲مه) خپور شو، چې پکې د ملا منصور ژوند، مبارزې او مشري ته پکې ځانګړې پاملرنه شوې وه.
خو لانګ وار ژورنال لیکلي، چې په ۲۰۱۳کال کې د ملا عمر له مړینې وروسته اختر محمد منصور دغه حقیقت د دوو کلونو لپاره د طالبانو له جګړهییزو قوماندانانو پټ ساتلی و او د ملا عمر په نوم یې فتواوې او بیانونه خپرول.
په راپور کې راغلي، دغې «دوکې» د اختر محمد منصور د مشرتابه مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست او د طالبانو د با نفوذه شخصیتونو لکه د ملا عمر ورور، د هغه زوی یعقوب مجاهد، د کوډ داد الله (ملا داد الله) کورنۍ او نورو ترمنځ یې سخت غبرګونونه راوپارول.
لانګ وار ژورنال زیاتوي، چې د طالبانو ځینو ډلو د خپل مشر ملا محمد عمر د مړینې له اعلان وروسته د یو څه مودې لپاره له اختر منصور سره له بیعت کولو ډډه او انکار وکړ، چې په پایله کې د طالبانو ترمنځ خپل منځي شخړو زور واخیست.
د دغې مجلې په وینا؛ دغه توپیرونه د دې لامل شول، چې ځینې ډلې له طالبانو څخه جلا شي.
لانګ وار مجلې د راپور له مخې؛ د ازبکستان د اسلامي غورځنګ شاوخوا نیمایي غړي، د افغان او پاکستاني طالبانو ځینې ناراضه ډلې او د طالبانو په ډله کې د القاعدې شبکې غړي د دغه ډلې له لیکو څخه جلا او د داعش ډلې خراسان څانګه یې جوړه کړه، چې لا هم دغه ډله تر ننه پورې په افغانستان کې د طالبانو تر ټولو ګواښونکو سیالانو په توګه پاتې ده.
ملا اختر محمد منصور چې په ۲۰۱۳ کال کې د ملا محمد عمر له مړینې وروسته د دغه سخت دریځې ډلې واک او مشري په غاړه واخیست، د ۲۰۱۶کال په مئ میاشت کې د پاکستان او ایران ترمنځ د سفر پرمهال په داسې حال کې چې پاکستانی پاسپورټ او پېژندپاڼه یې لرله؛ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
لانګ وار ژورنال لیکلي، که څه هم د هغه مړینه طالب ډلې ته یو تاکتیکي ګوزار وو؛ خو دا د دوی د دوامداره پوځي پرمختګ د مخنیوي لامل نشو.
په هغه اعلامیه کې چې طالبانو د اختر محمد منصور د مړینې د کلیزې په مناسبت خپره کړې وه؛ دوی هغه د یوه داسې شخصیت په توګه معرفي کړی، چې طالبانو ته یې «یووالی، پراخې فتحې، د قدرت له مقام څخه ډیپلوماسي او په رهبرۍ کې ټیکاو» راوستی؛ خو د لانګ وار ژورنال په وینا، د ملا عمر د مړینې په پټولو کې د هغه رول د طالبانو د معاصر تاریخ یو له تیارو او پټو څنډو په توګه یادېږي.

په سعودي عربستان کې د طالبانو د حچ او او اوقافو وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې نن افغانستان ته د حاجیانو د لېږد لړۍ پیلېږي. د دغه وزارت په وینا؛ ۳۴۶ افغان حاجیان به نن په یوې الوتنه کې افغانستان ته ولېږدول شي.

افغانستان به د «سي پېک» په دویم پړاو کې د دغه پروژې یو مهم شریک او د سیمهییز اتصال ترټولو مهم رول ولوبوي، چې له امله به یې د سیمهییز اتصال، اقتصادي پرمختګ او ژورې همکارۍ نوې دروازې پرانیستل شي.
پاکستان اوبزرور وېبپانې په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې په دې وروستیو کې د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته چې په بیجېنګ کې ترسره شوه، یوه تاریخي پرېکړه یې وکړه، چې له مخې به یې « سي پیک» تر کابله پورې وغځول شي.
دغه پرېکړه د افغانستان لپاره ستره اقتصادي او ستراتیژیکه لاسته راوړنه ده؛ ځکه چې له دې سره به دا هېواد د سوېلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د یوه مهم ترانزیټي پل حیثیت پیدا کړي.
مقاله زیاتوي، یاده پرېکړه به نه یوازې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیمهییز اتصال لپاره نوې لارې پرانیزي؛ بلکې د ترانسپورت، کانټینري سیسټمونو، TIR چوکاټونو، خوړو خوندیتوب او انرژۍ برخو کې هم پراخ فرصتونه رامنځته کړي.
په سرمقاله کې راغلي، چې د « سي پیک » د یوې برخې په توګه به د ترمذ – کابل – پېښور – کراچۍ او ترمذ – شبرغان – کابل ټرانزیټي دهلیزونه به نه یوازې د سوداګرۍ بهیر چټګ کړي؛ بلکې د افغانستان لپاره به د ټرانزیټ په عوایدو کې زیاتوالی او دغه هېواد ته د زېربنایي پروژو، ګډو صنعتي زونونو او انرژۍ د پراختیا فرصتونه برابر کړي، چې دا به په مستقیم ډول د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړي.
اوبزرور لیکلي، چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ وړاندیز شوې د رېل ګاډي درې اړخیزه پروژه به د افغانستان لپاره یو ستر اقتصادي نوښت وي چې په پلي کولو سره به یې د وخت، پیسو او انرژۍ سپما ممکنه او له دغې لارې به د دغه هېواد لوجستیک، ساختماني او ترانسپورتي سکتورونه پراختیا ومومي چې له امله یې په رزګونه کاري فرصتونه رامنځته کېدای شي.
مقاله په سیمهییزه همغږۍ او ټیکاو کې د افغانستان رول او ګټو ته په اشارې سره وایي، چې د اقتصادي همکارۍ پراخېدل کولای شي د دغه هېواد پر سیاسي او امنیتي ټیکاو هم مثبته اغېزه وکړي؛ ځکه چې سیمهییزه اړیکه د متقابلې هوساینې زمینه برابروي.
بل خوا د اقتصادي چارو کارپوهان باور لري، که د افغانستان دننه لازمې اسانتیاوې، قانوني چوکاټونه او امنیتي وضعیت برابر شي؛ نو دا هېواد کولای شي د سیمهییزې سوداګرۍ او ترانزیټ په مرکز بدل شي؛ خو د طالبانو حضور او د دوی د سختو تګلارو له امله رامنځته شوې نړۍواله انزوا د داسې لویو پروژو د پلي کولو پر وړاندې د خنډ اصلي لاملونه دي.