• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستانه په تېرو نهو اوونیو کې تر ۲۰۰ زرو ډېر افغانان اېستل شوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۰۵ GMT+۱

بزنېس ریکاډر وېب‌پاڼه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په حواله وايي، چې د روان کال د اپرېل له لومړۍ نیټې راهیسې، تر ۲۰۰ زرو ډېر افغانان په خپله خوښه یا په جبري ډول له دغه هېواد نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت په یوه بیان کې د سې‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) ویل شوي چې د تېرکال په اکټوبر کې د بې‌اسنادو کډوالو او د افغان تابعیت کارټ‌لرونکو د بېرته ستنېدو بهیر له پیل راهیسې تر ۱.۱ میلیون ډېر خلک افغانستان ته تللي دي.

د کورنیو چارو وزارت د افغانانو په ګډون ټولو ناقانونه کډوالو ته یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې په خپله د پاکستان خاوره پرېږدي.

په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوال د ناوړه اېستلو په تړاو راپورونه ورکول کېږي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې ستنېدونکو ته د خواړه او روغتیايي پاملرنې په ګډون اساسي خدمتونه چمتو شوي دي.

د نوموړي وزارت د بیان په یوه برخه کې ویل شوي، هغه کسان چې د کډوالو د ستنېدو مخه نیسي یا هغوی ته کار، د اوسېدو ځای یا نورې اسانتیاوې برابروي، له قانوني جدي چلند سره به مخ شي.

په داسې حال کې چې پاکستان یو وار بیا افغان کډوالو ته د سملاسي وتلو خبرداری ورکړی، تېره اوونۍ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي و، چې له پاکستانه د افغان کډوالو ‌ په زوره د اېستل کېدو بهیر کې پاکستاني چارواکو نرمښت او کموالی راوړی دی.

د یادې ډلې د دغه وزارت خبرپاڼه کې راغلي، مولوي کبیر په سپیدار ماڼۍ کې د لوی اختر په مناسب جوړه شوې غونډه کې چې طالب لوړپوړو چارواکو او د ځینو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو په کې برخه اخیستې وه، وویل: «د افغانانو له کوربه هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې له صبر او زغم څخه کار واخلي».

که څه هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري اېستل ودروي، خو دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د اېستلو بهیر ته زور ورکوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

یواېن‌اېچ‌سي‌ار: له پاکستانه تر اوسه څه باندې ۱ میلیونه افغان کډوال اېستل شوي دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۵۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یواېن‌اېچ‌سي‌ار) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې د ۲۰۲۵ کال د مې تر پایه پورې له پاکستانه د شړل شویو افغانانو شمېر له ۱ میلیونه او ۵۵ زرو څخه اوښتی چې دا په وروستیو کلونو کې بې‌ساری شمېر دی.

د یواېن‌اېچ‌سي‌ار د رسنیو مرستیال افسر فرامرز برزین ویلي: «د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۵ کال د مې تر ۳۱مې له پاکستانه افغانستان ته تر ۱.۰۵۵ میلیونه زیات کسان راستانه شوي دي. یواېن‌اېچ‌سي‌ار هم پر پوله او هم د مېشتېدنې په سیمو کې حضور لري او موږ د خپلو نغدي مرستو له مرکزونو له لارې هغوی ته بېلابېلې اسانتیاوې ورکوو.»

له کلونو کډوالۍ وروسته، ستونزې لا هم پر خپل ځای دي

ډېری هغه کورنۍ چې له کلونو کډوالۍ وروسته له پاکستانه شړل شوي، اوس له جدي اقتصادي، ټولنیزو او بشري ستونزو سره مخ دي.

سرپناه، کاري فرصتونو، روغتیایي او ښوونیزو خدماتو ته محدود لاسرسی، د دوی له لویو اندېښنو څخه شمېرل کېږي.

راستانه شویو افغانانو د پاکستاني چارواکو له ناوړه چلند څخه هم شکایت کړی دی.
راستون شوی افغان کډوال تورخېل وايي: «په تورخم کې ډېر زور راباندې تېرېږي. قسم دی، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو. پاکستاني پولیسو ډېر په سپک ډول راباندې چلند وکړ او شړلي یې یو.»

یو بل کډوال عارف الله وایي: «پاکستان کوربه‌وو موږ سره یې ښه چلند نه درلود. پاکستاني حکومت باید خلک سپک نه کړي.»

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي له ۶ لکه زیاتو کډوالو سره مو مرسته کړې

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) هم ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې یې له ایران او پاکستانه بېرته راستنېدونکو له ۶۰۰ زرو زیاتو افغان کډوالو سره مرستې کړې دي.
د دغه سازمان د رسنیو د څانګې مشر ضیا صفي ویلي: «په پولو کې کورنیو ته ځانګړې تغذیه‌ کېدونکي خواړه ورکول کېږي، څو امیندوارې او شیدې ورکونکې میندې له خوارځواکۍ وژغورل شي.»

پاکستان: سږ کال به درې میلیونه افغان کډوال شړو

په همدې حال کې د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې سږ کال به شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال له دغه هېواده وباسي.

د افغان کډوالو د شړلو دا روان بهیر چې ګڼ کورني او نړۍوال غبرګونونه یې راپارولي، د یوه لوی بشري ناورین شکل غوره کړی، خو لا هم پراخې مرستې او همغږي ته اړتیا لیدل کېږي.

پاکستان له تېر یو کال راپدېخو د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره کړي، په لویو ښارونو کې پولیس د افغانانو په کورونو چاپې اچوي، افغانان نیسي او جبري یې افغانستان ته ستنوي.

د پاکستاني پولیس دغه کار په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

دغه راز نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانانو د افغان کډوالو پروړاندې د پاکستان دغه اقدام د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل یاد کړی او له پاکستانه یې غوښتي، چې دا لړۍ ودروي خو تر اوسه دغه غبرګونونو د پاکستاني حکومت په دریځ کې نرموالی نه دی راوستی.

پاکستاني چارواکي: د ناقانونه افغانانو اېستل د امن او قانون د پياوړتیا لپاره ضروري ده

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۵۱ GMT+۱

په پاکستان کې د افغان ای سي سي کارټ لرونکو او بې اسنادو کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ دوام لري. تر دې دمه له پنځه لکه او پنځوس زرو زیات افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه پروسه د ۲۰۲۵ کال له اپرېل څخه فعاله ده، چې د ورځني اساس له مخې، سلګونه کسان له بېلابېلو سیمو افغانستان ته استول کېږي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې ټول ۵ لکه او ۵۰ زره ناقانونه مېشت افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

له دې ډلې، شاوخوا پنځه لکه او څلوېښت زره کسان د تورخم بندر له لارې، ۷زره د انګور اډې له لارې، ۳زره له اسلام‌اباد، ۱۱زره له پنجاب، او ۶۰۰تنه له کشمیر څخه بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې دا بهیر پر ډيورنډ کرښه پرتو سیمو د امنیت د خوندي‌ ساتلو، د قانون پلي کولو او د ناقانونه مېشتو افغانانو د اېستلو لپاره پیل شوی دی.

د دوی په وینا، حکومت هغو کسانو ته چې بېرته ستنېږي، د خوړو او روغتیا اساسي خدمات هم برابروي.

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو جبري اېستل پیل کړی، چې په ترڅ کې یې کور په کور د پولیسو له لورې د افغانانو نیول روان دي او جبري بېرته ستنول کیږي.

که څه هم د پاکستان حکومت دغه کړنه په کور دننه او نړۍواله کچه غندل شوې خو تر اوسه د دوی په دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

دغه چاره د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو ادارې هم غندلې دي او د بشري قانون خلاف عمل یې ګڼلی او ترڅنګ یې له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ ودروي.

تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه تر زرو ډېرې افغان کورنۍ اېستل شوې دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۰۳ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ د (غبرګولي ۱۴مه) له پاکستان او ایران څخه ۱۰۲۶ افغان کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

د راپور له مخې؛ په دغو کورنیو کې ۱۰۶کورنۍ د پاکستان له لوري د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. همدا له ایران څخه بیا د هرات او نیمروز ولایتونو د پولو اړوند ۹۲۰ افغان کورنۍ افغانستان ته شتنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې؛ د روان زېږدیز کال له پېل راهیسې له یادو دواړو هېوادونو څخه څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې نږدې نیمایي برخه یې په جبري توګه ستانه شوي دي.

پاکستان همدا راز ګواښ کړی، چې د جون میاشتې تر پای ته رسېدو وروسته به په دغه هېواد کې د هغه افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر هم پیل کړي چې د ملګرو ملتونو (پي او ار) کارتونو لرونکي دي.

که څه هم نړۍوالو بنسټونو له دغه هېواده غوښتي، چې د افغان کډوالو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد پرې غوږونه کاڼه کړي‌ دي.

هم‌مهاله ایراني چارواکو هم خبر ورکړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره یې له طالبانو سره خبرې کړې دي او هغوی چمتو دي چې په تدریجې توګه دغه لړۍ پیل شي. ایران کې نږدې اته مېلیونه افغانان مېشت دي، چې د یاد هېواد د حکومتي چارواکو په وینا، نږدې نیمایي یې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

پاکستان او ایران د افغان کډوالو لپاره تر ټولو سختدریځه هېوادونه ګڼل کېږي، چې پکې له سختو شکنجو، زنداني کېدو او ان د وژل کېدو له ګواښونو سره مخ دي.

پاکستاني رسنۍ: له اپرېل میاشتې راهیسې تر ۲۰۰زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۵۱ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له تېرې اپرېل میاشتې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو په لړ کې تر ۲۰۰زرو ډېر افغانان له دغه هېواده افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د راپور له مخې؛ پاکستان تر ۸۰۰ زرو ډېرو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړې، چې د استوګنې جوازونه یې لغوه شوي چې په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په پاکستان کې زېږېدلي او یا له لسیزو راهیسې هلته ژوند کوي.

په راپور کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې راغلي، چې په اپرېل میاشت کې له ۱۳۵۰۰۰ څخه زیات افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته شوي وو؛ خو په مئ میاشت کې بیا شاوخوا ۶۷زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي او د جون په لومړیو دوو ورځو کې بیا له ۳۰۰۰ څخه زیات کسان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شول.

له بل پلوه د پاکستان حکومت هغه افغانانو ته چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له‌خوا ورته د پی او ار کارټونه ورکړل شوي، د روانې جون میاشتې تر وروستۍ نېټې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو ضرب الاجل ټاکلی.

دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ مېلیونه د پي او ار کارټ لرونکي افغان کډوال مېشت دي.

پاکستان تېره ورځ تر ۹۰۰ زیات افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۵۷ GMT+۱

له پاکستانه د افغان کډوالو د سنتولو دویم پړاو پر دوام؛ تېره ورځ ۹۲۲ افغانان به جبري توګه له دغه هېواد څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې ویلي، چې د دغه کدوالو په ډله کې ۹۶ تنه د (ACC) کارت لرونکي او ۸۲۶ نور بې‌اسناده افغانان شامل دي.

د دغه ادارې له‌خوا خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې راغلي، چې ۹۱۴ تنه د تورخم او ۸ نور یې د انګور ادې له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

بل خوا د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې یوازې پرون ۱۲۱۷ کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې ۱۲۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۳۰۶ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې او ۷۱۴ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

که څه هم د پاکستاني پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو د اېستلو عملیات یو څه تت شوي؛ خو په بشپړه توګه لا نه دي‌ بند شوي او لا هم په بېلابېلو ایالتونو کې پولیس وخت ناوخت کوڅه په کوڅه بې اسناده کډوالو پسې ګرځي.

له دې سره هم‌مهاله له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په چټکۍ سره روان دی، چې په افغانستان کې یې روان بشري ناورین لا پسې پراخ کړی دی.

اندېښنې دا دي، چې طالبانو لا وار دمخه هېواد له اقتصادي،‌ سیاسي او ټولنیز ناورین سره مخ کړی چې د دغو کډوالو په ستنېدو سره به یې وضعیت لا ترینګلی شي.

له تېرو نږدې څلور نیم کالونو راهیسې بې وزلي او بې روزګاري هم لوړې کچې ته رسېدلې، چې د بشري سازمانونو په باور تازه ستنېدونکي افغانان به هم د دغه ناورین برخه شي.

له دې ور هاخوا د سرپناه نشتوالی هم د دغو ستنېدونکو لپاره یوه جدي ننګونه ده او طالبان د دغو اسانتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلي دي.