• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني چارواکي: د ناقانونه افغانانو اېستل د امن او قانون د پياوړتیا لپاره ضروري ده

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۵۱ GMT+۱

په پاکستان کې د افغان ای سي سي کارټ لرونکو او بې اسنادو کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ دوام لري. تر دې دمه له پنځه لکه او پنځوس زرو زیات افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه پروسه د ۲۰۲۵ کال له اپرېل څخه فعاله ده، چې د ورځني اساس له مخې، سلګونه کسان له بېلابېلو سیمو افغانستان ته استول کېږي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې ټول ۵ لکه او ۵۰ زره ناقانونه مېشت افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

له دې ډلې، شاوخوا پنځه لکه او څلوېښت زره کسان د تورخم بندر له لارې، ۷زره د انګور اډې له لارې، ۳زره له اسلام‌اباد، ۱۱زره له پنجاب، او ۶۰۰تنه له کشمیر څخه بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې دا بهیر پر ډيورنډ کرښه پرتو سیمو د امنیت د خوندي‌ ساتلو، د قانون پلي کولو او د ناقانونه مېشتو افغانانو د اېستلو لپاره پیل شوی دی.

د دوی په وینا، حکومت هغو کسانو ته چې بېرته ستنېږي، د خوړو او روغتیا اساسي خدمات هم برابروي.

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو جبري اېستل پیل کړی، چې په ترڅ کې یې کور په کور د پولیسو له لورې د افغانانو نیول روان دي او جبري بېرته ستنول کیږي.

که څه هم د پاکستان حکومت دغه کړنه په کور دننه او نړۍواله کچه غندل شوې خو تر اوسه د دوی په دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

دغه چاره د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو ادارې هم غندلې دي او د بشري قانون خلاف عمل یې ګڼلی او ترڅنګ یې له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ ودروي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف: پاکستان له هند سره په ټولو مسایلو خبرو اترو ته چمتو دی

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۱

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د مالیزیا له لومړي وزیر داتو سري انور ابراهیم سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال ویلي، چې پاکستان له هند سره د ټولو مسایلو په اړه د خبرو اترو لپاره چمتو دی.

شهباز شریف د پاکستان او هند د کړکېچ په جریان کې د مالیزیا د ملاتړ او متوازن دریځ څخه مننه وکړه او د تاوتریخوالي کمولو او خبرو اترو غوښتنه یې وکړه.

شهباز شریف ټینګار وکړ چې پاکستان تل د سیمه‌ییزې سولې او ثبات لپاره هڅه کړې ده.

هغه ویلي:«د هند د پوځي تېري په وړاندې د چټک او پرېکنده ځواب ورکولو پرته بله چاره نه وه پاتې.»

هغه زیاته کړه، چې پاکستان د سیمه‌ییزې سولې او امنیت په ګټه د امریکا او نورو دوستانه هېوادونو له‌خوا د اوربند د تفاهم وړاندیز منلی دی.

هغه بیا ټینګار وکړ، چې پاکستان د کشمیر په ګډون د ټولو پاتې مسایلو په اړه له هند سره خبرو اترو ته چمتو دی.

د کلاشنکوف د سلطنت پای؛ اېم فور او اېم ۱۶ اوس د جګړې صحنه رهبري کوي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۱
•
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنډله

د هایلکس ټویوټا موټر دغه غږ د پکتیکا په دې له دوړو او ګڼه ګوڼې ډک بازار کې د ډېرو لپاره د پېژندګلوي وړ دی. د دوکان پر سر د طالبانو سپین بیرغ هسک دی او حاجي مطیع الله دننه له یوه بل تن سره، چې د طالبانو مخکینی سرګروپ دی، د امریکايي او چینايي اېم فور وسلو پر معامله بوخت دی.

حاجي مطیع الله په داسې حال کې، چې پر ایم فور امریکایۍ وسله لاس واهه،وویل، « په جګړه کې نه در بندیږي، هغه متل دی چې ځینې د دښمن په مرمۍ، خو ځینې د بېکاره وسلې له امله مري».

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط او له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د ملي اردو سپکې او درندې امریکایۍ وسلې د طالبانو لاس ته ولوېدې. د امریکا حکومت د حساب ورکولو دفتر(GAO) د رپوټ له مخې، د ۲۰۰۳ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ افغان ځواکونو شاوخوا ۱۶ زره شپه لید عینکې ترلاسه کړې، ۳۵۸ زره او ۵۳۰ بېلابېل ټوپک، له ۶۴ زرو ډېرې ماشیندارې، ۲۵ زره او ۳۲۷ لاسي بم غورځوونکي او ۲۲ زره او ۱۷۴ هاموې او نور موټر هم په بېلابېلو وقفو کې ورکړل شول. د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي د رپوټونو له مخې په ۲۰۱۷ کې افغان ځواکونو ته یوازې نږدې ۲۰ زره ایم ۱۶ او د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د څلورو کلونو موده کې شاوخوا پنځه زره اېم فور ټوپک ورکړل شول.

یوه برخه دغه تجهیزات ډېر زر او په ارزانه بیه د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې وسله پېرونکو او قاچاق کوونکو ته ورسېدل. وسله والو طالبانو ځینې نیول شوې سپکې وسلې د سقوط په لومړیو ورځو کې د غنیمت په توګه وپلورلې. یو شمېر پخوانیو افغان امنیتي سرتېرو هم تر دې چې د طالبانو لاس ته ولویږي، غوره وګڼله خپلې وسلې وپلوري.

په خوست کې د سي ای اې د صفري قطعاتو او خوست ساتندویه ځواک (KPF)یوه ستره برخه امریکایۍ وسلې د جنګیالیو ترمنځ ووېشل شوې او وروسته ځینې وپلورل شوې.

د خوست د کمپاین ځواکونو یوه مخکیني قوماندان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کمپاین ځواکونو د درې کنډکونو سپیرې کنډک، د سپلګین لسم کنډک او د تڼیو پنځم سرحدي کنډک تجهیزات د پاکستاني طالبانو د مخکیني قوماندان افتاب داوړ د جنګیالیو لاس ته ولوېدل. په دغو وسلو کې اېم فور، ایم ۱۶ او پر هغو د پاسه تړل کېدونکي دوربینونه (Pulsar Thermal Optics)، شپې لید عینکې او بالیستیک خولۍ (night-vision goggles)، لاسي بم غورځوونکي (grenade launchers)، امریکايۍ بیریټا (Beretta) تومانچې او نور شپه لید (Night vision) تجهیزات شامل وو، چې اوس د خوست، پکتیا او پکتیکا د وسلو په مارکېټونو کې موندل کیږي.

100%

د جګړې له شور سره بیې لوړیږي

د سقوط په لومړیو ورځو کې د امریکايي ایم ۱۶ او اېم فور بیې د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ ډالرو په شاوخوا کې وې، ځکه هم سرتېرو پلورل او هم جنګیالیو د وسلو پېر او پلور کاوه، خو څومره چې دا وسلې په مارکېټ کې کمیږي بیې یې لوړيږي.

د حاجي مطیع الله د معلوماتو له مخې، اوس د افغانستان په بازارونو، په ځانګړې توګه خوست او پکتیکا کې یو نوی امریکایی اېم فور په ۴،۲۸۵ډالرو او یو اېم ۱۶ په ۱،۴۲۸ ډالرو پلورل کیږي. د چینايي ایم فور ټوپکو بیې تر امریکايي هغو درې چنده کمې دي او د یوه امریکايي اېم ۱۶ په بیه پلورل کیږي.

دغه وسلې ډېری پاکستاني طالبان پېري او د پاکستان د پوځ خلاف په جګړو کې یې کاروي. جنګیالي د لیزري شپې لید دوربیونونو لپاره له امریکایي اېم۴ ، امریکایي اېم ۱۶او چینایی اېم ۴ څخه ګټه اخلي.

امریکايي اېم فور په انتخابي ډول نیمه (درې رونډه) او بشپړ اتومات ډزې کوي او په جوړښت کې د کاریدلي المونیم او پولیمر له امله په سختو شرایطو کې د ټینګاو او دوام وړ دي. د اېم فور مهمې برخې لکه کونداغ، لاستی(pistol grip) او لاس ساتی (handguard) له قوي او سپکو پولیمر توکو جوړ شوي، چې دغه وسله یې زنګ ضد او مقاومه کړې او هم یې وزن ور کم کړی. لاس ساتی یې ډېری د تودوخې ضد ځانګړنه لري، چې د ضربو پرمهال لا ښه کنټرولېدای شي.

چینايي ایم فور ظاهرا له امریکايي هغو سره ورته دي، خو د امریکايي نسخې په څېر مقاوم او بشپړ تنظیمات نه لري، خو دا چې دندې یې سره ورته او د امریکايي هغو په پرتله ارزانه دي، په جنګیالیو کې پیرونکي لري.

حاجي مطیع الله چې پخوا د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک او د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د وسلو کاروبار کاوه، د بڼې له مخې د چینایي او امریکایي ایم فور ترمنځ ډېر توپیر نه ویني: « چینایی په بیه کې ارزان او تر دې وروستیو په دره ادم خېل [خیبر پښتونخوا] کې په ازاد بازار کې پلورل کېدل. دره ادم خېلو کې اېم فور ۲۲۳ او نور ډولونه هم جوړیږي، خو د استعمال وړ نه دي. امریکایي اېم فور د دوربین، لیزرونو او څراغ د نصب ښه ظرفیت لري، بل نښه ډېره ښه ولي، دقیق دي».

100%

خو د جګړې په ډګر کې هر ډول وسلې کارول کېږي، چې هره یوه ځانګړې دنده ترسره کوي.

بي اېم یو (BM1 ) توغندي، چې بیه یې اوس۴۲۴ ډالره ده، د هوايي ډګرونو او پوځي مرکزونو په څېر د اوږده واټن بریدونو لپاره د وسله‌والو د خوښې وړ وسله ده. روسي RPG-7 راکټ لانچر اوس په جنګیالیو کې یوه عامه وسله ده، چې بیه یې ۵۳۵ امریکايي ډالره ده. دا وسله ډېری پر موټریزو کاروانونو د بریدونو لپاره کارول کېږي، خو د دې وسلې ځای اوس ٨٢ میلي‌متري توپ نیولی، چې د محکمو کانکریټي دېوالونو د سوري کولو وړتیا لري.

د ټي ټي پي ماین جوړوونکي په دې وروستیو کې په دې توانیدلي چې د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ د ار پي جي ٧ راکټونو لپاره برابرې کړي. جنګیالي د خرادۍ په ماشین د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ توږي او بیا په بېخ کې د ار پي جي ٧ مرمۍ پټاکۍ ورسره تړي.

د شمالي وزیرستان د میرعلې د وسلو یو پخوانی سوداګر، چې موږ یې د امنیتي ملحوظاتو له مخې یوازې د داوړ په نوم یادوو، افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د ٨٢ ملي متري توپ تقاضا، چې له اوږې ویشتل کیږي، بیخي زیاته شوې. دغه توپونه د پوځ پر پوستو د بریدونو پر مهال ډېر موثر ثابت شوي ځکه کانکریټي دیوالونه او د تیږو سیمنټي محکم دیوالونه چپه او سوري کوي. ار پي جي ٧ راکټونه دا وړتیا نه لري چې دیوالونه چپه یا سوري کړي».

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ٨٢ ملي متري توپ بیه ۱،۷۸۴ ډالرو ته لوړه شوې او یوه مرمۍ یې په ۷۱ ډالرو پلورل کیږي.

دغه راز د روسۍ پیکا ماشین ګڼ (PK) بیه، چې لاهم په جنګیالیو کې محبوبه وسله ده، شاوخوا ۱۷۱۰ امریکایي ډالره ده او د پیکا د مرمیو یوه ګنټه (۱۰ دانې) په شاوخوا ۳،۴۰ امریکایي ډالره پلورل کېږي.

په نورو وسلو کې چې بیې یې لوړې او په ځینو مواردو کې ټیټې شوې دي، شوروي ساخت او امریکايي دواړې وسلې شاملې دي. د پکتیکا او وزیرستان ترمنځ په تور بازار کې یو لاسي بم (Hand grenades) په شاوخوا ۱۲ تر ۱۴ امریکایي ډالرو پلورل کېږي. د یوه کورني روسي کلاشنکوف (AK-47) بیه د ۱۳۷۰ او ۱۵۴۰ امریکایي ډالرو ترمنځ ده.

پاکستاني طالبان له پاکستاني ځواکونو نه نیول کېدونکې وسلې چې ډېری (G3) ټوپک، جرمني(MP5 9mm) لنډي ټوپک، (MG1 A-3) او (MG1) پاکستانۍ زیړه کۍ، SMG-PK ټوپک، پاکستاني ۸۱ ملي متري هاوان دي، ډېر نه کاروي.

وسله والې ډلې په وسلو په ځانګړي ډول ماشینګڼو کې نوښتګرې دي. دوی له زړو بمونو او توغندیو باروت وباسي او په موټربم چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې ترې ګټه اخلي. د برقي او پوځي وسایلو د ترمیم او جوړولو ورکشاپونه لري؛ ریموټ کنټرول وسیلې، موټربم، د سړک ترغاړې ماینونه، ځینې بارود او چاودېدونکي توکي پخپله تولیدوي.

د فولادو پاچا ورو ورو خپل محبوبیت بایلي

له ۲۰۰۲ کال وړاندې کلاشنکوف د هر جنګیالي او کلکوف د هر قوماندان د لاس ګاڼه وه، خو اوس د جنګیالیو د نسل له بدلېدو سره د وسلې روسی کلتور هم بدل شوی او ځای یې امریکايي اېم ۱۶ او اېم ۴ نیولی.

د امریکايي وسلو ارزښت ډېر وخت د هغو له مقاومت او پر هغو له نصب کېدونکو وسیلو سره تړلی ګڼل کیږي.

ددې وسلو لس کارتوسه ګنټه په ۵،۴۳ ډالرو پلورل کیږي چې د کلاشنیکوف له مرمیو ( ګنټه ۴،۳۶ ډالره) سره یې شاوخوا یو ډالر فرق دی.

جنګیالي معمولا پر خپلو وسلو روسي او چینايي دوربینونه کاروي، ځکه امریکايي هغو ته لاسرسی محدود دی. چینايي دوربینونه د خپل اغیزناکتوب او په جګړه کې د ډېر استعمال او تقاضا لوړېدو له امله د هغو نوعیت ته په پام له ۲،۸۰۰ ډالرو نه اوس ۳،۸۴۰ ډالرو ته لوړ شوي دي. دغه دوربینونه هممهاله پاکستاني طالبان او د پاکستان سرحدي ځواکونه دواړه کاروي.

افغانستان انټرنشنل په وروستي یوه کال کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان، شمالی وزیرستان، باجوړ، مهمند، ټانک، لکي مروت او بنو ولسوالیو کې د پاکستاني طالبانو د بریدونو ډول او تاکتیکونه څیړلي، چې ښيي دې ډلې په اکثریت تعرضونو، ډله ییزو او هدفي بریدونو کې لومړی په لیزري وسلو ( چې معمولا پر ایم فور او اېم ۱۶ نصبیږي) د پاکستاني پوځیانو امنیتي کمرې په نښه کړې دي او وروسته یې برید کړی. د لیزري بریدونو په برخه کې دوی ډېری د افغان طالبانو له باتجربه جنګیالیو کار اخېستی.

د ډسمبر پر ۲۰مه د سویلي وزیرستان په مکین سیمه کې د پاکستان د طالبانو غورځنګ په یوه برید کې ۱۷ پاکستاني پوځیان ووژل شول. په برید کې جنګیالیو لومړی په لېزري وسلو د هغوی امنیتي کمرې له منځه یووړې او وروسته پر مرکز ور ننوتل. پوځ له برید وړاندې په ټانک کې د غورځنګ د رهبري شورا دوه جګپوړي غړي مولانا طه او مولوي منصور وژلي وو.

تور بازار ته د امریکايي تجهیزاتو او لیزرونو له رسېدو وروسته د روسي او ایراني سنایپر ټوپکو استعمال کم شوی، خو ددې لپاره چې د امریکايي وسلو د استعمال د تبلیغاتي اړخ مخه ونیول شي، پاکستاني طالبان په خپلو عملیاتو کې کارېدونکو امریکايي وسلو ته د سنایپر عامه اصطلاح کاروي.

عابد الله محسود (مستعارنوم)، چې د پاکستاني طالبانو د یوې وړې ډلې مشري کوي، نوي وسایل د پخوانیو هغو په پرتله اقتصادي ګڼي. نوموړی، چې د جنوبي وزیرستان په لدها او مکین سیمو کې فعالیت کوي، وايي، « دغو دوربینونو او لېزرونو د جنګیالیو لګښتونه درې چنده کم کړي. پخوا په بریدونو کې په وسلو ډېر لګښت کېده، خو اوس مرمۍ پر هدف لګیږي او د اضافي لګښتونو مخه نیول کیږي».

100%

د نوموړي په باور،«پخوا جنګیالیو د بریدونو پرمهال روسي ګرنېټ کپونه(Grenade launchers) کارول چې له یو کیلومټر فاصلې به پر پوستو په مایل ډول کارېدل، خو اوس امریکایي ګرنېټ کپونه لکه امریکايي M203 کارول کیږي، چې له ١٥٠٠ مترو هدف ولي او پر امریکایی ایم فور او ایم ١٦ ټوپکو ښه نصبېږي».

د یوه ګرنېټ لانچر بیه ۷۲۷ امریکايي ډالره ده او بم لرونکې توپ ته ورته ګردۍ مرمۍ یې ۳،۶۴ ډالره بیه لري.

د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د وسلو تور بازار، د قاچاق یوه پیچلې او کله کله تنظیم شوې شبکه ده، چې له زړو شوروي ټوپکو څخه تر پرمختللو امریکایي وسلو او چینايي دوربینونو پورې هر څه پکې موندل کېږي. د وسلو د سوداګرو په وینا، دا تجهیزات اکثره له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، چین او روسیې راوړل کېږي. د دوربینونو په څېر ځینې تجهیزات له درېیمې لارې په انلاین ډول پېرل کیږي.

چینایي دوربینونه د دې وضعیت ښکاره مثال دی. دا وسایل دره ادم خېل، وزیرستان، خوست، پکتیکا او شاوخوا نورو سیمو ته راوړل کېږي او د وسله‌والو، ځايي قوماندانانو، او حتا پاکستاني چارواکو او سیاستوالو له خوا پېرل کیږي.

په خوست کې یو وسله پلورونکی، چې قاچاقي وسلې او تجهیزات هم پېري، وايي، « د ناامنیو له ډېرېدو سره د وسلو او دوربینونو تقاضا ډېره شوې ده. چینايي دوربینونه پخوا له کراچۍ ډېر راتلل، خو اوس بندیز پرې لګول شوی. دلته ډېری دوه ډوله دوربینونه غوښتل کیږي، چې یو روسي دي او بل چینایي. د روسي دوربینونو په پرتله چینایي هغه اغیزناک ثابت شوي». هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل،« پخوا يې قیمت ۲،۸۵۴ ډالره و، اوس چې جګړو زور اخېستی، تر ۴۲۸۰ ډالرو هم پلورل شوي، ځکه تقاضا ډېره شوې ده. په ازاد بازار کې خپله د پاکستان پوځ او ایف سي ځواکونو ته هم دغه دوربینونه وپېرل شول».

د وسلو سوداګر ډېری (Trijicon 4×32 RCO) زوم لرونکي دوربینونه، چې پر اېم ۱۶ اتومات ټوپکو نصبیږي، لیتوانیايي (Pulsar 550)، امریکايي (ATN MARS-HD 384/640) او چینايي (Longot AL350/650) شپه لید وسایل او تجهیزات پلوري، چې په ازاد مارکېټ کې هم موندل کیږي.

پاکستاني طالبان (ATN MARS) ګرانبیه دوربینونه هم کاروي، چې معمولا پر اېم فور نصبیږي. ددې نوې نسخې له بلوتوت او وایفای سره نښلیږي او د ویډیو د ثبتولو او انلاین خپراوي (سټریمینګ) اسانتیاوې هم لري. دغه دوربینونه نوي له ۳۹۰۰ نه تر ۴۵۰۰ ډالرو پورې بیه لري، خو مستعمل یې تر ۲۵۰۰ او ۲۸۵۰ پورې پلورل کیږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له ماتې وروسته په سلګونو بیریټا (Beretta M9) ، ګلاک او د پولیسو(SW9VE) تومانچې، ایم فور او ایم ۱۶ ټوپک د کندهار له لارې د بلوچستان کوټې او د خیبر پښتونخوا مومندو، خیبر ، شمالي او جنوبي وزیرستان ولسوالیو ته قاچاق شول، خو دا چې د بیریټا او اېم فور بیه ګرانه ده، ډېر خلک په کمه بیه د هغو پاکستانۍ کاپي پېري.

100%

د افغانستان انټرنشنل همکارانو په پېښور کې د وسلو له یوې کارخونې نه د لیدنې پرمهال بیریټا تومانچې، ضرب عضب ټوپک، پاکستاني اېم فور ۲۲۲ ، اېم فور ۲۲۳ او اېم فور ۳۰۸ نهه ایم ایم وکتل، چې د پاکستان د حکومت په اجازه د داخلي مصرف لپاره تولیدیږي.

په دې کې داسې وسلې هم وې، چې د پاکستان په پوځ او کمانډو ځواکونو کې کاریږي.

جهانګیر، چې په دې کارخونه کې له څلورو کلونو راهیسې کار کوي او د برېټا تومانچې متخصص دی، وايي، دغه تومانچې د خپل ډول، ښکلا او کارنده توب له مخې په پاکستان، په ځانګړې توګه پنجاب ایالت کې ډېر مینه وال لري او ډېری هلته ځي.

100%

د کرښې دې غاړې ته په هلمند، کندهار، خوست او پکتیکا کې امریکایۍ بیریټا (Beretta M9) تومانچې، چې په ښاري سیمو کې د ترور لپاره کارول کېږي، د پخوا په پرتله چې زر تر ۱۲۰۰ډالره پلورل کېدې، ارزانه شوې او شاوخوا ۶۸۵ او ۷۰۰ امریکایي ډالره بیه لري. د وسلو د سوداګرو په باور، ددې تومانچو د ارزښت کمېدو یو لامل دادی چې پخوا طالبانو په ښارونو کې د ترور لپاره ډېرې کارولې، خو اوس نورې ډلې لکه پاکستاني طالبان او بلوڅ بېلتون پالي د ترور ښاري عملیات کم کوي. د تومانچو د غږ کمولو سلنسر بیه په کیفیت پورې اړه لري؛ اصلي سلنسر شاوخوا ۱۷۰ امریکایي ډالره او پاکستانی جوړ سلنسر ۷۰ امریکایي ډالره بیه لري.

د هلمند او کندهار جمعه بازارونه ساړه شوي

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط په لومړیو ورځو کې د کندهار او هلمند د ولسوالیو د جمعې په بازارونو کې د وسلو ازاد پېر او پلور کېده. د کندهار په میوند، پنجوايي، د هلمند په موسی کلا، سنګین او بهرامچه او د فراه په بکوا ولسوالیو کې د وسلو هټۍ وې، خو له تېرو اتو میاشتو راهیسې دغه بازارونه او هټۍ بندې شوې او د وسلو پېر او پلور ډېری په ادرس ورکولو کیږي.

طالبانو په ګڼو سیمو کې قاچاق کېدونکې وسلې ضبط کړې او په هلمند کې یې خپل یو قوماندان حاجي ګل نبي پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور ونیوه، خو یوه اونۍ وروسته یې بېرته پرېښود، ځکه ویل کېدل، چې له جګپوړو چارواکو سره نږدې اړیکې لري.

په کندهار کې د وسلو یو تن سوداګر له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، « ایم فور، ایم ۱۶، روسي کلاشنکوفونه، په توپنچو کې پوليسي توپنچې او بريټاوې ډېرې خرڅیږي او تر ټولو ښه بازار او لوړ قیمت چې لري، هغه کلکوف او اېم فور دي. ایم فور او بريټا د جمهوریت سلاوې دي او خاصو قطعاتو به استفاده کولې نو ځکه د طالبانو په منځ کې مشهورې دي».

د نوموړي په باور، «په کندهار او هلمند کې پخوا اېم فور تر اتو زرو امریکايي ډالرو هم پلورل شوی او په ۱،۴۲۷ ډالره هم پلورل شوی. مخکې بريټا نه پيدا کېدې، که پيدا کېدې هم تر دوه زره ډالرو پورې به یې قیمت درلود، اوس په ۷۰۰ او ۸۰۰ ډالرو هم پلورل کیږي».

خو په ۲۰۲۵ کال کې د وسلو بیې د وسلو د تقاضا او د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده له فرمان وروسته بېرته لوړې شوې دي.

د طالبانو مشر د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د یوه فرمان له مخې د ټولو وسلو او پوځي مهماتو وېش یوازې په ځان پورې محدود کړ . د فرمان له مخې، د دې ډلې د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د استخباراتو ادارې رییس نور له وسله تونونو وسلې نه شي اېستلای او نه یې هم په خپل سر وېشلای شي.

له فرمان وروسته په ټولو ولایتونو کې د وسلو او پوځي تجهیزاتو د ثبت چارې پیل شوې او ګڼې وسلې، په ځانګړې توګه اېم فور وسلې کندهار ته ولېږدول شوې او د هبت الله اخوندزاده د خاص ځواک په واک کې ور کړل شوې.

پر دې سربېره په سیمه کې د جګړې پراخېدو او د امریکايي وسلو تقاضا ډېرېدو هم ددې وسلو بیې لوړې کړې دي.

حاجي مطیع الله القاعده، پاکستاني طالبان، بلوڅ بېلتون پالي، د ایران پر وړاندې جنګېدونکې جیش العدل ډله او د وسلو پاکستاني سوداګر د امریکايي وسلو د مهمو پېرونکو په توګه یادوي. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په لومړیو کلونو کې پاکستاني سوداګرو چې اکثره د قبایلي سیمو دي، په ارزانه بیه ګڼې وسلې وپېرلې، ځکه دوی ته له سقوط وروسته القاعدې د تېرو کلونو پورونه بېرته ور کړل او دوی د وسلو پېرلو لپاره کافي پیسې درلودې».

100%

مډرنو وسلو د جګړې دودیزه بڼه بدله کړې ده

د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر په بلوچستان کې د پوځي تمریناتو په یوه غونډه کې وویل چې د پاکستان وسله وال ځواکونه «د هیواد د اړتیاوو» له مخې خپلې وسلې او سیسټمونه عصري کوي.

جنرال منیر ټینګار وکړ چې د پوځ د عصري کولو هدف دا دی چې د پاکستان پر وړاندې را څرګندیدونکي هر ګواښ ته په اغیزناکه توګه ځواب ورکړي او مخه یې ونیسي.

د پاکستاني جنګیالیو ډلو لاس ته د امریکايي پرمختللو وسلو پرېوتل د پاکستان امنیتي ځواکونو ته یوه ستره ننګونه ده. د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتونپالو له بریدونو تر ټولو ډېر زیانمن اړخ سرحدي ځواکونه او د قانون پلې کوونکې ادارې، په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا پولیس دي. دوی اکثره په پخوانیو زړو وسلو سمبال دي، چې د جګړې پرمهال اغیزناکې نه دي او روزنه یې هم د جنګیالیو په پرتله په ناجګړه ییز چاپیریال کې شوې ده.

د ځینو پرانېستو سرچینو له مخې، د پاکستان د ځانګړو خدمتونو ډلې (SSG) معمولا جرمني هیکلر او کوښ MP5 کاروي، چې په جګړه ییزو شرایطو کې په ښه کار او کره نښې ویشتلو مشهور دي. سربېره پر دې FN P90 بلجیمي ټوپک هم د ځانګړې دفاعي وسلې په توګه کارول کیږي، چې د ځانګړو عملیاتو لپاره غوره ښودل شوي. د G3 او BW20 تر نامه لاندې د هیکلر او کوښ پاکستانۍ او جرمنۍ نسخې هم په پاکستاني پوځ کې عامې دي. یو بل مشهور ټوپک چې پاکستاني پوځیان یې کاروي، ټایپ ۵۶ چینایی کلاشنیکوف دی، چې ۷.۶۲×۳۹ ملي متره کمره لري.

د ۲۰۱۷ کال په اګست کې نیویارک ټایمز رپوټ ورکړ، چې له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۲۱کال پورې، امریکا تقریباً ۳۳ میلیارده ډالر د پوځي مرستې او امنیتي ملاتړ په توګه پاکستان ته ور کړي دي. په دې مرستو کې په درندو وسلو او تجهیزاتو سربېره پاکستاني پوځ اېم ۱۶،اېم فوراو د شپې لید او څارنې تجهیزات لکه شپې لید عینکې، ډرون الوتکې او څارونکي سیسټمونه ترلاسه کړل، خو دا تجهیزات اوسنیو امنیتي ګواښونو ته په پام، محدود دي.

د طالبانو په لاس کې لیزري وسلې، یا په ټوله کې امریکایۍ او د ناټو په سټنډرډونو جوړې وسلې د پاکستاني پوځ، په ځانګړې توګه سرحدي ځواکونو لپاره ستر سرخوږ دی. سرتېري له پوستو نه ازاد نه شي وتلای او ډېر وخت د دغو وسلو ښکار کیږي.

په دې وروستیو کې د ټي ټي پي رسنیزې څانګې عمر میډیا د خپلو جنګیالیو د روزنې یوه ویډیو خپره کړه، چې یو جنګیالی پکې له ځان سره امریکايی جویلن لرې واټنه لارښود توغندی ویشتونکی (FGM-148) لېږدوي. دغه وسله د ټانکونو او نورو زغره والو ګاډو د له منځه وړو لپاره ډیزاین شوې او په ثانیه کې د ۱۰۰۰ مترو په چټکتیا له دوه نیمو تر څلور کیلومټرو پورې هدف په نښه کولای شي. دغه وسلې له ډز وروسته جنګیالي ته د ځای بدلونې او پټېدا امکان ور کوي، ځکه مرمۍ نور خپل هدف ته پخپله ځان رسوي.

100%

له همدې امله پاکستان په افغانستان کې د ملي اردو د پاتې امریکايي وسلو په اړه خپلې اندېښنې په مکرر ډول له نړیوالو سره شریکوي څو متحده ایالات او نړیواله ټولنه ددې وسلو بېرته ترلاسه کولو، یا لږ ترلږه پر افغان طالبانو د فشار له لارې، د وسلو کنټرول ته وهڅوي.

پوځ د جنګیالیو له پوځي ټکنالوژۍ او برلاسي سره د مقابلې لپاره سرحدي ځواکونه (Frontier Corps) تر یوه بریده په نویو وسلو سمبال کړي، چې په هغو کې ډرون الوتکې او سنایپر هم شامل دي.په دوی کې معمول وسله جي درې (G3) ټوپک، راکټ (RPG 7)، کلاشنکوف (AK-47) سپکې ماشینګڼې، د لنډ واټن توپخانې او هاوانونه، د الوتکو ملاتړ او زغره وال پرسونل وړونکي(APCs) او نور ټانکونه دي.

پاکستاني طالبان ادعا کوي، چې په دې وروستیو کې پر ډیورند کرښه د پاکستان پوځ او سرحدي ځواکونو ته یو ډول چینایي واړه ډرونونه ورکړل شوي، چې د ۸۵ملي متري هاوان مرمۍ له ځانه سره لېږدوي او پر جنګیالیو یې کاروي.

عابدالله محسود په دې اړه وویل، « پوځ کوښښ کوي چې د طالبانو د جنګي تاکتیکونو پر وړاندې ځوابي لارې ولټوي، چې یو مثال یې واړه چینایي ډرونونه دي، خو هغه د ورځې موثرې دي، مګر د شپې نتیجه نه ور کوي. اوس چې طالبان پوستو ته د جنګ لپاره نږدې ورشي، پوځیان سملاسي دغه ډرون پورته کوي».

خو د ټي ټي پي په اړه هم ویل کیږي، چې د ډرونونو د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

د چاودنو او ډزو پایله انساني مرګ ژوبله او پراخې ویجاړۍ دي، خو د وسلو د سوداګرو لپاره دا اړخ ډېر اندېښمنوونکی نه دی، ځکه خپلې چارې د «ازادۍ له جګړو او جهاد» سره تړي، چې ددوی په وینا، «هم خرما دي او هم ثواب».

د حاجي مطیع الله لپاره، دا کیسې یوازې د تجارت یوه برخه ده: « لکه دوکاندار چې چاړه او نور جارحه وسایل پلوري، زه وسلې پلورم»، هغه اوږې واچولې او شونډې یې بوڅې کړې، « وسلې د حفاظت او دفاع وسیله ده. دا چې خلک څه ورسره کوي، دا د هغوی خپل کار دی».

حاجي مطیع الله له دوړو ډک بازار نه پورې غره ته ګوته ونیوله، « په دې غرونو کې تل جګړه وي» او په داسې حال کې، چې خپل هایلکس موټر ته پورته کېده، زیاته یې کړه، «چېرته چې جګړې وي، هلته وسلې هم وي».

د طالبانو یوه پلاوي د روسیې په نړیوال ډیجیټل کنفرانس کې ګډون وکړ

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت د مالي او اداري معین ملا محمد حنیف حمزه او ورسره مل پلاوي د روسیې په نړیوال ډیجیټل کنفرانس کې ګډون کړی دی. ملا محمد حنیف حمزه په خپلې وینا کې د ټېکنالوژۍ په برخه کې په پرمختکونو او یو شمېر ننګونو خبرې کړي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت د شنبې (د غبرګولي ۱۷مه) پر خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو مالي او اداري مرستیال ملا محمد حنیف حمزه، د ۲۰۲۵ میلادي کال د جون له ۵مې تر ۶مې نېټې پورې د روسیې فدراسیون په کوربه‌توب جوړ شوي نړیوال ډیجیټلي فورم کې ددې ډلې په استازیتوب ګډون وکړ.

طالبانو په خبرپاڼه کې لیکلي، چې یاد فورم چې د نړۍ له لسګونو هېوادونو څخه د مخابراتو، ډېجیټل ټېکنالوژۍ، سایبري امنیت، مصنوعي ځیرکتیا، ډېجیټلي اقتصاد او ښې حکومتولۍ په برخو کې لوړ پوړو چارواکو، متخصصینو او پانګوالو پکې ګډون درلود، د ډېجیټلي همکارۍ لپاره یوه مهمه نړیواله غونډه بلل کېږي.

د طالبانو معین په دغې غونډه کې د افغانستان په کچه د ټېکنالوژۍ په برخه کې په پرمختګونو او یو شمېر ننګونو خبرې کړي او د نړیوالو پام یې دغې برخې ته راړولی.

یوه نړیواله اداره خبرداری ورکوي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به کابل د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۰ GMT+۱

د مرسي کورپس په نوم یوه نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د کابل شاوخوا اووه میلیونه اوسېدونکي د اوبو له سخت کمښت او بحران سره مخ دي. دغه سازمان ویلي، چې په کابل کې نیمايي ژورې څاګانې وچې شوي او ښايي تر ۲۰۳۰م کال پورې کابل کې اوبه وچې شي.

دغې نا‌دولتي ادارې په خپل راپور کې ویلي،، د تېرو لسو کلونو په موده کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو سطحه ۳۰ متره ټېټه شوې ده. د یاد سازمان په راپور کې په کابل ښار کې چټکه پراختیا او د اقلیم بدلون د دغه بحران دوه اساسي عوامل ګڼل شوي دي.

پر همدغه مهال کارپوهان هم خبرداری ورکوي، چې که په کابل کې د اوبو د کمښت بحران همداسې دوام وکړي، ښايي دغه ښار د نړۍ لومړۍ داسې معاصر ښار شي، چې د اوبو له بشپړ کمښت سره مخ شي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، دا مهال په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د استخراج کچه کلني ۴۴ میلیونه مکعب مترو ته رسېږي، خو دا اندازه د اوبو له طبیعي تجدید سره برابره نه ده.

په راپور کې ویل شوي، که دا بهیر دوام پیدا کړي، ښايي د کابل تر ځمکې لاندې د اوبو ټولې سرچینې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې وچې شي او دا به د کابل ښار د اووه میلیونه نفوس لپاره یو جدي ګواښ وي.

د افغانستان لپاره د مرسي کورپس مشر ډین کري ویلي: «باید د دې بحران د ثبت او مستندسازۍ لپاره جدي هڅې وشي او نړیوال پام دې مهمې او بیړنۍ اړتیا ته راوګرځول شي.»

نوموړي زیاته کړه:« که اوبه نه وي، خلک به اړشي، چې خپلې تولنې پریږدي. نو که نړیواله ټولنه د افغانستان د اوبو اړتیاوې له پامه وغورځوي، دا به یوازې د لا زیاتې کډوالۍ او د افغان ولس لپاره د لا زیات کړاو لامل شي.»

نوموړي همداراز زیاته کړه:« هر څه له بهرنیو مرستو سره تړلي دي، خو دا مهال د سیاسي دلایلو له امله بهرني حکومتونه د اوږدمهاله پانګونې له مرستو ډده کوي.»

د ګارډین په راپور کې راغلي، چې د کابل تر ۸۰ سلنې زیاتې ځمکنۍ اوبه ناپاکې ګنل شوې دي او لوړ مقدار فاضلاب پکې موندل شوي.

اوبو ته د کابل اوسیدونکو لاسرسۍ اوس په یوې مبارزې بدل شوی. ځینې کورنۍ د خپل عوایدو تر ۳۰ سلنې پورې یوازې د اوبو اخیستو ته ځانګړې کوي او له درېیمې برخې ډېر یې د اوبو له امله پوروړي دي.

د نظیفې په نوم د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسیدونکې ګارډین ته ویلي:« افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو د اوبو کمښت تر ټولو سخت بحران دی. هره کورنۍ په ځانکړي ډول هغه چې ټیټ عواید لري له سختو ستونزو سره مخ دي. کیفیت لرونکې او کافي څانګانې اصلا نه شته.»

پر همدغه مهال بیا یو شمېر خصوصي شرکتونه په کابل کې د اوبو له بحران څخه په ګټه پورته کولو سره نوې ژورې څاګانې کیندي او د ځمکنیو اوبو پراخ استخراج وروسته یې بیا د لوړو بیو په بدل کې پر خلکو پلوري.

نظیفه وايي:« پخوا به موږ هر لس ورځې ۵۰۰ افغانۍ ورکولې تر څو د ټانکرونو له لارې اوبه واخلو. اوس هماغه اندازه اوبه پر موږ ۱۰۰۰ افغانۍ لګښت راولي. تېرو دوو اونیو کې وضعیت ډېر خراب شوی او موږ وېره لرو چې دا به لا نور هم خراب شي.»

د راپور له مخې، د کابل نفوس په ۲۰۰۱ کال کې تر یو میلیون لږ و، خو اوس تر اووه میلیونه ډېر شوی او د نفوس د ډېرښت دا چټکوالی د اوبو پر سرچینو منفي اغیزه کړې ده.

د موثره حکومت نشتون او د څارنې او قانون کمښت د اوبو دا پخوانۍ ستونزه نوره هم ژوره کړې ده.

په ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ، چې د دوی شریکانو یوازې ۸،۴ میلیون ډالره ترلاسه کړي و، په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د اوبو رسونې او حفظ الصحې د پرواګرامونو پلي کولو لپاره ۲۶۴ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

بل خوا بیا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره د اوبو او حفظ الصحې په برخه کې د نړیوالو له خوا درې میلیارده ډالر کنګل شوي.

د اوبو د سرچینو د مدیریت لوړپوړی څېړونکی او د افغانستان د اوبو او چاپېریال د متخصصینو د شبکې غړی نجیب‌الله سدید وایي: «موږ دا وخت نه لرو چې د بودجې د تصویب په تمه پاتې شو. موږ د یوه داسې توپان په منځ کې راګیر یوو، چې که سمدستي اقدام و نه شي، بېرته ورستنېدل به ناشوني وي.»

د ګارډین په راپور کې ویل شوي، چې کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو پروژې پلي کولو سره ښايي دوه میلیونه خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

د دې پروژې د ډیزاین مرحله د ۲۰۲۴ کال په پای کې بشپړه شوې، خو دمګړۍ د بودیجې د تصویب په تمه ده او طالبان د ۱۷۰ میلیونه ډالرو د لګښت لپاره د پانګوالو په لټه کې دی.

ډیلي مېل: طالبان د داسې بې پیلوټه الوتکو جوړولو په هڅه کې دي چې له پولو هاخوا بریدونه وکړي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۳۵ GMT+۱

برېتانوۍ ورځپاڼې ډیلي مېل راپور ورکړی، چې طالبان د داسې بې پیلوټه الوتکو د جوړولو په لټه کې دي، چې د افغانستان له پولو هاخوا هدفونه په نښه کړي. راپور کې ویل شوي چې دا ډرونونه د کابل په څنډه کې په فینکس کمپ کې جوړیږي. دا کمپ تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا پوځي اډه وه.

د راپور له مخې، طالبان خپلې بې پیلوټه الوتکې د لوګر ولایت په یوه اډه کې ازمایي چې پخوا د برېتانوي ځواکونو له‌خوا کارول کیده.

ډیلي مېل د خپلو استخباراتي سرچینو په حواله لیکلي، چې طالبانو د سلګونو بې پیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره نړیوال متخصصین ګمارلي دي، چې د لویدیځو امنیتي ادارو ترمنځ یې اندېښنې راپورته کړي دي.

د دې کسانو په منځ کې یو انجینر هم شامل دی، چې د القاعدې ډلې سره د اړیکو لرلو شک پرې دی او ویل کیږي په برېتانیا کې یې زده کړې کړې دي.

راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د بې پیلوټه الوتکو د پراختیا پروګرام لږترلږه دوه کاله دمخه پیل شو او وړتیاوې یې د پام وړ پراخیږي.

د طالبانو ادارې تر اوسه په رسمي ډول د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو او پراخه ولو په اړه تبصره نه ده کړې.

په همدې حال کې د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي رسنیو د افغان ځوانانو له‌خوا د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

استخباراتي چارواکو ویلي، چې د طالبانو د ډرون جوړولو پروګرام د ترکیې، چین، روسیې، بیلاروس او بنګله دیش له متخصصو څخه کار اخلي.

استخباراتي سرچینې وايي چې یو روسی تبعه په دې پروګرام کې له نږدې ښکیل دی او د ډرون پراختیا په برخه کې فعالو هېوادونو ته د څېړنیزو سفرونو کې د طالبانو انجینرانو سره ملګری دی.

دا هم ویل کیږي چې د ډرون پرزې له چین او ترکیې څخه اخیستل شوي دي.

ډرونونه د کابل په سویل کې د " فینکس کمپ" په نوم په یوه پخوانۍ اډه کې جوړیږي.

دا اډه د طالبانو پر وړاندې د جګړې پرمهال د امریکایي ځواکونو لپاره د لوژستیک او روزنې لوی مرکز و.

په ورته وخت کې طالبان ادعا کوي چې دا اډه اوس د روږدو کسانو درملنې لپاره کارول کیږي.

مخکې لدې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې کابل ته ننوځي، د فینکس اډه، چې کابل ته نږدې موقعیت لري، د سینما، کتابتون، کافي شاپ او پوسته خانې په څېر اسانتیاوې درلودې.

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د لویدیځو ځواکونو د چټک وتلو وروسته، د طالبانو انجینرانو د پرېښودل شویو پوځي تجهیزاتو لویه برخه مطالعه کړه.

دا روښانه نه ده، چې ایا د ډرون پرزې د پرېښودل شویو تجهیزاتو په ډله کې وې، خو ډیلي مېل راپور ورکړی چې اوس په اډه کې د بې پیلوټه جنګي ډرونونو لپاره د تولید یوه پټه کرښه جوړه شوې ده.

د استخباراتي سرچینو په وینا، د "ځانمرګي ډرون" څو بریالي ازموینې چې د دوی هدف ته له رسیدو وروسته چاودیدلې د لوګر ولایت ځانګړو ځواکونو په پخوانۍ اډه کې ترسره شوي دي.

راپور ادعا کوي چې د دې ډرونونو څخه ځینې په دې وروستیو کې د پاکستان سره په سرحدي سیمه کې په برید کې هم کارول شوي. تر اوسه پورې، طالبانو او پاکستاني چارواکو پدې اړه تبصره نه ده کړې.

د برېتانوۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، د طالبانو انجینران د متحده ایالاتو او ایران کې جوړ شوي د ډرونونو څو ماډلونه تقلید کوي.

د طالبانو انجینران، چې ډېری یې د جمهوري دورې په جریان کې د کابل پوهنتون د انجینرۍ په پوهنځي کې زده کړې کړې، هڅه کوي چې د ډرون سرعت او د دوی د چاودیدونکو توکو حجم دواړه زیات کړي.

سرچینې وايي چې طالبانو په دې وروستیو کې خپل د ډرون پروګرام په افغانستان کې احتمالي شریکانو او پیرودونکو ته وښود او ازماېښتي الوتنې یې ترسره کړې.

ډیلي مېل لیکلي چې دې پروژې د لویدیځو استخباراتي ادارو ترمنځ جدي اندېښنې راپارولي دي او دا اندېښنې هغه وخت زیاتې کیږي کله چې د پروژې یو انجینر له القاعدې سره اړیکې ولري.

یوې سرچینې وویل چې د القاعدې سره تړلي انجینر یو وخت په برېتانیا کې زده کړې کولې. ویل کیږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، په افغانستان کې د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو لپاره روزنیز کمپونه هم یو ځل بیا فعال شوي دي.

د ډرون انجنیران د طالبانو لخوا "قیمتي شتمنۍ" ګڼل کیږي او شخصي ساتونکي ورته ګمارل شوي.