نوموړي زیاته کړه:« که اوبه نه وي، خلک به اړشي، چې خپلې تولنې پریږدي. نو که نړیواله ټولنه د افغانستان د اوبو اړتیاوې له پامه وغورځوي، دا به یوازې د لا زیاتې کډوالۍ او د افغان ولس لپاره د لا زیات کړاو لامل شي.»
نوموړي همداراز زیاته کړه:« هر څه له بهرنیو مرستو سره تړلي دي، خو دا مهال د سیاسي دلایلو له امله بهرني حکومتونه د اوږدمهاله پانګونې له مرستو ډده کوي.»
د ګارډین په راپور کې راغلي، چې د کابل تر ۸۰ سلنې زیاتې ځمکنۍ اوبه ناپاکې ګنل شوې دي او لوړ مقدار فاضلاب پکې موندل شوي.
اوبو ته د کابل اوسیدونکو لاسرسۍ اوس په یوې مبارزې بدل شوی. ځینې کورنۍ د خپل عوایدو تر ۳۰ سلنې پورې یوازې د اوبو اخیستو ته ځانګړې کوي او له درېیمې برخې ډېر یې د اوبو له امله پوروړي دي.
نظیفه وايي:« پخوا به موږ هر لس ورځې ۵۰۰ افغانۍ ورکولې تر څو د ټانکرونو له لارې اوبه واخلو. اوس هماغه اندازه اوبه پر موږ ۱۰۰۰ افغانۍ لګښت راولي. تېرو دوو اونیو کې وضعیت ډېر خراب شوی او موږ وېره لرو چې دا به لا نور هم خراب شي.»
د راپور له مخې، د کابل نفوس په ۲۰۰۱ کال کې تر یو میلیون لږ و، خو اوس تر اووه میلیونه ډېر شوی او د نفوس د ډېرښت دا چټکوالی د اوبو پر سرچینو منفي اغیزه کړې ده.
د موثره حکومت نشتون او د څارنې او قانون کمښت د اوبو دا پخوانۍ ستونزه نوره هم ژوره کړې ده.