• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا هبت‌الله: ما ښځو ته عزت ورکړ فحاشي او بد اخلاقي مې ختمه کړه

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې یې ښځو ته عزت ورکړی، په ښځو یې حجاب واغوست، فحشا او بد اخلاقي يي ختمه کړې ده.

هبت‌الله اخوندزاده وايي، د امریکا په ملاتړ پر غزه د اسراییل په بریدونو کې بې ګناه مسلمانان وژل کیږي.

د طالبانو مشر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه اجرايیوي فرمان په غبرګون چې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو یې امریکا ته د ورتګ بندیز لګولی وايي، امریکا په دې بهانه چې ګواکې په افغانستان کې « د بشر حقوق پایماله دي، ولې ښځې په کار کې نشته؟ ولې د ښځو تعلیم نشته؟ ولې پر ښځو مکتب بند شوی دی؟ ولې پوهنتون بند شوی دی؟ ولې امر بالمعروف رامنځته شوی؟ ولې حجاب لازمي شوی؟ ولې بې محرمه ښځې له کوره بهر نه پرېښودل کیږي؟ او دا د بشر خلاف دي.»

نوموړي نن په کندهار کې امریکا ته په اشارې خپلې وینا کې وویل: « ما خو ښځو ته عزت ورکړی دی، ښځو ته افت ورکړی، په ښځو مې حجاب واغوست، د ښځو مې پرده وکړله، فحاشي مې ختمه کړله، بد اخلاقي مې ختمه کړه دا خو ما عزت ور په برخه کړی، تا (امریکا) څه وکړل، تایې پر سر ټوپک ورنیولی دی بمبار پر کوئ، ماشومان د مور په غیږ کې له منځه وړئ. دا ستا بشریت دی؟ دا ستا انسانیت دی؟»

ملا هبت الله اخوندزاده په داسې حال کې افغان ښځو ته د حقوق د ورکړې ادعا کوي، چې د نوموړي د وینا پرمهال د کندهار په عیدګاه جومات کې لسګونه ښځې د خیر ټولو په موخه ناستې وې.

د کنداهار عمومي عیدګاه
100%
د کنداهار عمومي عیدګاه

نوموړي د اندېښنې په ښودلو سره ویلي، چې هېوادونه یې په وړاندې مخالفت کوي او د بشریت ضد کړنو ادعاوو له امله یې په رسمیت نه پیژني:« په دې نظام کې د خلکو حقوق محفوظ دي، په دې باندې د ټولو ناري دي، چې د بشریت خلاف دي، دا په رسمیت نه پيژنو پر دې به بندیزونه ولګو، مخکې نر، ښځې، ملایان، عامیان او ټوله په خطر کې روان وو، خو اوس د ټولو عزت پر ځای دی.

امریکا د مسلمانانو قاتله ده

ملا هبت‌الله له امریکا سره پر اړیکو لرلو نیوکه کړې او ویلې یې دي، چې خلک د امریکا دوستي د ځان کامیابې بولي، خو امریکا د مسلمانانو قاتله ده.

نوموړی وایي:«نن خلک د امریکا په دوستی خوشحاله دي، د امریکا دوستي د ځان لپاره کامیابي بولي، اسراییل د امریکا په زور غورځي که امریکا نه وي، بیا شور هم نه شي خوړلی.

پر رسنیو د ملا هبت‌الله نیوکه

هبت‌الله ویلي، چې رسنۍ د یادې ډلې په وړاندې د ټولشموله حکومت د جوړیدو په اړه منفي تبلیغات کوي. د نوموړي په خبره رسنۍ د یادې ډلې ترمنځ مخالفتونه را پیدا کوي.

هغه وویل:« د کافرانو چلونو ته باید متوجه ووسئ، هغوی دا کوښښ کوي، چې اختلافات جوړ کړي، یو خبره راپورته کړي. اوس دا مطبوعات داسي شوي دي، چې د هر سړي په جیب کې ورسره دي. دروغ وايي، دا زه درته وایم چې ما داسې خبرې اوریدلي چې خالص بهتان دی، په خپلو مجاهدینو باور وکړئ.»

همدارنګه نوموړي زیاته کړه:« په رسنیو کې داسې خبرې کیږي، چې دا حکومت ټول شموله نه دی، پلانی نشته پکې، تاسو یو وار د سر په سترګو ورته وګورئ، دغه خلک چې پر تاسو حکومت کوي، دا څوک دي؟ له کومه راغلي دي؟ دا څنګه خلک دي؟ الله دې مو د دوی له دې بدو تبلیغاتو وساتي.»

پر نشه يي توکو د بندیز لپاره د امریکا امتیاز ته اړتیا نه لرو

هبت‌الله وايي، د نشه يي توکو پر کر او قاچاق یې د سیاسي امتیاز ترلاسه کولو لپاره نه، بلکي د شرعیت له مخې بندیز لګولی دی. نوموړی وايي، د نشه یې توکو د کر او قاچاق له امله ګڼ طالبان، حافظان او عام خلک په نشه روږد دي.

هبت الله اخوندزاده وایي:«ما نشه يي توکي د سیاسي امتیاز لپاره نه، بلکي په عقیده بند کړي، په شرعیت مې بند کړي دي.له هېچا څخه موږ امتیاز نه غواړو، نه دې امریکا موږ ته امتیاز راکوي، نه دې برېتانیا موږ ته امتیاز راکوي، نه دې غرب او نه دې شرق راکوي او نه یې موږ ځیني غواړو.»

هبت الله دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د نوموړي د کابیني لوړ پوړي چارواکي، د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو له استازو سره په لیدنو کې په وار وار د نشه یې توکو د بدیل او افغان بزګرانو سره د مرستې غوښتنې کړې دي.

پر فلسطین د ملا هبت‌الله ننګ

هبت‌الله په خپله اختریزه وینا کې د فلسطین د خلکو ننګه هم وکړه، نوموړي وویل، چې هغه یرغل چې تېره ورځ پر افغانستان شوی و، نن د امریکا په ملاتړ د فلسطین پر ځمکه روان دی.

نوموړي په ملګرو ملتونو کې د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولې د تړون په اړه د امریکا د ویټو رایې په اړه سخت غبرګون ښودلی او وايي:« اسراییل د امریکا په ملاتړ په فلسطین کې د بشر خلاف کړنې ترسره کوي، دا اوس چې ښځې او ماشومان په اور کې سوځي یو داسې حالت دی چې د برداشت نه دې ظالمانو، ماشومانو د مور په غیږ کې له منځه وړي.»

نوموړي د نړۍ پر مسلمانانو د یووالي او اتفاق کولو غږ وکړ.

ملا هبت‌الله د تېر په څېر یو ځل بیا په داسې حال کې خپل اختریز پیغام خلکو ته واورو، چې څېره یې پټنه وه.

د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د ملا هبت‌الله لپاره د تېرو څلورو ورځو راهیسي کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو او په دغه جومات کې خلکو ته د عکس او ویډیو اخیستو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ملا هیت الله د امنیت ساتلو ځانګړې ځواکونه
100%
د ملا هیت الله د امنیت ساتلو ځانګړې ځواکونه

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ملا هبت الله اندېښنه؛ نړۍ زموږ د نظام د ګډوډولو هڅه کوي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۶ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په کندهار کې د اختر لمونځ نه مخکې د خپلې وینا پرمهال ویلي، چې نړۍ کوښښ کوې د یادې ډلې نظام ګډوډ کړي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په کندهار کې د اختر لمونځ نه مخکې خلکو ته د خپلې وینا پر مهال اندېښنه وښودله، چې نړۍ هڅه کوي، د یادې ډلې نظام ګډوډ کړي.

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال وویل:« نړۍ متوجه ده، ستاسو دغه وخت نه شي زغملی، کوښښونه یې پیل کړي دي، چې دا نظام ګډوډ کړي. په دې نظام پسي سپکې سپوري وايي.»

پر همدغه مهال نوموړي یوځل بیا پر «اسلامي او شرعي نظام» ټینګار وکړ او وې ویل، چې یو شمېر کسان هڅه کوي د ډېموکراسۍ نظام بیرته راوګرځوي.

ملا هبت‌الله اخوندزاده د خپلو خبرو پرمهال وویل:«وړونو دا اسلامي او شرعي نظام دی، دا د ډېموکراسۍ نظام نه دی، دلته په دې ځای کې د ډېموکراسۍ نظامونه تېر شوي دي، نو د هغو نظامونود بیرته راوستلو لپاره خلک کوشش کوي.»

همدارنګه نوموړي زیاته کړه:«ډېموکراسي د انسانت له نګاه څخه د کامیابۍ لاره نه ده، دغه اسلام یې د کامیابی لار ده، د مسلمانانو لپاره پکارده چې په دین او شرعیت ځان پوه کړي.»

ملا هبت‌الله دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نړۍواله ټولنه د طالبانو د حکومتدارۍ پر سیسټم سختې نیوکې لري، چې له امله یې هېڅ هېواد د یادې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

حامد کرزي په کابل کې له پخوانیو چارواکو او ځوانانو سره د اختر لمونځ ادا کړ

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د یو شمېر پخوانیو چارواکو او ځوانانو سره په کډه د لوی اختر لمونځ ادا کړ. کرزي پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د لمانځه ادا کولو وروسته د هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره دعاګانې وشوې.

نوموړي پر اېکس پاڼې د اختر لمانځه ادا کولو انځورونه هم خپاره کړي دي، چې له یو شمېر پخوانیو چارواکو او ځوانانو سره د اختر مبارکۍ په حال کې دی.

هغه هېله ښودلې چې ټول هېوادوال د اختر ورځې له خپلو کورنیو سره په خوښۍ او سوله کې تېر کړي.

طالبان نن په داسې حال کې اختر نمانځي چې د مکې او بیت المقدس تر څنګ په یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې تېره ورځ د اختر لومړۍ ورځ نمانځل شوې ده. د طالبانو دغه پرېکړې په کور دننه سخت غبرګونونه هم راپارولي دي.

امرالله صالح: ټول ګیدړان او طالبان سره یو ځای شوي دي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۱

د افغانستان د مخکني جمهوري نظام پخوانی مرستیال ولسمشر امرالله صالح وایي، چې غوښتل یې د طالـبانو د یوه محرم سند پر بنسټ د حزب التحریر، داعـش خراسان ډله او د طالـبانو ترمنځ توپیر روښانه کړم، خو خبر نه وم چې ټول ګیدړان سره یو ځای شوي دي.

هغه شنبه د (غبرګولي ۱۷مه) نېټه پر اېکس پاڼه لیکلي، طالبان دغه دواړه ډلې ( حزب التحریر او داعش خراسان ) د «سي ای اې» او «موساد» نیابتي ډلې ګڼي، خو اوس دوی خپله ثابتوي چې درې واړه یو دي.

صالح‌وایي: «وروسته مې پام شو، چې د حزب التحریر او داعش خراسان ډلې ډیر شمېر هغو غړو چې اېکس خواله رسنۍ کاروي، زما خبره ناسمه ثابته کړه، ځکه دوی وویل، مونږ د طالبانو وروڼه یو او تاسې یو جاسوس یاست، کوښښ مه کوه چې مونږ له یو بل جلا کړې».

د مخکني جمهوري نظام دا مرستیال زیاتوي. «دا هم هغه غږ دې چې اورېدل مې یې غوښتل، زه له تاسې سره ژمنه کوم چې هېڅکله به مو سره جلا نه کړم». صالح داسې مهال دا څرګندونې کوي چې دعش والې ډلې په تېرو نږدې څلور کلونو کې د طالبانو یو شمېر مهم غړي په خپلو بریدونو کې وژلي دي.

همدا راز طالبانو ادعا کړې چې داعش ډله یې په افغانستان کې سخته ځپلې او دغه ډلې د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې پناه ځایونه ترلاسه کړي‌ دي.

ملا حسن اخوند: ملایان باید د «اسلامي نظام» ساتنه او دفاع وکړي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۱

د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند ویلي، چې رسنۍ د دوی د نظام ضد تبلیغات کوي او د دغه ډلې اړوند ملایان باید د خپل نظام د ساتنې تر څنګ د دفاع لپاره هم هڅې وکړي. هغه د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۷مه) په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه په مراسمو کې دا څرګندونې کړي دي.

هغه زیاته کړې، رسنۍ د طالبانو لاسته راوړنې کوچنۍ منعکسوي او په اړه یې ناسم قضاوتونه هم کوي. د نوموړي په وینا، د دغه ډلې غړي باید رسنیو ته د دوی د «اسلامي نظام» د څراغ خاموشه کولو اجازه ور نه کړي. د طالبانو دې لوړ پوړي چارواکي په خپله اخریزه وینا کې له له عامو افغانانو غوښتي چې د دوی ملاتړ وکړي.

ملا حسن اخوند همدا راز بهر ته تللیو افغانانو څخه یو ځل بیا غوښتي،‌ څو افغانستان ته ورستانه شي. د ا‌په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې میلیونونه افغانان د اقتصادي کړکېچ، مرګونې ګواښونو او سیاسي بې ثباتۍ له کبله د لوېدیځ په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

همدا راز په ارګ کې د طالبانو د سترې محکمې رییس مولوي عبدالحکیم حقاني هم وینا کړې او ویلي یې دي، چې دنده یو امانت دی او باید په سمه توګه ترسره شي. هغه ټینګار کړی چې دغه ډلې په افغانستان کې «اسلامي قوانینو» په ښه توګه پلي کړي دي. هم مهاله بیا د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې دیني‌ عالمان نیوکې کوي چې د طالبانو ډېری چارې او پرېکړې له «شرعیت سره په ټکر» کې دي.

طالبان نن په داسې حال کې اختر نمانځي چې د مکې او بیت المقدس تر څنګ په یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې تېره ورځ د اختر لومړۍ ورځ نمانځل شوې ده. د طالبانو دغه پرېکړې په کور دننه سخت غبرګونونه هم راپارولي دي.

ملګري ملتونه: د افغانانو په ګډون ټوله نړۍ کې میلیونونه کډوال د لوی اختر نمانځلو توان نلري

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۲۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د لوی اختر په مناسبت په یو پېغام کې ویلي، چې د افغانانو په ګډون ټوله نړۍ کې میلیونونه کډوال د بېلابېلو ستونزو له امله د اختر خوښۍ نه شي نمانځلی.

نوموړي پر اېکس پاڼه په یوې وېډیوي پېغام کې، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د میلیونونو انسانانو د کډوالۍ سختو شرایطو ته اشاره کړې چې د جګړې له امله بې ځایه شوي او د اقتصادي ستونزو له کبله د لوی اختر د خوښیو نمانځلو وس نه لري.

د هغه په خبره، دا ډول کسان په افغانستان، غزه، سوډان او بنګله دېش په شمول په ناورین ځپلو سیمو کې ژوند کوي او د هغه جشنونو څخه محروم دي چې دوی یې مستحق دي.

هغه پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې د کډوالو او بې ځایه شویو کسانو د ژوند د ښه کیدو لپاره زیاتې هڅې وشي، او د دوی وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.