ملا حسن اخوند: ملایان باید د «اسلامي نظام» ساتنه او دفاع وکړي

د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند ویلي، چې رسنۍ د دوی د نظام ضد تبلیغات کوي او د دغه ډلې اړوند ملایان باید د خپل نظام د ساتنې تر څنګ د دفاع لپاره هم هڅې وکړي. هغه د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۷مه) په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه په مراسمو کې دا څرګندونې کړي دي.






