• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کریم خلیلي: دې اختر کې هم افغانان له مشروع نظام برې برخې دي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۵۸ GMT+۱

د افغانستان د مخکني جمهوري نظام پخواني مرستیال محمد کریم خلیلي د لوی اختر په مناسبت په یو پېغام کې ویلي، دا ځل بیا یو بل اختر په داسې وخت کې راځي چې افغانان د یو مشروع نظام له لرلو څخه بې برخې دي.

هغه زیاته کړې، چې واکمن طالبان د خپل ناقانونه موجودیت په درک کولو سره، هڅه کوي چې له مذهب څخه د وسیلې په توګه کار واخلي. نوموړی په ​​دې باور دی چې په افغانستان اوس مهال د داسې یو ډلې له لوري اداره کېږي چې د خلکو په رایه نه دي راغلي.

په پېغام کې راغلي، طالبانو د خلکو د لمنځه وړلو او ګواښلو کرغېړنې تګلارې پلي کړي دي. همدا راز یې ویلي، افغانستان اوس مهال له نړۍ والې ټولنې څخه جلا دی.

خلیلي، د نجونو پر زده کړو بندیز ، له سیاسي، ټولنیزو،‌ کلتوري او اقتصادي برخو څخه د هغوی محرومیدو ته هم اشاره کړې ده او دا یې لوی ظلم بللی دی.

د مخکني جمهوري نظام پخواني مرستیال په وینا، په هیواد کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو روانې سرغړونې په پراخه کچه لا هم دوام لري. هغه د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان لخوا په زوره د افغان کډوالو اېستل د یو بل ناورین د پیل کیدو لامل ګني.

کریم خلیلي د افغانانو د یووالي د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی او د ټولنیزو رسنیو له فعالینو یې غوښتي چې د کرکې د کرلو پر ځای یووالي ته وده ورکړي.

هغه په ​​ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د طالبانو سره د رضایت تګلاره بس کړي او له افغانانو سره د یو ډېموکراټیک او مشروع نظام په جوړولو کې مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

رشید دوستم: زه ټوکې نه کوم، دا ځل د سالنګ دښتې د طالبانو په انتظار کې دي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۱

د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم وايي، د طالبانو واکمني به یو ځل بیا ړنګه شي او خبرداری یې ورکړی، چې دا ډله به شمالي‌ ولایتونو څخه د وتو پر وخت بیا له سختو ګواښونو سره مخ شي. هغه دا څرګندونې د ترکیې په انقره ښار کې د لوی اختر د لمانځه پر مهال کړي دي.

نوموړي د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۱۶مه) زیاته کړې: «طالبان په شمال کې مات شوي، او بېرته د تګ ته لاره نه لري». مارشال دوستم طالبانو ته په خطاب کې وویل: «په تېر وخت کې به یې ویل د لیلې دښته کې څه وشول، خو دا ځل دې نه وایي د سالنګ دښته کې څه پېښ شول. دا دې هم نه وایی، چې د بادغیس دښتو کې به یې څه حال وي؟».

هغه ټینګار کړی،‌ چې طالبان به لکه د خپلې لومړۍ دورې په څېر یو ځل بیا له منځه ولاړ شي. د دوستم په خبره:«وطنوالو ډاډه اوسئ، طالبان به هماغسې لاړ شي لکه څنګه چې راغلي وو. زه ټوکې نه کوم».

د جنبش ګوند مشر ټینګار وکړ چې طالبان دا ځل د تېښتې هېڅ لاره نه لري. همدا راز مارشال دوستم د جمعې په ورځ د لوی اختر په مناسبت د اسلامي وحدت ګوند له مشر محمد محقق او له خپلو یو شمېر نورو پلویانو سره په انقره کې کتلي دي.

د مقاومت جبهې ملاتړ

مارشال دوستم په خپلو خبرو کې د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود څخه کلک ملاتړ اعلان کړ. د نوموړي په خبره: «موږ به له نظامي او مالي اړخه د د ځوان امر صاحب تر څنګ ودرېږو او هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ تر منځ بې ‌اتفاقي رامنځته کړي».

هغه د طالبانو پر ضد ټولې سیاسي او نظامي ډلې یووالي ته راوبللې او زیاته یې کړه: «نه ټرمپ، نه پوتین او نه د افغانستان ګاونډیان نور په طالبانو باور لري. د افغانان باید ډاډه وي، طالبان به همداسې اړ شي، لکه څنګه چې راغلي وو».

مارشال عبدالرشید دوستم په تېرو دوو لسیزو کې له طالبانو سره د اوږدې جګړې مخینه لري او اوس یې یو ځل بیا ژمنه کړې چې د هغوی پر وړاندې به ودریږي.

د واک ښودل او که له بیت المال څخه ناسمه ګټه: یوسف وفا د شمال پر فضا هلیکوپټر مانورې کوي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د بلخ د والي ویاند وايي، چې د دغه ډلې والي یوسف وفا د امنیت د خوندیتوب په موخه د بلخ پر فضا د ښار پر زړه د هلیکوپټر ګزمې وکړې. یو شمېر کسانو د طالبانو د بلخ پر والي نیوکه کړې، چې د خپل واک ښودلو په خاطر د خپل مشر له امره هم سرغړونه کوي.

په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) پر اېکس پاڼه د دغه ولایت د والي یوسف وفا د عکسونو په خپرولو سره لیکلي: «د شمال زړه کې د اختر تیاری»

نوموړي زياته کړې: « زړه سوانده رهبري د خپلو مومنو پرګنو د امنیت د لا خوندي کېدو او ښه ثبات په موخه د ښار پر زړه د هلیکوپټر په مټ مانورې.»

100%

پر طالبانو په خاص ډول هبت الله ته پر نژدې کس یوسف وفا نیوکې کيږي، چې د خپل واک ښودلو لپاره له مسولیت او بیت المال څخه ناسمه ګټه اخلي.

عام خلک په دې باور دي، چې ټولنه د اقتصادي ستونزو، لوږې، بې‌کاري، او ابتدایي خدمتونو له نشتوالي کړېږي، خو طالبان د بیت‌المال هلیکوپټرې د خپل واک ښودلو او سیاسي مانورو لپاره کارولي.

امرالله صالح وايي ماسک د ټرمپ له ادارې ووت خو د طالبانو د مالي تمویل مخه ونه نیول شوه

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۵۳ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د کنايي په ډول ویلي، چې د ټرمپ ادارې څخه د ایلن ماسک وتل موږ ته یوه پښېماني ده. نوموړي ویلي هغه ونه توانېد چې پر طالبانو د هرې اونۍ شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالره مرسته بندې کړي.

د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) پر اېکس پاڼه د کنایې په ډول د ویوک راماسوامي یادونه کړې او ويلي يې دي: «ویوک راماسوامي هوښیار و، چې ځان يې د ژورې لوبې څخه مخکي وژغوره.»

امرالله صالح لیکلي: «د ټرمپ له ادارې څخه د ایلن ماسک وتل موږ ته یواځي یوه پښېماني ده.»

نوموړي ویلي، چې دا زموږ لپاره یو افسوس دی.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایلان ماسک تر منځ لفظي شخړه د رسنيو سرټکي جوړ شوي.

ټرمپ د اې‌بي‌سي نیوز له خبریال سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې له ایلن ماسک سره خپله وروستۍ لفظي شخړه بې‌اهمیته وبلله.

د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال: په ۲۰۲۱ کې راغلي افغانان باید له دغه ایالت نه و ایستل شي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۰۰ GMT+۱

د امریکا د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال جېنټنر ډرامونډ ویلي، ټول هغه افغان کډوال چې په ۲۰۲۱ کال کې په دغه ایالت کې مېشت شوي، باید و ایستل شي. هغه ادعا کړې چې د دې کسانو په سمه توګه ارزونه نه ده شوې او ښايي د عامه خوندیتوب لپاره ګواښ وي.

ډرامونډ چې د یاد ایالت مشرۍ ته نوماند دی، ویلي چې د مالیه‌ورکوونکو د پیسو کارول د دې کډوالو مېشتېدو لپاره ناسم کار و. هغه همداراز، د افغانانو د مېشتېدو لپاره د د دغه ایالت د مخکېني مشر کوېن سټیټ پر پرېکړې نیوکه کړې ده.

ورته مهال،کوېن سټیټ بیا د ډرامونډ په ځواب کې کې زیاته کړې، هغه افغانان چې اوکلاهوما ته راغلي، په ډېر سختو شرایطو کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او اوس د ملاتړ مستحق دي، نه دا چې و ایستل شي.د ده په وینا، څوک چې د سياسي موخو لپاره داسې څرګندونې کوي، په حقيقت کې له ناسمو احساساتو او وېرې نه ګټه پورته کوي.

دې سره جوخت هغه بنسټونو چې د افغان کډوالو په مېشتېدو کې یې مرسته کړې، د امریکا د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال جېنټنر ډرامونډ دا څرګندونې غندلي او د اندېښنې وړ یې بللي دي.

د دې ترڅنګ د اوکلاهوما د کاتولیکانو خیریه بنسټ مشر د پاټریک راګلو وايي چې دا افغانان د تاوتریخوالي نه امریکا ته راغلي، نه دا چې دلته تاوتریخوالی راوړي. د هغه په وینا، د ډرامونډ خبرې غېرواقعي دي او یوازې د کرکې د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

د «کیر اوکلاهوما» یوه بنسټ ویرونیکا لیزور چې د مسلمانانو د حقونو لپاره مبارزه کوي، ویلي چې افغان کډوال له سختو امنیتي ارزونو نه تېر شوي دي. هغه زیاته کړې چې د څو کسانو د کړنو له امله باید د ټول قوم یا ټولنې په اړه قضاوت ونه شي.

هغه همداراز ټینګار کړی، ډېری هغه افغانان چې امریکا ته راغلي، له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله له جدي ګواښونو سره مخ وو او اوس په متحده‌ایالاتو کې د یوه خوندي ژوند په لټه کې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ د د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان ‌په لاسلیکولو سره د افغانانو په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو دغه هېواد ته د سفر بندیز ولګاوه. په دغه بندیز کې ایران، چاډ، د کانګو جمهوریت، استوايي ګینه، اریتریا، هایټي، میانمار، لېبیا، سومالیا، سوډان او یمن هېوادونه شامل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د قربانۍ څارویو کې د «کانګو تبې» د ګواښ خبرداری ورکړ

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان څانګې، د لوی اختر د قربانۍ په ورځو کې د کانګو خطرناکې تبې د خپرېدو په تړاو خبرداری ورکړی او د مخنېوي لپاره یې افغانانو ته یو لړ سپارښتنې کړي دي.

دې سازمان ویلي، خلکو ته په کار ده چې د قربانۍ څاروي باید په خلاص، پاک او د کورنۍ له غړو لیرې ځایونو کې حلال کړي، څو د دې وژونکې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي. د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې، چې د څارویو له وینې او نورو مایعاتو سره د د تماس مخنیوي لپاره باید خلک له ماسک، دستکشو او د بدن د پټولو لپاره له اړونده چپن ډوله توکو څخه کار واخلي.

دغه سازمان زیاته کړې، د قربانۍ پر مهال باید روغتیایي تدابیر ونیول شي، ځکه دا تبه د څارویو د ناروغیو له لارې انسان ته انتقالېږي او ډېر ژر خپرېږي. د روغتیا نړیوال سازمان په خپل پېغام کې چې د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۷مه) د لوی اختر سره هم مهاله خپور شوی، ټینګار کړی چې د څارویو د حلالېدو او غوښې د پرې کولو ځایونه باید پاک وساتل شي.

طالبانو د نړۍ د ډېرو اسلامي هېوادونو خلاف لوی اختر د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۷مه) ونمانځه. دا اختر په سعودي عرب، ترکیه، سوریه او نورو هېوادونو کې د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۱۶مه) پیل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان همدا راز، له افغانانو غوښتي چې کړې د قربانۍ څارویو پاتې شوني فاضله مواد باید په بندو کڅوړو او ځانګړو ځایونو کې واچوي، څو خپل چاپېریال پاک او خوندي وساتي.