• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روغتیا نړیوال سازمان د قربانۍ څارویو کې د «کانګو تبې» د ګواښ خبرداری ورکړ

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۵۷ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان څانګې، د لوی اختر د قربانۍ په ورځو کې د کانګو خطرناکې تبې د خپرېدو په تړاو خبرداری ورکړی او د مخنېوي لپاره یې افغانانو ته یو لړ سپارښتنې کړي دي.

دې سازمان ویلي، خلکو ته په کار ده چې د قربانۍ څاروي باید په خلاص، پاک او د کورنۍ له غړو لیرې ځایونو کې حلال کړي، څو د دې وژونکې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي. د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې، چې د څارویو له وینې او نورو مایعاتو سره د د تماس مخنیوي لپاره باید خلک له ماسک، دستکشو او د بدن د پټولو لپاره له اړونده چپن ډوله توکو څخه کار واخلي.

دغه سازمان زیاته کړې، د قربانۍ پر مهال باید روغتیایي تدابیر ونیول شي، ځکه دا تبه د څارویو د ناروغیو له لارې انسان ته انتقالېږي او ډېر ژر خپرېږي. د روغتیا نړیوال سازمان په خپل پېغام کې چې د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۷مه) د لوی اختر سره هم مهاله خپور شوی، ټینګار کړی چې د څارویو د حلالېدو او غوښې د پرې کولو ځایونه باید پاک وساتل شي.

طالبانو د نړۍ د ډېرو اسلامي هېوادونو خلاف لوی اختر د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۷مه) ونمانځه. دا اختر په سعودي عرب، ترکیه، سوریه او نورو هېوادونو کې د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۱۶مه) پیل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان همدا راز، له افغانانو غوښتي چې کړې د قربانۍ څارویو پاتې شوني فاضله مواد باید په بندو کڅوړو او ځانګړو ځایونو کې واچوي، څو خپل چاپېریال پاک او خوندي وساتي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پخواني افغان پوځ لوی درستيز د طالبانو له لورې د پخوانيو سرتیرو نیول د اندېښنې وړ ګڼلي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۱

د پخواني افغان پوځ لوی درستیز هیبت الله علیزي د لوی اختر د مبارکۍ په يوه پيغام کې وايي: «د فردي ازاديو محدودول، د ښځو د حقونو جدي نقض او د پخوانيو سرتيرو نیول او ځورول د جدې اندېښنې وړ دي.» نوموړي په هیله مندۍ زياته کړې: «خو وضعیت تغيریږي.»

د افغانستان د پرځيدلي جمهوريت وروستي لوی درستیز هیبت الله علیزي د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) پر خپله اېکس پاڼه ټولو افغانانو د اختر مبارکي ویلې.

نوموړي ویلي:«د تېر په څېر د خوښۍ په فرصتونو کې هم زیاتره هېوادوال، په ځانګړي توګه افغان مېرمنې او نجونې، غمجنې او دردمنې دي.»

نوموړي د طالبانو له لورې پر ټولنیز ژوند بندیزونو، د ښځو د حقونو نقض او د پخوانيو افغان سرتيرو ځورول د اندېښنې وړګڼلي.

نوموړي د اختر په د مبارکۍ په پيغام کې د پخوانيو سرتيرو د نیولو د شمېر او نورو برخو کې جزيات نه دي وړاندي کړي.

یو شمېر سیاسیونو او بنسټونو پر طالبانو پرله پسې نیوکه کړې، چې واک ته له رسېدو را وروسته دغه ډلې د خپل مشر د عمومي بښنې سره سره بیا هم پخواني افغان سرتيري وژلي، شکنجه او زنداني کړي دي.

له پاکستانه د مولوي کبیر مننه؛ وایي، د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر کې یې نرمښت راوستی

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، چې د پاکستان څخه د افغان کډوالو ‌ په زوره د اېستل کېدو بهیر کې پاکستاني چارواکو نرمښت او کموالی راوړی دی.

د یادې ډلې د دغه وزارت خبرپاڼه کې راغلي، مولوي کبیر په سپیدار ماڼۍ کې د لوی اختر په مناسب جوړه شوې غونډه کې چې طالب لوړپوړو چارواکو او د ځینو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو په کې برخه اخیستې وه، وویل: «د افغانانو له کوربه هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې له صبر او زغم څخه کار واخلي».

هغه زیاته کړې: «« مونږ د پاکستاني چارواکو مننه کوو چې د افغان کډوالو پر وړاندې یې زور زیاتی کم کړی او په جبري توګه د اېستلو په لړۍ کې یې کمښت راوړی دی».

هغه د بشري مرستو په نه سیاسي کولو هم ټینګار کړی او په مرستندویه ادارو یې غږ وکړ چې راستنو شویو کډوالو ته د سرپناوو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر په داسې حال کې له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو په ستنولو کې د کمښت او نرمښت خبره کوي، چې دغه هېواد هره ورځ په سلګونه کډوال نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته لېږدوي.

د یادولو وړ ده، چې یوازې تېره ورځ پاکستان حکومت ۹۱۲ تنه افغان کډوال د تورخم او انګور اډې له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د معلوماتو له مخې په دغه لېږدول شویو کې ۹۶ تنه د (ACC) کارت لرونکي او ۸۲۶ نور نااسناده کډوال شامل وو. د رسمي شمېرو له مخې پاکستان د روان زېږدیز کال د اپرېل میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د اېستل کیدو‌په دویم پړاو کې شاوخوا ۲۰۰زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

په افغانستان کې د روان بشري کړکېچ په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راتلونکې ناسته

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۵۲ GMT+۱

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په روانه میاشت کې د افغانستان په تړاو یوه لویه ناسته وکړي. په دې ناسته کې به د بشري وضعیت، د ښځو حقونو او له طالبانو سره د نړۍوالو د تعامل بهیر و ارزول شي.

د پلان له‌مخې، دا ناسته به یوه علني برخه ولري او ورپسې به دبندو دروازو تر شا مشورې وشي. په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی، د ملګرو ملتونو د ښځو چارو اجراییوي رییس او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) یو لوړ پوړی چارواکی ویناوې وکړي.

د اوچا د وروستي راپور پر بنسټ، تر۲۳ مېلیونه ډېر افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د بودیجې کمښت له امله دا مرستې په جدي توګه کمې شوې دي.

همداراز، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر، افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې خبرداری ورکړی و چې یو شمېر مرسته‌رسوونکي بنسټونه اړ شوي چې خپل نیمایي کارمندان له دندو ګوښه کړي. د هغه په وینا، په وروستیو اوونیو کې ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

د ټرمپ دولت له‌خوا افغانستان ته د بشرپاله مرستو د بشپړ بندښت پرېکړې هم دغه کړکېچ لا پسې ناوړه کړی دی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د امریکا له مرستې پرته به په مېلیونونو افغانان له مرستې بې‌برخې شي.

بل‌خوا، د یوناما د دفتر تازه راپور ښيي چې طالبان د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون په سېستماتیک ډول د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې پلی کېږي. دغه قانون د ښځو شخصي ازادي، اقتصادي فعالیتونه او عامه خدماتو ته لاس‌رسی محدود کړی دی.

دغه‌راز، د طالبانو د امربالمعروف غړو کلینیکونو، هټیو، دولتي دفترونو او ټکسیانو ته امر کړی چې له محرم پرته ښځو ته خدمات وړاندې نه کړي.دا اقدام د بشري حقونو سرغړونه ګڼل کېږي او د مرسته‌رسوونکو سازمانونو فعالیتونه یې هم له خنډ سره مخ کړي دي.

یوناما په وار-وار پر طالبانو غږ کړی چې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي او د افغانستان نړۍوالو مکلفیتونو ته درناوی وکړي.

په داسې حال کې چې طالبان د نړۍوالې رسميت پېژندنې په لټه کې دي، ځیني هېوادونه لکه روسیه له دې ډلې سره د نږدې کېدو هڅې کوي.روسیه نه یوازې دا چې نور طالبان ترهګره ډله نه ګڼي، بلکې ډیپلوماټیکې اړیکې یې د سفیرانو کچې ته هم لوړې کړې دي.

ورته مهال، له طالبانو سره د چلند په اړه د امنیت شورا د غړو ترمنځ نظرونو اختلافات دوام لري. لوېدیځ هېوادونه غواړي طالبان دې نړیوالو اصولو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي، خو چین او روسیه غواړي چې له دې ډلې سره اقتصادي مرستې له کوم شرط او ځنډ پرته دوام ولري.

دې سره جوخت، د افغانستان لپاره د سیاسي لارې نقشې په تړاو خبرې‌اترې دوام لري او تمه کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکتور په څېر پر مهمو مسایلو د دوحې کاري ټیمونه جوړ شي.

اسراییل د لوی اختر پر ورځ بیا بې‌ځایه فلسطینیان له کورونو ایستلي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۳۹ GMT+۱

اسراييلي پوځ د لوی اختر د لمانځنې پر ورځ، د غزې په شمال کې د بې‌ځایه شوو فلسطینیانو له مېنو د خلکو د ایستلو امر کړی، اسراییل غواړي چې په دغه سیمو هوایي بریدونه وکړي.

د پوځ ویاند اویخای ادرعي د څو بلاکونو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د غزې لوېدیځ ته ووځي، او دا یې د برید مخکې "خبرداری" بللی دی.

دا سیمه هغه ځای دی چې پخوا هم خلک ترې شړل شوي وو او بیا ورته د لنډمهالي بېرته ستنېدو اجازه ورکړل شوې وه. اوس اسراییل یو ځل بیا خلک د هوایي بریدونو له وېرې شړلي، که څه هم د راپورونو له مخې، له دغو سیمو هېڅ راکټ نه‌دی توغول شوی.

له تېر اکتوبر راهیسې د اسراییل د بریدونو له امله شاوخوا ۵۴،۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. نړیوال سازمانونه خبرداری ورکوي چې د غزې محاصره شوې ټولنه د لوږې له شدید خطر سره مخ ده، خو اسراییل لا هم اوربند ته نه‌دي چمتو.

ټرمپ: د امریکا لوړپوړي اقتصادي چارواکي د چیني استازو سره د سوداګریزو خبرو لپاره لندن ته ځي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا، د امریکا د خزانې، سوداګرۍ او نړیوالو سوداګریزو اړیکو لوړپوړي چارواکي به د روان کال د جون په ۹مه، په لندن کې له چیني استازو سره د سوداګریزو اړیکو پر موضوع خبرې وکړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دټروت سوشل میډیا له لارې اعلان کړی چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسینټ، د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک، او د نړیوالو سوداګریزو اړیکو ځانګړی استازی، سفیر جېمیسن ګریر، به د دوشنبې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د جون په ۹مه، په لندن کې د چین له استازو سره د سوداګریزو خبرو په موخه وګوري.

ټرمپ ویلي، دا لیدنه د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریزو تفاهماتو د پراختیا لپاره ده او تمه لري چې دا خبرې "ډېرې ښې پر مخ لاړې شي."