اسراییل د لوی اختر پر ورځ بیا بېځایه فلسطینیان له کورونو ایستلي

اسراييلي پوځ د لوی اختر د لمانځنې پر ورځ، د غزې په شمال کې د بېځایه شوو فلسطینیانو له مېنو د خلکو د ایستلو امر کړی، اسراییل غواړي چې په دغه سیمو هوایي بریدونه وکړي.

اسراييلي پوځ د لوی اختر د لمانځنې پر ورځ، د غزې په شمال کې د بېځایه شوو فلسطینیانو له مېنو د خلکو د ایستلو امر کړی، اسراییل غواړي چې په دغه سیمو هوایي بریدونه وکړي.
د پوځ ویاند اویخای ادرعي د څو بلاکونو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د غزې لوېدیځ ته ووځي، او دا یې د برید مخکې "خبرداری" بللی دی.
دا سیمه هغه ځای دی چې پخوا هم خلک ترې شړل شوي وو او بیا ورته د لنډمهالي بېرته ستنېدو اجازه ورکړل شوې وه. اوس اسراییل یو ځل بیا خلک د هوایي بریدونو له وېرې شړلي، که څه هم د راپورونو له مخې، له دغو سیمو هېڅ راکټ نهدی توغول شوی.
له تېر اکتوبر راهیسې د اسراییل د بریدونو له امله شاوخوا ۵۴،۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. نړیوال سازمانونه خبرداری ورکوي چې د غزې محاصره شوې ټولنه د لوږې له شدید خطر سره مخ ده، خو اسراییل لا هم اوربند ته نهدي چمتو.

د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان لومړي وزير د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ليدنه کې د دوو اړخيزو اړیکو پر پياوړتيا او د همکارۍ پر زیاتولي خبرې کړي دي. پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې شریف د عربستان په بلنه په دوه ورځني سفر دغه هېواد ته تللی دی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) پر اېکس د ولیعهد محمد بن سلمان او شهباز شرف د لیدنې خبر ورکړی.
وزارت ویلي، چې دواړو لورو د اختر د مبارکۍ ترڅنګ د دوه اړخيزه همکاریو او په بېلابېلو برخو کې د پراختيا پر لارو چارو بحث کړی.
د معلوماتو له مخې، چې په ناسته کې د وروستيو سیمه ييزو پرمختګونو او د امنیت د تامین لپاره يې پر نویو هڅو هم خبري کړي.
پرون پنجشنبه پاکستاني رسنیو ویلي وه، چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني سفر په موخه سعودي عربستان ته ځي.
دغو رسنیو ویلي، چې شریف به د سوداګرۍ همکاري، پانګونې فرصتونو او د اسلامي هېوادونو د اړوندو موضوعاتو په تړاو خبرېاترې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا سفر کولای شي د سعودي عربستان د ۲۰۳۰ په پروګرامو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو نوې لارې پرانېزي.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا، د امریکا د خزانې، سوداګرۍ او نړیوالو سوداګریزو اړیکو لوړپوړي چارواکي به د روان کال د جون په ۹مه، په لندن کې له چیني استازو سره د سوداګریزو اړیکو پر موضوع خبرې وکړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دټروت سوشل میډیا له لارې اعلان کړی چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسینټ، د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک، او د نړیوالو سوداګریزو اړیکو ځانګړی استازی، سفیر جېمیسن ګریر، به د دوشنبې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د جون په ۹مه، په لندن کې د چین له استازو سره د سوداګریزو خبرو په موخه وګوري.
ټرمپ ویلي، دا لیدنه د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریزو تفاهماتو د پراختیا لپاره ده او تمه لري چې دا خبرې "ډېرې ښې پر مخ لاړې شي."

د افغانستان او پاکستان لپاره د اسوشيټيډ خبري اژانس خبرياله او د خبر مدیره ګيټي ګينن وايي، په افغانستان کې د بېلابېلو وسله والو ډلو شتون د سيمې امنیت ته یوه ننګونه ده. پر ګيټي ګينن په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د راپور ورکولو پر مهال برید شوی او پکې ټپي شوې وه.
د افغانستان او پاکستان لپاره د اسوشيټيډ خبري اژانس خبریالې او د خبر مديرې ګيټي ګينن د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) په اسلام اباد کې د سیمه ييزو مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه غونډه کې وویل: «که څه هم افغانستان ممکن ټولې وسله والې ډلې په خپله خاوره کې ونه غواړي او نه هم کابل ټولو ته بلنې ورکړي؛ خو بیا هم هغوی هلته شته.»
دغه غونډه د جيوپوليټيکي بدلونونه او امنيتي ننګونو» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د دغه مرکز د خبرپاڼې له قوله لیکلي، چې ګینن د پاکستان او افغانستان ترمنځ د باور بېرته راژوندي کولو پر اهمیت ټینګار کړی او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د وروستیو مثبتو پرمختګونو ستاینه یې کړې.
هغې ويلي: «که پاکستان له افغانستان سره د برابر شریک په توګه چلند وکړي، نو کولای شي پر افغان حکومت ښه نفوذ یا اغېز ولري.»
په خبر کې ویل شوي، چې هغې له اسلاماباد څخه وغوښتل څو د خپلو داخلي امنیتي ستونزو د حل لپاره، د یوې همغږې او اوږدمهاله ستراتیژۍ له لارې د ټولو ترهګریزو ډلو پر ضد اقدام وکړي.
د ګينن په خبره، چې پر افغانستان د چين د نفوذ د زياتېدو او ددې هېواد د کانونو د شتمنۍ اهمیت له کبله لا هم دغه هېواد د امریکا د پاليسي جوړونکو لپاره مهم دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني په دې ناسته کې افغانستان او پاکستان دوه ورورونه بللي، چې هر وخت یې یو د بل سره د اړتیا پر مهال مرسته کړې.
دراني وویل د پاکستان، افغانستان او چین ترمنځ د وروستۍ درې اړخیزې غونډې پر مهال دریو هېوادونو موافقه کړې، چې د ترهګرۍ په وړاندې به مبارزه کوي، د سیمې د هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې به هوښیار پاتې کېږي او د سیمې سوله او امنیت به خوندي ساتي.

د افغانستان له شمال نه سوېل ته د اوسپنې پټلۍ لویه ټرانزیټي پروژه چې د «کابل دهلېز» په نوم پېژندل کیږي، د سیمهییزو هېوادونو او نړۍوالو قدرتونو پام یې ځانته اړولی دی.
سپیشل یوراشیا وېبپاڼې د جمعې ورځ (غبرګولي ۱۶مه) په یوه څېړنیز راپور کې ویلي چې دا دهلېز کولای شي افغانستان د منځنۍ اسیا، پاکستان او هند ترمنځ پر یوې مهمې سوداګریزې لارې بدل کړي او د توکو د لېږد لګښت تر ۴۰ سلنې پورې ټیټ کړي.
د وېبپاڼې په وینا، که چېرې دا پروژه په بریالیتوب سره پلي شي، نو هرکال به د افغانستان له لارې تر ۲۰ مېلیونه ټنو پورې توکي لېږدول کیږي. ازبکستان، پاکستان، روسیه، قزاقستان او ایران د دې پروژې په بېلابېلو پړاوونو کې همکاري کړې ده.
د پروژې مخینه
د پروژې لومړی پړاو په ۲۰۱۰ کال کې د ازبکستان د اوسپنیزې پټلۍ له مزار شریف ښار سره وصل شوه. په راتلونکو کلونو کې ایران، ترکمنستان او نورو هېوادونو هم د دې لارې ځینې برخې جوړې کړې. په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان، پاکستان او ازبکستان د ترمز کابل-پېښور لارې لپاره یوه لار نقشه لاسلیک کړه. د همدغه کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دې ډلې ژمنه کړې وه چې د پروژې امنیت به ساتي.
فرصتونه
د دغه دهلېز له لارې به د منځنۍ اسیا هېوادونه سمندري بندرونو ته لاسرسی ومومي. همداراز په زیربناوو کې پانګونه کولای شي دندې رامنځته کړي او ورسره د افغانستان اقتصاد وده وکړي. افغانستان، ازبکستان او قزاقستان کولای شي په سیمهییز ټرانزیټ کې مهم رول ولوبوي.
ننګونې او اندښنې
دا پروژه د سیاسي او تخنیکي ملاتړ شتوالي باجود له جدي امنیتي ننګونو سره مخ ده. د داعش-خراسان (ISKP) ګواښ او طالبان په نړۍواله کچه په رسمیت پېژندل د یادې د پروژې تمویل او پلي کېدو لپاره لوی خنډونه ګڼل کېږي.
پروژه؛ څو سناریوګانې
راپور وايي که سیمهییزه همکاري دوام ومومي، نو د دې پروژې عملي کار به د ۲۰۲۵ کال تر پایه پیل شي، خو که چیرې امنیتي وضعیت ناوړه یا سیاسي شخړې ډېرې شي، نو ښایي دا پروژه ودرول شي یا نورو لارو ته واړوي.
شنونکي پر دې باور دي چې د کابل دهلېز د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی، خو بریالیتوب یې امنیتي ثبات، سیمهییزې همکارۍ او د طالبانو رژیم په محتاط مدیریت پورې اړه لري.

د امریکا متحده ایالتونو د ایران پر ضد تازه بندیزونه لګولي، دا په داسې حال کې چې د ایران او امریکا تر منځ د اټومي تړون د بیا پیل خبرو وضعیت لا هم ناڅرګند دی.
د متحده ایالاتو خزانې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بندیزونه پر ۱۰ افرادو او ۲۷ شرکتونو لګول شوي دي.
یاد بندیزونه نه یوازې د ایران شرکتونه نښه کوي، بلکې ځینې شرکتونه چې په متحده عربي اماراتو او هانګ کانګ کې فعالیت لري هم ترې اغېزمن شوي دي.
دغه بندیزونه داسې مهال لګول کېږي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي له تهران سره نوی اټومي تړون ترلاسه کړي.
