د افغانستان د ټرانزیټ اوسپنې پټلۍ پروژه؛ لوی اقتصادي فرصت که امنیتي ننګونه؟

د افغانستان له شمال نه سوېل ته د اوسپنې پټلۍ لویه ټرانزیټي پروژه چې د «کابل دهلېز» په نوم پېژندل کیږي، د سیمهییزو هېوادونو او نړۍوالو قدرتونو پام یې ځانته اړولی دی.
سپیشل یوراشیا وېبپاڼې د جمعې ورځ (غبرګولي ۱۶مه) په یوه څېړنیز راپور کې ویلي چې دا دهلېز کولای شي افغانستان د منځنۍ اسیا، پاکستان او هند ترمنځ پر یوې مهمې سوداګریزې لارې بدل کړي او د توکو د لېږد لګښت تر ۴۰ سلنې پورې ټیټ کړي.
د وېبپاڼې په وینا، که چېرې دا پروژه په بریالیتوب سره پلي شي، نو هرکال به د افغانستان له لارې تر ۲۰ مېلیونه ټنو پورې توکي لېږدول کیږي. ازبکستان، پاکستان، روسیه، قزاقستان او ایران د دې پروژې په بېلابېلو پړاوونو کې همکاري کړې ده.
د پروژې مخینه
د پروژې لومړی پړاو په ۲۰۱۰ کال کې د ازبکستان د اوسپنیزې پټلۍ له مزار شریف ښار سره وصل شوه. په راتلونکو کلونو کې ایران، ترکمنستان او نورو هېوادونو هم د دې لارې ځینې برخې جوړې کړې. په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان، پاکستان او ازبکستان د ترمز کابل-پېښور لارې لپاره یوه لار نقشه لاسلیک کړه. د همدغه کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دې ډلې ژمنه کړې وه چې د پروژې امنیت به ساتي.
فرصتونه
د دغه دهلېز له لارې به د منځنۍ اسیا هېوادونه سمندري بندرونو ته لاسرسی ومومي. همداراز په زیربناوو کې پانګونه کولای شي دندې رامنځته کړي او ورسره د افغانستان اقتصاد وده وکړي. افغانستان، ازبکستان او قزاقستان کولای شي په سیمهییز ټرانزیټ کې مهم رول ولوبوي.
ننګونې او اندښنې
دا پروژه د سیاسي او تخنیکي ملاتړ شتوالي باجود له جدي امنیتي ننګونو سره مخ ده. د داعش-خراسان (ISKP) ګواښ او طالبان په نړۍواله کچه په رسمیت پېژندل د یادې د پروژې تمویل او پلي کېدو لپاره لوی خنډونه ګڼل کېږي.
پروژه؛ څو سناریوګانې
راپور وايي که سیمهییزه همکاري دوام ومومي، نو د دې پروژې عملي کار به د ۲۰۲۵ کال تر پایه پیل شي، خو که چیرې امنیتي وضعیت ناوړه یا سیاسي شخړې ډېرې شي، نو ښایي دا پروژه ودرول شي یا نورو لارو ته واړوي.
شنونکي پر دې باور دي چې د کابل دهلېز د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی، خو بریالیتوب یې امنیتي ثبات، سیمهییزې همکارۍ او د طالبانو رژیم په محتاط مدیریت پورې اړه لري.