مودي: کشمیر د هند «تاج» دی د پهلګام برید به د کشمیر د پرمختیايي کارونو مخه ونه نیسي

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې د اورګاډي د یوې سترې پروژې د پرانېستلو پرمهال کشمیر د «هند تاج» وباله او وايي، د پهلګام ترهګریز برید به د دې سیمي د پرمختیايي کارونو مخه ونه نیسي.