• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: ایلان ماسک خپل عقل له لاسه ورکړی، زه ورسره د خبرو لېوالتیا نه لرم

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۲۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اې‌بي‌سي نیوز له خبریال سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې له ایلان ماسک سره خپله وروستۍ لفظي شخړه بې‌اهمیته وبلله. دا مرکه د جمعې په سهار (د غبرګولي ۱۶مه) یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ټرمپ او د ټېسلا شرکت د مشر ایلان ماسک تر منځ لفظي شخړه شوې وه.

ټرمپ د دې شخړې په اړه په بې‌پروایۍ سره څرګندونې وکړې او ویې ویل، داسې ښکاري چې هېڅ مهم څه نه دي پېښ شوي. کله چې له ټرمپ وپوښتل شول چې ایا له ماسک سره د خبرو لپاره کوم پلان لري، هغه په ځواب کې وویل: «ستا مطلب هغه سړی دی چې خپل عقل یې له لاسه ورکړی؟»

ټرمپ زیاته کړه چې دا مهال له ایلان ماسک سره د خبرو هېڅ ځانګړې علاقه نه لري. د نوموړي په وینا، دا ماسک دی چې هڅه کوي له ده سره خبرې وکړي، خو هغه لا چمتو نه دی چې دا ډول خبرې پیل کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دواړو مشهورو څېرو تر منځ سیاسي او شخصي اختلافات ورځ تر بلې ژورېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان: نړۍ د لوی اختر د نمانځلو په درشل کې ده خو اسراییل لاهم غزه بمباروي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۰۳ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان وایي، پداسې حال کې چې نړۍ د لوی اختر خوشالي نمانځي، اسراییلي ځواکونه په اشغال شوې غزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې خپل خونړيو بریدونو ته دوام ورکړی.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې اسراییل نه یوازې خلک بمباروي او بې‌ځایه کوي، بلکې د هغوی لوږه د جګړې د یوې وسیلې په توګه کاروي چې دا عمل یو ښکاره جنګي جنایت بلل کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي: «د ملکي وګړو لوږي ساتل، د هغوی د خوړو، درملو او اړینو خدماتو مخنیوی، د نړیوالو قوانینو له مخې یو جنګي جنایت دی. اسراییلي ځواکونه باید سمدستي دا کړنې ودروي.»

دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره او بې‌قید و شرطه د غزې محاصره پای ته ورسوي او د فلسطینیانو پر وړاندې روانه وژنه بنده کړي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کوي چې د بشري حقونو نړیوال اصول باید له سیاسي ګټو پورته وبلل شي او د فلسطین ولس باید نور د ناورین قرباني نه وي.

امریکا د افغانستان او اسراییل اړوندو دوسیو کې د جزا نړۍوالې محکمې پر ۴قاضیانو بندیز ولګاوه

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۲۷ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د جزا نړۍوالې محکمې (ICC) له‌خوا د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم او همداراز په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د «جنګي جنایتونو» د پلټنو اجازې له کبله تر بندیزونو لاندې راوستي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۱۶مه) پر اېکس پاڼه ولیکل: «نړۍواله جزایي محکمه باید پر امریکا او زموږ نږدې متحد اسراییل دغه بې‌ بنسټه سیاسي بریدونه پای ته ورسوي. نن مې پر څلورو قاضیانو بندیزونه ولګول؛ ځکه چې دوی د امریکا او اسراییل حاکمیت تر پښو لاندې کړی دی».

د روبیو په وینا؛ له دې ډلې دوه قاضیانو نړۍوالې محکمې ته اجازه ورکړې چې د امریکايي ځواکونو پر ضد په افغانستان کې پلټنې پیل کړي او دوه نورو بیا پر نتنیاهو او د اسراییل پخواني دفاع وزیر یواو ګالانت د نیولو «ناقانونه» حکمونه صادر کړي دي.

هغه له نړۍوالو متحدینو وغوښتل، چې «د دغه شرموونکي برید پر وړاندې یې ترڅنګ ودرېږي».

د جزا نړۍوالې محکمې مشرانو د امریکا دغه اقدام په کلکه غندلی او دا یې د یوه خپلواک نړۍوال قضایي بنسټ د کمزوري کولو هڅه بللې.

د امریکا له لوري تر بندیزونو لاندې راغلي قاضیان «سولومي بالونکو بوسا د یوګانډا، لوس ډل کارمن ابانز کارانزا د پیرو، رینه ادلاید سوفي الاپیني ګانسو د بینین او بټي هولر د سلوانیا هېواد» اوسېدونکی دي.

له دې ډلې بوسا او کارانزا چې له ۲۰۱۸ زېږدېز کال راهیسې د یادې محکمې غړي دي؛ په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د دغې محکمې لوی څارنوال کریم خان ته اجازه ورکړه، چې د امریکایي ځواکونو له لوري په افغانستان کې د شویو جنګي جنایتونو په تړاو پلټنې پیل کړي.

تر هغې وروسته چې طالبان بیا پر کابل واکمن شول، د جزا نړۍوالې محکمې د امریکايي ځواکونو پر ضد پلټنې محدودې کړې او تمرکز یې د افغانستان د پخواني حکومت او طالبانو ممکنه جنګي جنایتونو واړاوه.

سربېره پر دې دغه محکمې تېر کال د نومبر په میاشت کې پر بنیامین نتنیاهو، یواو ګالانت او د حماس ډلې پر یوه مشر ابراهیم المصری، د جنګي جنایتونو او د بشریت پر ضد جنایتونو د ادعاوو له امله د نیولو حکم صادر کړ.

مارکو روبیو ویلي، چې دا حکمونه د قاضیانو رینه الاپيني ګانسو او بټيهولر له‌خوا صادر شوي دي.

د امریکا دغه پرېکړه د بشري حقونو د بېلابېلو سازمانونو له‌خوا سخته غندل شوې ده.

لیز اونسن چې د بشري حقونو د څار بنسټ د نړۍوال عدالت څانګې مشره ده، دغه بندیزونه «د قانون د واکمنۍ پر ضد ښکاره برید» بولي.

نوموړې زیاته کړې: «دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ هم دننه په هېواد کې د قانون واکمني کمزورې کړې».

یاده دې وي، چې امریکا له دې وړاندې هم د جزا نړۍوالې محکمې دوه لوی څارنوالان فاتو بنسودا او پر کریم اسد احمد خان بندیزونه لګولي وو، چې د امریکایي ځواکونو د جنګي جنایتونو او د اسراییل د کړنو په اړه یې د پلټنو هڅه کړې وه.

پاکستان د هند له‌خوا د اوبو تړون ځنډېدو له امله د اسحاق ډار په مشرۍ یوه کمیټه جوړه کړه

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۴۶ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یوه کمیټه جوړه کړې؛ ترڅو د هند له‌خوا د اوبو تړون ځنډېدو پر وړاندې لاس په کار شي.

د پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د راپور له مخې؛ دغه کمیټه به د هند د اوبو تړون ځنډېدو پر وړاندې په ۷۲ ساعتونو کې د اوبو د پروژو لپاره سپارښتنې وکړي.

په راپور کې راغلي، چې کمیټه به د نویو بندونو د جوړولو لپاره د تمویل په اړه په ځینو تګلارو هم بیاکتنه وکړي.

راپور ریاتوي، سربېره پردې د څلورو صوبو سر وزیران به د کمیټې غړي وي؛ د ګلګت بلتستان سر وزیر او د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر لومړی وزیر هم په دغه کمیټه کې شامل دي.

د ټرمپ سره د شخړې له امله د اېلان ماسک شتمني «۳۴ مېلیارد» ډالره راټیټه شوې

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۱

د بلومبرګ د شتمنو کسانو د نوملړ له مخې؛ د ټسلا او سپېس‌ اېکس مشر اېلان ماسک د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د وروستیو شخړو له امله شاوخوا ۳۴ میلیارده ډالره شخصي شتمني له لاسه ورکړې ده.

د بلومبرګ راپور کې راغلي، دا د دې نوملړ په تاریخ کې دویم تر ټولو ستر مالي زیان دی چې یوازې د نومبر ۲۰۲۱ کال د هغې ورځې له ستر زیان سره پرتله کېدای شي، چې اېلان ماسک د خپلې شتمنۍ لویه برخه له لاسه ورکړه.

سره له دې چې دا تاوان ډېر ښکاري؛ خو د ماسک د ټولو شتمنیو پرتله یو وړوکی مقدار ګڼل کېږي. هغه لا هم د شاوخوا ۳۳۴ مېلیارده ډالرو خالصې شتمنۍ لرونکی دی او تر دې دمه د نړۍ تر ټولو شتمن انسان بلل کېږي.

د دغې شخړې تر څنګ د ټسلا د برېښنایي موټرو شرکت هم زیانمن شوی.

د پنجشنبې په ورځ د یاد شرکت ونډې ۱۴ سلنه راولوېدې، چې له امله یې د ټسلا بازار ارزښت تر ۱۵۰ مېلیارده ډالرو زیات کم شوی دی.

علي امین ګنډاپور: د عمران خان د خوشې کېدو هیڅ نښه نشته

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۲۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وایي، چې دوی له زندانه د تحریک انصاف ګوند د بنسټ اېښودونکي عمران خان د خوشې کېدو کومه نښه نه ویني. هغه زیاته کړه، چې دوی د احتجاج حق لري او په خپل ځواک سره به اوسنی نظام مات کړي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ له اډیاله زندانه بهر د عمران خان سره تر لیدنې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.

هغه ویلي:« اوسنی نظام باور لري، چې دوی کولای شي د زور په کارولو سره ملت غلام کړي.دوی باید پوه شي، چې موږ به د زور په وړاندې د زور او د ګولیو په وړاندې د ګولیو ځواب ورکړو. که څوک په ما ډزې وکړي، هغه کسان چې زما ساتنه کوي ځواب به یې ورکړي.»

هغه د عمران خان د خوشې کېدو په تړاو ویلي:« موږ داسې کومه نښه نه وینو، چې خان صاحب به خوشې شي. موږ د اعتراض حق لرو او موږ به په خپل ځواک سره دا نظام مات کړو.»