• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ سره د شخړې له امله د اېلان ماسک شتمني «۳۴ مېلیارد» ډالره راټیټه شوې

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۱

د بلومبرګ د شتمنو کسانو د نوملړ له مخې؛ د ټسلا او سپېس‌ اېکس مشر اېلان ماسک د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د وروستیو شخړو له امله شاوخوا ۳۴ میلیارده ډالره شخصي شتمني له لاسه ورکړې ده.

د بلومبرګ راپور کې راغلي، دا د دې نوملړ په تاریخ کې دویم تر ټولو ستر مالي زیان دی چې یوازې د نومبر ۲۰۲۱ کال د هغې ورځې له ستر زیان سره پرتله کېدای شي، چې اېلان ماسک د خپلې شتمنۍ لویه برخه له لاسه ورکړه.

سره له دې چې دا تاوان ډېر ښکاري؛ خو د ماسک د ټولو شتمنیو پرتله یو وړوکی مقدار ګڼل کېږي. هغه لا هم د شاوخوا ۳۳۴ مېلیارده ډالرو خالصې شتمنۍ لرونکی دی او تر دې دمه د نړۍ تر ټولو شتمن انسان بلل کېږي.

د دغې شخړې تر څنګ د ټسلا د برېښنایي موټرو شرکت هم زیانمن شوی.

د پنجشنبې په ورځ د یاد شرکت ونډې ۱۴ سلنه راولوېدې، چې له امله یې د ټسلا بازار ارزښت تر ۱۵۰ مېلیارده ډالرو زیات کم شوی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

علي امین ګنډاپور: د عمران خان د خوشې کېدو هیڅ نښه نشته

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۲۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وایي، چې دوی له زندانه د تحریک انصاف ګوند د بنسټ اېښودونکي عمران خان د خوشې کېدو کومه نښه نه ویني. هغه زیاته کړه، چې دوی د احتجاج حق لري او په خپل ځواک سره به اوسنی نظام مات کړي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ له اډیاله زندانه بهر د عمران خان سره تر لیدنې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.

هغه ویلي:« اوسنی نظام باور لري، چې دوی کولای شي د زور په کارولو سره ملت غلام کړي.دوی باید پوه شي، چې موږ به د زور په وړاندې د زور او د ګولیو په وړاندې د ګولیو ځواب ورکړو. که څوک په ما ډزې وکړي، هغه کسان چې زما ساتنه کوي ځواب به یې ورکړي.»

هغه د عمران خان د خوشې کېدو په تړاو ویلي:« موږ داسې کومه نښه نه وینو، چې خان صاحب به خوشې شي. موږ د اعتراض حق لرو او موږ به په خپل ځواک سره دا نظام مات کړو.»

د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنه وايي د افغان کډوالو ایستل له اخلاقي مسولیتونو سره خیانت دی

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۵۷ GMT+۱

د ایران ایراف اژانس په یوه خبر کې ویلی، چې د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې د ټرمپ د حکومت دا پرېکړه غندلې، چې د افغان کډوالو لپاره یې د لنډمهالي خوندي وضعیت لغوه کړی. دغه ټولنې دا د امریکا د اخلاقي او ملي مسولیتونو سرغړونه ګڼلې ده.

د ایران ایراف اژانس د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دې مدني ټولنې د امریکا له کانګرس څخه وغوښتل چې سمدلاسه دي د افغانانو د قانوني وضعت د سمون قانون تصویب کړي، ترڅو په دې هېواد کې مېشتو افغانانو ته د دايمي استوګنې د ورکولو لاره هواره شي.

د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنې د دولتي اړیکو د برخې مشر رابرټ اس مک کا خبردارۍ ورکړی: «کله چې لنډ مهاله خوندي وضعت موده د ۲۰۲۵ د جولای په میاشت کې پای ورسیږي نو زرګونه افغانان به بې برخلیکه پاتې شي.»

د رسمي شمېرو له مخې، دا پریکړه به د ښځو، ماشومانو او زيان منونکو خلکو په ګډون له ۱۱ زره څخه زیات کډوال اغېزمن کړي، چې ممکن د پراخې ناامنۍ، اقتصادي سقوط او د اساسي خدماتو د سخت نشتوالي سره افغانستان ته ستنیدو ته اړ کړل شي.

یادې ټولنې له دې وړاندې هم د ټرمپ د حکومت هغه پرېکړه غندلې وه چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د افغان او کامرون وګړو لپاره دلنډ مهاله خوندېتوب پروګرام لغوه اعلان کړی و.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی: «موږ د انساني کډوالۍ پالیسیو دفاع ته ژمن یو.»

دا پریکړه په داسې حال کې شوې ده، چې د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو واکمنۍ او په هیواد کې د بشري بحران په پام کې نیولو سره افغانستان ته د کډوالو جبري ستنېدل د نړیوال قانون څخه سرغړونه ده.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نویم اعلان وکړ، چې د متحده ایالاتو حکومت به په هیواد کې د میشتو افغان وګړو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام لغوه کړي.

د کورني امنیت وزارت په وینا، د دې پرېکړې عملي پلي کېدل به د ۲۰۲۵ د جولای مياشتي څخه پېل شي.

همداراز، دا پروګرام چې په ۲۰۲۳ کال کې غځول شوې و، ټاکل شوې چې د می میاشتي په ۲۰مه پای ته ورسيږي.

د سیاسي کشمکشونو په منځ کې د چین مخ پر زیاتېدونکی نفوذ

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۴۰ GMT+۱

پاکستان ټوډې ورځپاڼې په یوه مقاله کې د هند، افغانستان او پاکستان د اړیکو، ترنګلتیا او ناامنيو په منځ کې د چين مخ پر زياتېدونکي نفوذ ته اشاره کړې او د چين ملګرتيا يې د افغانستان په ګټه یاده کړې. ورځپاڼې ويلي، چې د اسلام اباد او کابل د اړیکو په رغولو کې د چين رول هند ناهیلی کړی.

پاکستان ټوډې د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه مقاله کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ د می میاشتې د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې وروسته، ډېرو کسانو دا اندېښنه لرله چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې د افغان حکومت سره د نوي ډیلي اړیکې نیول به داسې وي لکه پاکستان چې د دوو احتمالي دښمنانو ترمنځ راګیر شي.

د دوی په خبره، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر جېشنکر، بیا دا خبره تکرار کړه چې دوی به له افغانستان سره «که په هره بیه وي» اړیکې جوړوي.

د هند او طالبانو ترمنځ د دوه اړخيزو اړیکو ډېره تمه کېده؛ خو د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړیکو په رغولو کې د چين ښکيلتيا دا تمه کمه کړې.

د بیجینګ وروستی منځګړیتوب د هند هڅې په لوېدیځه پوله باندې تر سیوري لاندې راوستلې.

د چین، پاکستان او افغانستان درې‌اړخیزه ناسته، چې د مې په ۲۱مه په بیجینګ کې ترسره شوه د سیمې په سیاسي ډګر کې هیلې ژوندۍ کړې.

چین چې د څو اړخیزو همکاریو او د ګټو پرمختګونو اصولو ته ژمن دی، یو ځل بیا یې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د خبرو له لارې د سیمې اړيکې او سوله پياوړې کړه.

دغه ناسته دا پیغام ورکوي چې چین په نړیوال ډګر کې خپل نفوذ زیاتوي او غواړي د نرمو لارو په ملګرتیا سره د خپل «یو کمربند، یوه لاره»پروژه خوندي کړي.

پاکستان ټوډی ويلي، چې په وروستۍ درې‌اړخیزه ناسته کې پاکستان او افغانستان دې ته موافقه وکړه چې سفیران سره تبادله کړي، چې دوی تر ناستې وروسته عملي اقدام هم وکړ.

په خبر کې ویل شوي، چې سیمه له احتمالي کړکېچ سره مخ ده خو دغه ناستې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د باور د جوړېدو لپاره زمینه برابره کړه.

دوی ویلي، چې د افغانستان او چين اړيکې د افغانستان د ثبات، سیمه ييز یوالي او پرمختګ لپاره پراخ ظرفیت لري.

پاکستان ټوډی په خپل خبر کې زياتوي، چې کابل له ډېر وخته د نړیوالې ټولنې له‌خوا د رسمیت پېژندلو هڅه کوي؛ خو که دغه هېواد «د ترهګرۍ پر ضد جدي مبارزه، د مدني حقونو ساتنه، د نجونو پر مخ د زده کړو خلاصېدل او ټولشموله حکومت جوړ کړي او په خپلو پاليسو کې بدلون راولي نو د چين ملاتړ ورسره مرسته کولی شي.»

د پاکستان دغه خبري ادراې ویلي، چې په افغانستان کې بې ثباتۍ، قاچاق، د خلکو پراخه کډوالي او یو شمېر پلان شوي بریدونه د پاکستان لويدېځې برخې ناامنه کړي دي.

هند باید هم د چین له تګ لارې زده‌کړه وکړي:

له دې سره په درې‌ اړخیزه ناسته کې یو بل مهم پرمختګ دا و چې بیجینګ افغانستان د خپل «یو کمربند، یوه لار»پروژې برخه وګرځاوه.

د چین څو اړخیزه چلند د سیمې د پرمختګ او همکارۍ په برخه کې اوس د امریکا پر تسلط لرونکو اصولو مقابله کوي.

له هرې ورځې سره، ډېر هېوادونه د چین د نړیوالو بنسټونو او نوښتونو له لارې د دې هېواد تر اغېز لاندې راځي.

بیجینګ دا هڅه هم کوي چې خپل ځان د امریکا تر ولکې لاندې له ستراتیژیکو ځایونو له محتاجې څخه را وګرځوي.

امریکا او د هغه لوېدیځ متحدین دا تازه پرمختګونه له نږدې څاري او هڅه کوي چې چین د هند-ارام سمندر په سیمه کې د خپلو اتحادونو لکه «کواد»له لارې مهار کړي.

د امریکا له لورې پر نوي ډیلي (هند) باندې زیات باور او تکیه هم زیانمنه شوې، ځکه چې هند غوښتل په خپل وروستي پوځي اقدام کې د امریکا ملاتړ ترلاسه کړي، خو کله چې واشنګټن بې‌طرفي اعلان کړه، نو دغه هیله یې له منځه لاړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې بې‌طرفۍ له امله د هندي رسنیو له خوا په ځلونو سخته نیوکه شوې.

د ټرمپ او مېلیارډر ترمنځ ناندرۍ؛ لفظي شخړې لا زور واخیست

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۳۲ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ټېسلا شرکت اجراییوي رییس اېلن ماسک ترمنځ قوي لفظي شخړې زور اخیستی دی. ټرمپ ماسک ته خبرداری ورکړی چې صبر یې پای ته رسېدلی او د هغه له شرکتونو سره به دولتي قراردادونه له‌منځه یوسي.

دې سره جوخت اېلن ماسک د امریکا ولسمشر د څرګندونو په ځواب کې ویلي، د ټرمپ نوم د اپستین په جنجالي قضیه کې چې جنسي ځورونې پورې اړه لري، یاد شوی دی.

د نړۍ د یوه ځواکمن ولسمشر او د یوه لوی مېلیارډر ترمنځ د دې ناندریو په ترڅ کې د ټېسلا شرکت د ونډو ارزښت په ناڅاپي ډول ۱۷ سلنه ته لوېدلی دی.

ماسک د ټرمپ پخوانی ملاتړکوونکی و او د نوموړي په ټاکنیز کمپاین کې یې تر ۲۵۰ مېلیونه ډېر ډالر لګولي، خو اوس د هغه یو سخت انتقادکوونکی ګرځېدلی دی. د ټېسلا مشر د ټرمپ د مالیې قانون «ناسم او له غېرضروري امتیازاتو ډک» بللی چې په وینا یې، دا نور نه‌شي کولای دا وزغمي.

د متحده‌ایالتونو ولسمشر د نړۍ لوی شتمن په ځواب هغه ته د «لېوني» خطاب او ګواښ کړی چې د ماسک له شرکتونو سره به لوی دولتي قراردادونه له منځه یوسي. د ټرمپ په وینا، د ماسک د څرګندونو «حیران» کړی دی.

ټرمپ د جرمني له لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ سره د لیدنې پر مهال زیاته کړې چې پخوا یې له اېلن ماسک سره ښې اړیکې لرلې، خو اوس ډاډه نه دی چې دا اړیکې به دوام وکړي او که نه.

ټرمپ وویل: «ما او ماسک ښې اړیکه لرې، خو نه پوهېږم چې دوام به وکړي او که نه. هغه زما په اړه ډېرې ښې خبرې کړي، شخصاً خو یې لا تر اوسه بد نه دي ویلي، خو ښایي ژر یې ووایي. زه ترې ډېر ناهیلی یم. ما له هغه سره ډېرې مرستې کړې دي.»

د ټرمپ له څرګندونو سره هم‌مهاله، د ټېسلا شرکت مشر اېلن ماسک په خپله اېکس‌پاڼه کې پر هغه توندې نیوکې وکړې او ویې لیکل: «که زه نه وای، ټرمپ به ټاکنې بایللې وای. دا ډېره بې‌قدري ده.»

اوکرایني ځواکونو د روسیې د توغندیزې لېوا هدفونه ویشتي دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۱۲ GMT+۱

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز وايي، چې د جون په ۵مه نېټه اوکرایني ځواکونو د روسیې د بریانسک ولایت د کلینڅي ښار ته نږدې د روسیې د توغندیزو ځواکونو پر یوې نقطې توغندیز برید کړی دی.

په دغه برید کې د راپورونو له مخې، یو "اسکندر" ډوله توغندويي لانچر (توغندې‌ویشتونکی) بشپړ له منځه وړل شوی او دوه نور یې سخت زیانمن شوي دي. یاد هدف د روسیې د ۲۶مې توغندیزې لوا برخه و، چې د اوکراین پر خاوره د برید هڅه یې کوله، احتمالا هدف‌یې د کییف ښار و.

په خبرپاڼه کې راغلي:"دغه هدفونه د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو او امنیتي خدماتو د همغږو عملیاتو او موثرې کشفي استخباراتي چارې له لارې وویشتل شول."
د لوی درستیز د دفتر په وینا، په دې برید کې هیڅ ملکی تلفات نه‌دي رامنځته شوي، او د روسي ځواکونو د زیانونو ارزونه لا روانه ده.

یادونه باید وشي چې "اسکندر" د روسیې یو لنډ واټن لرونکی بالستیک توغندویي سیستم دی، چې د پوځي او بنسټیزو تاسیساتو پر ضد د دقیقو بریدونو لپاره کارول کېږي.