پاکستان د هند لهخوا د اوبو تړون ځنډېدو له امله د اسحاق ډار په مشرۍ یوه کمیټه جوړه کړه

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یوه کمیټه جوړه کړې؛ ترڅو د هند لهخوا د اوبو تړون ځنډېدو پر وړاندې لاس په کار شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یوه کمیټه جوړه کړې؛ ترڅو د هند لهخوا د اوبو تړون ځنډېدو پر وړاندې لاس په کار شي.
د پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د راپور له مخې؛ دغه کمیټه به د هند د اوبو تړون ځنډېدو پر وړاندې په ۷۲ ساعتونو کې د اوبو د پروژو لپاره سپارښتنې وکړي.
په راپور کې راغلي، چې کمیټه به د نویو بندونو د جوړولو لپاره د تمویل په اړه په ځینو تګلارو هم بیاکتنه وکړي.
راپور ریاتوي، سربېره پردې د څلورو صوبو سر وزیران به د کمیټې غړي وي؛ د ګلګت بلتستان سر وزیر او د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر لومړی وزیر هم په دغه کمیټه کې شامل دي.


د بلومبرګ د شتمنو کسانو د نوملړ له مخې؛ د ټسلا او سپېس اېکس مشر اېلان ماسک د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د وروستیو شخړو له امله شاوخوا ۳۴ میلیارده ډالره شخصي شتمني له لاسه ورکړې ده.
د بلومبرګ راپور کې راغلي، دا د دې نوملړ په تاریخ کې دویم تر ټولو ستر مالي زیان دی چې یوازې د نومبر ۲۰۲۱ کال د هغې ورځې له ستر زیان سره پرتله کېدای شي، چې اېلان ماسک د خپلې شتمنۍ لویه برخه له لاسه ورکړه.
سره له دې چې دا تاوان ډېر ښکاري؛ خو د ماسک د ټولو شتمنیو پرتله یو وړوکی مقدار ګڼل کېږي. هغه لا هم د شاوخوا ۳۳۴ مېلیارده ډالرو خالصې شتمنۍ لرونکی دی او تر دې دمه د نړۍ تر ټولو شتمن انسان بلل کېږي.
د دغې شخړې تر څنګ د ټسلا د برېښنایي موټرو شرکت هم زیانمن شوی.
د پنجشنبې په ورځ د یاد شرکت ونډې ۱۴ سلنه راولوېدې، چې له امله یې د ټسلا بازار ارزښت تر ۱۵۰ مېلیارده ډالرو زیات کم شوی دی.

د ایکانومېک ټاېمز په یوې مقاله کې راغلي، چې پاکستاني پوځیان د خپلو «ژورو سټراتېژیو» له مخې افغانستان د خپل کور شاته انګړ ګڼي او تر هغې پورې چې دا دریځ ختم نه شي؛ د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې نه رغېږي.
همدا راز ویل شوي، په داسې حال کې چې هند هڅه کوي له طالبانو سره خپلې اړیکې په نوې بڼه کې تعریف کړي؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ ترینګلتیاوې لا هم مخ په زیاتېدو دي. دا وضعیت نه یوازې د سیمې پر حالاتو؛ بلکې د مهمو لوبغاړو لکه هند، چین او ایران پر تعاملاتو هم مستقیم اغېز لري.
چین چې د پاکستان سټراتېژیک ملګری ګڼل کېږي، په تېرو میاشتو کې یې هڅه کړې چې د طالبانو او اسلاماباد تر منځ اړیکې ښې کړي.
چین د دواړو هېوادونو د چارواکو لپاره د څو اړخیزو ناستو کوربهتوب کړی او پاکستان یې هڅولی، چې کابل ته سفیر واستوي.
سیمهییز شنونکي باور لري، تر هغې چې د پاکستان پوځ افغانستان ته د یوې وسیلې او د واک لاندې سیمې په سترګه ګوري؛ دغه هڅې به کومه پایله ورنکړي.
د پاکستان پوځي مشران له کلونو راهیسې افغانستان د خپلې «ستراتېژیکې ژورې» برخه ګڼي؛ څو د هند پر وړاندې پیاوړې شي. دغه لیدلوری نه یوازې د افغانستان خپلواکۍ ته تاوان رسوي؛ بلکې د کابل-اسلاماباد ترمنځ د دایمي شخړې لپاره زمینه هم برابروي.
همدا دریځ لامل شوی، چې ان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د دواړو هېوادونو اړیکې د همغږۍ پر ځای، د دښمنۍ او بې باورۍ بڼه خپله کړي.
تېرې ډېسمبر میاشت کې د پاکستان هوایي بریدونو پر ډیورنډ کرښه ۴۶ ولسي افغانان ووژل. همداراز، له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو په افغانستان کې سخت ولسي غبرګونونه راوپارول او د دواړو هېوادونو اړیکې یې لا نورې هم خرابې کړې.
مقاله کاږي، هند چې له افغانستان سره ژور فرهنګي او تاریخي تړاو لري؛ هڅه کوي چې د نرمې ډیپلوماسۍ له لارې په نویو سیمهییزو معادلو کې خپل ځای وساتي.
هند چې پخوا د افغانستان د ډېموکراټیکو حکومتونو یو له اصلي ملاتړو څخه و، اوس له طالبانو سره محدوده اړیکې جوړوي. په همدې لړ کې یې د افغانانو لپاره د ویزو د ورکړې پروسه بیا پیل کړې او دواړو لوریو یو بل سره لیدنې کتنې هم کړې دي.
مقاله په پای کې کاږي، تر هغې چې د پاکستان پوځ د افغانستان په تړاو خپل تاریخي لیدلوری بدل نه کړي،؛د کابل او اسلام اباد ترمنځ به هېڅکله اړیکې ښې نه شي او نه به هم د سیمهییز ټیکاو لپاره هڅې کومه پایله ورکړي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وایي، چې دوی له زندانه د تحریک انصاف ګوند د بنسټ اېښودونکي عمران خان د خوشې کېدو کومه نښه نه ویني. هغه زیاته کړه، چې دوی د احتجاج حق لري او په خپل ځواک سره به اوسنی نظام مات کړي.
هغه دغه څرګندونې تېره ورځ له اډیاله زندانه بهر د عمران خان سره تر لیدنې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.
هغه ویلي:« اوسنی نظام باور لري، چې دوی کولای شي د زور په کارولو سره ملت غلام کړي.دوی باید پوه شي، چې موږ به د زور په وړاندې د زور او د ګولیو په وړاندې د ګولیو ځواب ورکړو. که څوک په ما ډزې وکړي، هغه کسان چې زما ساتنه کوي ځواب به یې ورکړي.»
هغه د عمران خان د خوشې کېدو په تړاو ویلي:« موږ داسې کومه نښه نه وینو، چې خان صاحب به خوشې شي. موږ د اعتراض حق لرو او موږ به په خپل ځواک سره دا نظام مات کړو.»

د ایران ایراف اژانس په یوه خبر کې ویلی، چې د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې د ټرمپ د حکومت دا پرېکړه غندلې، چې د افغان کډوالو لپاره یې د لنډمهالي خوندي وضعیت لغوه کړی. دغه ټولنې دا د امریکا د اخلاقي او ملي مسولیتونو سرغړونه ګڼلې ده.
د ایران ایراف اژانس د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دې مدني ټولنې د امریکا له کانګرس څخه وغوښتل چې سمدلاسه دي د افغانانو د قانوني وضعت د سمون قانون تصویب کړي، ترڅو په دې هېواد کې مېشتو افغانانو ته د دايمي استوګنې د ورکولو لاره هواره شي.
د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنې د دولتي اړیکو د برخې مشر رابرټ اس مک کا خبردارۍ ورکړی: «کله چې لنډ مهاله خوندي وضعت موده د ۲۰۲۵ د جولای په میاشت کې پای ورسیږي نو زرګونه افغانان به بې برخلیکه پاتې شي.»
د رسمي شمېرو له مخې، دا پریکړه به د ښځو، ماشومانو او زيان منونکو خلکو په ګډون له ۱۱ زره څخه زیات کډوال اغېزمن کړي، چې ممکن د پراخې ناامنۍ، اقتصادي سقوط او د اساسي خدماتو د سخت نشتوالي سره افغانستان ته ستنیدو ته اړ کړل شي.
یادې ټولنې له دې وړاندې هم د ټرمپ د حکومت هغه پرېکړه غندلې وه چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د افغان او کامرون وګړو لپاره دلنډ مهاله خوندېتوب پروګرام لغوه اعلان کړی و.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی: «موږ د انساني کډوالۍ پالیسیو دفاع ته ژمن یو.»
دا پریکړه په داسې حال کې شوې ده، چې د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو واکمنۍ او په هیواد کې د بشري بحران په پام کې نیولو سره افغانستان ته د کډوالو جبري ستنېدل د نړیوال قانون څخه سرغړونه ده.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نویم اعلان وکړ، چې د متحده ایالاتو حکومت به په هیواد کې د میشتو افغان وګړو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام لغوه کړي.
د کورني امنیت وزارت په وینا، د دې پرېکړې عملي پلي کېدل به د ۲۰۲۵ د جولای مياشتي څخه پېل شي.
همداراز، دا پروګرام چې په ۲۰۲۳ کال کې غځول شوې و، ټاکل شوې چې د می میاشتي په ۲۰مه پای ته ورسيږي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې په یوه مقاله کې د هند، افغانستان او پاکستان د اړیکو، ترنګلتیا او ناامنيو په منځ کې د چين مخ پر زياتېدونکي نفوذ ته اشاره کړې او د چين ملګرتيا يې د افغانستان په ګټه یاده کړې. ورځپاڼې ويلي، چې د اسلام اباد او کابل د اړیکو په رغولو کې د چين رول هند ناهیلی کړی.
پاکستان ټوډې د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه مقاله کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ د می میاشتې د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې وروسته، ډېرو کسانو دا اندېښنه لرله چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې د افغان حکومت سره د نوي ډیلي اړیکې نیول به داسې وي لکه پاکستان چې د دوو احتمالي دښمنانو ترمنځ راګیر شي.
د دوی په خبره، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر جېشنکر، بیا دا خبره تکرار کړه چې دوی به له افغانستان سره «که په هره بیه وي» اړیکې جوړوي.
د هند او طالبانو ترمنځ د دوه اړخيزو اړیکو ډېره تمه کېده؛ خو د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړیکو په رغولو کې د چين ښکيلتيا دا تمه کمه کړې.
د بیجینګ وروستی منځګړیتوب د هند هڅې په لوېدیځه پوله باندې تر سیوري لاندې راوستلې.
د چین، پاکستان او افغانستان درېاړخیزه ناسته، چې د مې په ۲۱مه په بیجینګ کې ترسره شوه د سیمې په سیاسي ډګر کې هیلې ژوندۍ کړې.
چین چې د څو اړخیزو همکاریو او د ګټو پرمختګونو اصولو ته ژمن دی، یو ځل بیا یې د اسلاماباد او کابل ترمنځ د خبرو له لارې د سیمې اړيکې او سوله پياوړې کړه.
دغه ناسته دا پیغام ورکوي چې چین په نړیوال ډګر کې خپل نفوذ زیاتوي او غواړي د نرمو لارو په ملګرتیا سره د خپل «یو کمربند، یوه لاره»پروژه خوندي کړي.
پاکستان ټوډی ويلي، چې په وروستۍ درېاړخیزه ناسته کې پاکستان او افغانستان دې ته موافقه وکړه چې سفیران سره تبادله کړي، چې دوی تر ناستې وروسته عملي اقدام هم وکړ.
په خبر کې ویل شوي، چې سیمه له احتمالي کړکېچ سره مخ ده خو دغه ناستې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د باور د جوړېدو لپاره زمینه برابره کړه.
دوی ویلي، چې د افغانستان او چين اړيکې د افغانستان د ثبات، سیمه ييز یوالي او پرمختګ لپاره پراخ ظرفیت لري.
پاکستان ټوډی په خپل خبر کې زياتوي، چې کابل له ډېر وخته د نړیوالې ټولنې لهخوا د رسمیت پېژندلو هڅه کوي؛ خو که دغه هېواد «د ترهګرۍ پر ضد جدي مبارزه، د مدني حقونو ساتنه، د نجونو پر مخ د زده کړو خلاصېدل او ټولشموله حکومت جوړ کړي او په خپلو پاليسو کې بدلون راولي نو د چين ملاتړ ورسره مرسته کولی شي.»
د پاکستان دغه خبري ادراې ویلي، چې په افغانستان کې بې ثباتۍ، قاچاق، د خلکو پراخه کډوالي او یو شمېر پلان شوي بریدونه د پاکستان لويدېځې برخې ناامنه کړي دي.
هند باید هم د چین له تګ لارې زدهکړه وکړي:
له دې سره په درې اړخیزه ناسته کې یو بل مهم پرمختګ دا و چې بیجینګ افغانستان د خپل «یو کمربند، یوه لار»پروژې برخه وګرځاوه.
د چین څو اړخیزه چلند د سیمې د پرمختګ او همکارۍ په برخه کې اوس د امریکا پر تسلط لرونکو اصولو مقابله کوي.
له هرې ورځې سره، ډېر هېوادونه د چین د نړیوالو بنسټونو او نوښتونو له لارې د دې هېواد تر اغېز لاندې راځي.
بیجینګ دا هڅه هم کوي چې خپل ځان د امریکا تر ولکې لاندې له ستراتیژیکو ځایونو له محتاجې څخه را وګرځوي.
امریکا او د هغه لوېدیځ متحدین دا تازه پرمختګونه له نږدې څاري او هڅه کوي چې چین د هند-ارام سمندر په سیمه کې د خپلو اتحادونو لکه «کواد»له لارې مهار کړي.
د امریکا له لورې پر نوي ډیلي (هند) باندې زیات باور او تکیه هم زیانمنه شوې، ځکه چې هند غوښتل په خپل وروستي پوځي اقدام کې د امریکا ملاتړ ترلاسه کړي، خو کله چې واشنګټن بېطرفي اعلان کړه، نو دغه هیله یې له منځه لاړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې بېطرفۍ له امله د هندي رسنیو له خوا په ځلونو سخته نیوکه شوې.