ملګري ملتونه: پر قاضیانو د امریکا بندیزونه د نړۍوال عدالت بنسټونه کمزوري کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر تورک د امریکا له خوا د جزا نړیوالې محکمې پر قاضیانو د بندیزونو لګولو په غبرګون کې ویلي، چې دغه بندیزونه د عدالت اصولو او د نړیوال قانون حاکمیت ته زیان رسوي.