• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزي په کابل کې له پخوانیو چارواکو او ځوانانو سره د اختر لمونځ ادا کړ

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د یو شمېر پخوانیو چارواکو او ځوانانو سره په کډه د لوی اختر لمونځ ادا کړ. کرزي پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د لمانځه ادا کولو وروسته د هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره دعاګانې وشوې.

نوموړي پر اېکس پاڼې د اختر لمانځه ادا کولو انځورونه هم خپاره کړي دي، چې له یو شمېر پخوانیو چارواکو او ځوانانو سره د اختر مبارکۍ په حال کې دی.

هغه هېله ښودلې چې ټول هېوادوال د اختر ورځې له خپلو کورنیو سره په خوښۍ او سوله کې تېر کړي.

طالبان نن په داسې حال کې اختر نمانځي چې د مکې او بیت المقدس تر څنګ په یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې تېره ورځ د اختر لومړۍ ورځ نمانځل شوې ده. د طالبانو دغه پرېکړې په کور دننه سخت غبرګونونه هم راپارولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: ټول ګیدړان او طالبان سره یو ځای شوي دي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۱

د افغانستان د مخکني جمهوري نظام پخوانی مرستیال ولسمشر امرالله صالح وایي، چې غوښتل یې د طالـبانو د یوه محرم سند پر بنسټ د حزب التحریر، داعـش خراسان ډله او د طالـبانو ترمنځ توپیر روښانه کړم، خو خبر نه وم چې ټول ګیدړان سره یو ځای شوي دي.

هغه شنبه د (غبرګولي ۱۷مه) نېټه پر اېکس پاڼه لیکلي، طالبان دغه دواړه ډلې ( حزب التحریر او داعش خراسان ) د «سي ای اې» او «موساد» نیابتي ډلې ګڼي، خو اوس دوی خپله ثابتوي چې درې واړه یو دي.

صالح‌وایي: «وروسته مې پام شو، چې د حزب التحریر او داعش خراسان ډلې ډیر شمېر هغو غړو چې اېکس خواله رسنۍ کاروي، زما خبره ناسمه ثابته کړه، ځکه دوی وویل، مونږ د طالبانو وروڼه یو او تاسې یو جاسوس یاست، کوښښ مه کوه چې مونږ له یو بل جلا کړې».

د مخکني جمهوري نظام دا مرستیال زیاتوي. «دا هم هغه غږ دې چې اورېدل مې یې غوښتل، زه له تاسې سره ژمنه کوم چې هېڅکله به مو سره جلا نه کړم». صالح داسې مهال دا څرګندونې کوي چې دعش والې ډلې په تېرو نږدې څلور کلونو کې د طالبانو یو شمېر مهم غړي په خپلو بریدونو کې وژلي دي.

همدا راز طالبانو ادعا کړې چې داعش ډله یې په افغانستان کې سخته ځپلې او دغه ډلې د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې پناه ځایونه ترلاسه کړي‌ دي.

ملا حسن اخوند: ملایان باید د «اسلامي نظام» ساتنه او دفاع وکړي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۱

د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند ویلي، چې رسنۍ د دوی د نظام ضد تبلیغات کوي او د دغه ډلې اړوند ملایان باید د خپل نظام د ساتنې تر څنګ د دفاع لپاره هم هڅې وکړي. هغه د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۷مه) په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه په مراسمو کې دا څرګندونې کړي دي.

هغه زیاته کړې، رسنۍ د طالبانو لاسته راوړنې کوچنۍ منعکسوي او په اړه یې ناسم قضاوتونه هم کوي. د نوموړي په وینا، د دغه ډلې غړي باید رسنیو ته د دوی د «اسلامي نظام» د څراغ خاموشه کولو اجازه ور نه کړي. د طالبانو دې لوړ پوړي چارواکي په خپله اخریزه وینا کې له له عامو افغانانو غوښتي چې د دوی ملاتړ وکړي.

ملا حسن اخوند همدا راز بهر ته تللیو افغانانو څخه یو ځل بیا غوښتي،‌ څو افغانستان ته ورستانه شي. د ا‌په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې میلیونونه افغانان د اقتصادي کړکېچ، مرګونې ګواښونو او سیاسي بې ثباتۍ له کبله د لوېدیځ په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

همدا راز په ارګ کې د طالبانو د سترې محکمې رییس مولوي عبدالحکیم حقاني هم وینا کړې او ویلي یې دي، چې دنده یو امانت دی او باید په سمه توګه ترسره شي. هغه ټینګار کړی چې دغه ډلې په افغانستان کې «اسلامي قوانینو» په ښه توګه پلي کړي دي. هم مهاله بیا د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې دیني‌ عالمان نیوکې کوي چې د طالبانو ډېری چارې او پرېکړې له «شرعیت سره په ټکر» کې دي.

طالبان نن په داسې حال کې اختر نمانځي چې د مکې او بیت المقدس تر څنګ په یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې تېره ورځ د اختر لومړۍ ورځ نمانځل شوې ده. د طالبانو دغه پرېکړې په کور دننه سخت غبرګونونه هم راپارولي دي.

ملګري ملتونه: د افغانانو په ګډون ټوله نړۍ کې میلیونونه کډوال د لوی اختر نمانځلو توان نلري

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۲۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د لوی اختر په مناسبت په یو پېغام کې ویلي، چې د افغانانو په ګډون ټوله نړۍ کې میلیونونه کډوال د بېلابېلو ستونزو له امله د اختر خوښۍ نه شي نمانځلی.

نوموړي پر اېکس پاڼه په یوې وېډیوي پېغام کې، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د میلیونونو انسانانو د کډوالۍ سختو شرایطو ته اشاره کړې چې د جګړې له امله بې ځایه شوي او د اقتصادي ستونزو له کبله د لوی اختر د خوښیو نمانځلو وس نه لري.

د هغه په خبره، دا ډول کسان په افغانستان، غزه، سوډان او بنګله دېش په شمول په ناورین ځپلو سیمو کې ژوند کوي او د هغه جشنونو څخه محروم دي چې دوی یې مستحق دي.

هغه پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې د کډوالو او بې ځایه شویو کسانو د ژوند د ښه کیدو لپاره زیاتې هڅې وشي، او د دوی وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ایران اسناد لرونکو افغان کډوالو ته د استوګنې اجازه ورکوي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۰۹ GMT+۱

د ایران اسلامي‌ جمهوریت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، چې د دغه هېواد د نافذه قوانینو له مخې هغو افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد لري د اوسېدو اجازه ورکول کېږي. نوموړې زیاته کړې، هغه افغانان به اېستل کېږي چې هېڅ ډول اسناد نه لري.

د مهاجراني په وینا، د ایران حکومت افغان کډوال په دوو برخو وېشلي چې یو یې اسناد لرونکي او بل یې بې اسناده هغوی دي. هغې زیاته کړې: «دولت هڅه کوي چې د اسنادو لرونکو مهاجرینو مساله، له هغو کسانو جلا وڅېړي چې قانوني اسناد نه لري».

ایراني رسنیو د مهاجراني له قوله لیکلي چې حکومت جدي هوډ لري، څو هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري له خپلې خاورې وباسي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ډېر شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل ته په خپلو استول شویو ویډیوګانو کې ادعا کړې، سره له دې چې ویزه او نور قانوني اسناد لري، خو بیا هم د ایران د پولیسو له لوري نیول شوي او له یاد هېواده اېستل شوي دي.

د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) مخکې ویلي وو، چې د روان زېږدیز کال د مې میاشتې په اوږدو کې «۱۵ زره او ۶۷۵ افغانې کورنۍ» په زوره له ایران څخه افغانستان ته ستنې شوې دي. له دې ور هاخوا له پاکستانه هم د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر خورا چټک شوی دی.

د رسمي شمېرو له مخې یوازې د روان زېږدیز کال له اپرېل میاشتې راهیسې پاکستان د بېلابېلو ایالتونو څخه ۲۰۰زره افغانان په زوره له دغه هېواده اېستلي دي. ویل کېږي طالبان په کور دننه دغو کډوالو ته د اسانتیاوو په برابرو کې پاتې راغلي او ورسره په هېواد کې بشري ناورین او د بې روزګارۍ کچه لا ډېره شوې ده.

له یادو دواړو هېوادونو بېرته د ستنو شویو افغانانو لپاره په خپل هېواد کې د سرپناوو نشتوالی، بې روزګاري او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو کمښت تر ټولو جدي ننګوونې دي.

کریم خلیلي: دې اختر کې هم افغانان له مشروع نظام برې برخې دي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۵۸ GMT+۱

د افغانستان د مخکني جمهوري نظام پخواني مرستیال محمد کریم خلیلي د لوی اختر په مناسبت په یو پېغام کې ویلي، دا ځل بیا یو بل اختر په داسې وخت کې راځي چې افغانان د یو مشروع نظام له لرلو څخه بې برخې دي.

هغه زیاته کړې، چې واکمن طالبان د خپل ناقانونه موجودیت په درک کولو سره، هڅه کوي چې له مذهب څخه د وسیلې په توګه کار واخلي. نوموړی په ​​دې باور دی چې په افغانستان اوس مهال د داسې یو ډلې له لوري اداره کېږي چې د خلکو په رایه نه دي راغلي.

په پېغام کې راغلي، طالبانو د خلکو د لمنځه وړلو او ګواښلو کرغېړنې تګلارې پلي کړي دي. همدا راز یې ویلي، افغانستان اوس مهال له نړۍ والې ټولنې څخه جلا دی.

خلیلي، د نجونو پر زده کړو بندیز ، له سیاسي، ټولنیزو،‌ کلتوري او اقتصادي برخو څخه د هغوی محرومیدو ته هم اشاره کړې ده او دا یې لوی ظلم بللی دی.

د مخکني جمهوري نظام پخواني مرستیال په وینا، په هیواد کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو روانې سرغړونې په پراخه کچه لا هم دوام لري. هغه د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان لخوا په زوره د افغان کډوالو اېستل د یو بل ناورین د پیل کیدو لامل ګني.

کریم خلیلي د افغانانو د یووالي د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی او د ټولنیزو رسنیو له فعالینو یې غوښتي چې د کرکې د کرلو پر ځای یووالي ته وده ورکړي.

هغه په ​​ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د طالبانو سره د رضایت تګلاره بس کړي او له افغانانو سره د یو ډېموکراټیک او مشروع نظام په جوړولو کې مرسته وکړي.