لېنډسي ګراهام: ټرمپ د ایران او اسرییل کړکېچ په ښه توګه مدیریت کړی

د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند یوه مشهور سناتور لېنډسي ګراهام ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې دمه د ایران او اسراییل ترمنځ روانه کشاله په هوښیارانه او ښه توګه مدیریت کړې ده.

د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند یوه مشهور سناتور لېنډسي ګراهام ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې دمه د ایران او اسراییل ترمنځ روانه کشاله په هوښیارانه او ښه توګه مدیریت کړې ده.
هغه زیاته کړې: «اسراییل اوس د سیمې په هوایي حریم بشپړ کنټرول لري او د ایران پوځي او علمي رهبري یې له منځه وړه ده».
سناتور ګراهام همداراز وویل، د ایران اټومي زېربناوو ته درانه زیانونه اوښتي؛ خو د «فردو تاسیسات» چې د ځمکې په ژورو کې موقعیت لري، هم باید تر بریدونو لاندې راوستل شي.
ګراهام په ټینګار سره وویل: «که غواړو د ایران د یورانیمو غني کولو پروګرام ته د پای ټکی کېږدو، باید له دغو تاسیساتو سره پرېکنده چلند وشي».
نوموړي وویل، یوازې د امریکا متحده ایالات دغه تخنیکي او پوځي وړتیا لري چې د فردو تاسیسات په نښه کړي.
د دغه امریکایي سناتور په خبره: «د متحده ایالتونو ډېری وګړي د ایران اټومي ګواښ د امریکا او اسراییل لپاره یو حیاتي او جدي ګواښ ګڼي. باید له ټول ځواک سره دې ماموریت ته داخل شو او دا دنده بشپړه کړو».


د افغان کډوالو د ستنولو د دویم پړاو په لړ کې، د پاکستان حکومت تېره ورځ ۸۳۷ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړي دي.
د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې په خپرو کړو معلوماتو کې راغلي، چې په لېږدول شویو افغان کډوالو کې ۲۲۷ تنه د (ACC) کارټ لرونکي او ۶۱۰ نور بې اسناده افغانان شامل دي.
دغه اداره زیاتوي، چې ۸۳۴ تنه یې د تورخم له لارې او ۳ تنه نور یې د انګور اډې له لارې افغانستان ته لېږدولي دي.
بلخوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې پر افغانستان د دې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې له ۵ میلیونو ډېر کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني زیاته کړې، دغه کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې اېستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
حقاني د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزون سره په خبرو کې وویل، چې د راستانه شویو کډوالو په منځ کې ۳۱۰ زره کورنۍ شاملې دي، چې له دوو میلیونو څخه ډېر کسان جوړوي.
هغه زیاته کړه، چې له دې سربېره له دوو میلیونو څخه ډېر نور بېرتهراستانه شوي کسان بې له کورنیو دي.
د هغه په وینا، واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو راهیسې ټول ټال ۵ میلیونه او ۲۰۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکيې د افغان کډوالو په جبري ډول د ستنولو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ په سلګونه افغانان تر نیولو وروسته افغانستان ته ستنوي.

اکسیوس راپور ورکړی، په داسې حال کې چې د ایران او اسراییل ترمنځ ترينګلتیا اوج ته رسېدلی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم په مستقیم ډول په جګړه کې د ګډون او په ایران کې د اټومي تاسیساتو د برید په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
د امریکایي سرچینو په وینا، ټرمپ په دې وروستیو کې له خپلو پوځي سلاکارانو څخه پوښتنه کړې، چې ایا د درنو بمونو (Bunker Buster) کارول کولی شي د ایران د غرونو لاندې په ژورو سیمو لکه، «فردو» تاسیسات ویجاړ کړي او که نه؟
د پنټاګون چارواکي وايي، دغه بمونه اړینه وړتیا لري؛ خو ټرمپ لا هم د دې برید د بریالیتوب لپاره زړه نا زړه دی، چې هسې نه امریکا په منځني ختيځ کې په اوږده جګړه کې ښکېله شي.
له همدې امله نوموړي لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
په ورته وخت کې د اسراییل چارواکو ویلي، چې که اړتیا پېښه شي، هغوی به حتی د امریکا له همکارۍ پرته هم وکولای شي د فردو اټومي تاسیسات سخت زیانمن کړي.
ځینې سرچینې وايي، چې اسراییل بدیلو انتخابونو ته هم ګوري لکه د اسراییل د ځانګړو ځواکونو عملیات، چې د ایران د هوایي حریم تر نیولو وروسته یې پلي کول عملي ښکاري.
په ورته وخت کې ټرمپ د خپل ځانګړي استازي له لارې ډیپلوماټیکې هڅې روانې ساتلې دي او د سوله ییزو حل لارو پر پرانيستې پاتې دو ټينګار کوي.
خو د امریکايي چارواکو په وینا، د تهران لپاره وخت په پای ته رسېدو دی او د پوځي اقداماتو په ګډون ټول انتخابونه پر مېز موجود دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د پوځ د مشر فیلډ مارشل عاصم منیر کوربه توب وکړ. دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د پوځ د مشر کوربهتوب په داسې حال کې کوي، چې له نوموړي سره لوړپوړي ملکي چارواکي مل نه دي.
له عاصم منیر سره د ټرمپ غرمنۍ د امریکا او پاکستان ترمنځ د پام وړ اړیکو پیاوړتیا ښيي، هغه اړیکې چې د ټرمپ د تېرې دورې او همدارنګه د پخواني ولسمشر جو بایډن په وخت کې تر ډېره خرابې شوې وې.
د همدې خرابو اړیکو له امله ټرمپ او بایډن د چین پر وړاندې د مقابلې د هڅو په ترڅ کې د هند ملاتړ کړی و.
پاکستاني چارواکو او کارپوهانو ویلي، چې تمه کېده مارشال منیر به پر ټرمپ فشار راوړي څو د ایران سره د اسراییل په جګړه کې برخه وانخلي او اوربند وغواړي. خو په واشنګټن کې د پاکستان سفارت په متحده ایالاتو کې د ایران د ګټو استازیتوب کوي، ځکه چې تهران له متحده ایالاتو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري.
د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند په ټینګولو کې د ټرمپ د رول ردول
کله چې سپینه ماڼۍ کې خبریالانو له ټرمپ څخه وپوښتل چې د پاکستان د پوځ له مشر سره له لیدنې څه غواړي، هغه وویل: «ښه، ما یوه جګړه ودروله. زه له پاکستان سره مینه لرم او زه فکر کوم نرېندرا مودي یو ډېر ښه سړی دی.»
هغه منیر ته په اشارې سره وویل: «ما د پاکستان او هند ترمنځ جګړه ودروله، خو دا سړی د پاکستان په استازیتوب، مودي د هند په استازیتوب او داسې نور د دې جګړې په مخنیوي کې ډېر اغېزمن وو.»
ټرمپ تېره میاشت وویل، چې اټومي وسله لرونکو هند او پاکستان وروسته له هغه جګړه ودروله کله چې هغه له دوی څخه وغوښتل چې د جګړې پر ځای سوداګرۍ ته پام وکړي.
خو د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وکرم مسري وویل، چې اوربند د هند او پاکستان د پوځونو ترمنځ د خبرو اترو له لارې ترلاسه شو، نه د امریکا د منځګړیتوب له لارې.
بلخوا بیا پاکستان د واشنګټن څخه د منځګړي رول لوبولو له امله مننه کړې ده.
د هند او پاکستان ترمنځ په تېرو لسیزو کې تر ټولو سخته جګړه د اپرېل په ۲۲مه په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو د برید وروسته پیل شوه، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول. نوي ډیلي د دې پېښې پړه په پاکستان کې پر مېشتو ترهګرو واچوله، خو اسلام اباد بیا دا تور رد کړ.
د اسیا پاسیفیک څېړنیز مرکز یو لوړپوړی غړی مایکل کوګلمن وویل، چې د هند او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې چې په وروستیو کلونو کې ښې شوې دي، که ټرمپ په اوربند کې د خپل رول په اړه څرګندونې ته دوام ورکړي، زیانمن کېدای شي.
کوګلمن وویل: «د هند لپاره اصلي پوښتنه دا ده چې تر کومه بریده کولی شي د امریکا او پاکستان همکاري او اړیکې وزغمي، پرته له دې چې دا همکاري د امریکا او هند اړیکو ته زیان ورسوي.»

د طالبانو د اقتصاد وزیر وایي، د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل پاتې کېدل په هېواد کې د بېوزلۍ او وزګاري د زیاتوالي لامل شوي دي. هغه په افغانستان کې د ناروې له شارژدافیر پیر البرټ الساس سره په لیدنه کې د بندیزونو د لرې کولو او د هېواد د اسعارو د زېرمو د خلاصولو غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د نږدې څلورو کلونو په تېرېدو سره په افغانستان کې فقر او لوږه زياته شوې ده.
نړۍوالو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان د یوې بشري فاجعې له ګواښ سره مخ دی او شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان اقتصاد له نړۍوالو بازارونو څخه قطع شوی او د بندیزونو له امله نشي کولی بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.
طالبانو په دې موده کې هڅه کړې، چې د کانونو په سکټور تمرکز وکړي ترڅو د کورنیو عوایدو او کارموندنې ستونزه حل کړي؛ خو تر اوسه په افغانستان کې د کانونو شرکتونو له خوا پانګونه محدوده ده او د لویو کانونو پروژو د پایلو ترلاسه کولو لپاره وخت نیسي.
په ورته وخت کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د صنعتي او خدماتي سکتورونو په پراختیا کې پاتې راغلی او د پراخې بېکارۍ ستونزه لا هم نه ده حل شوې.
وزګاري د دې لامل شوې، چې یو شمېر افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي.
طالبانو ژمنه کړې وه، چې د فارس خلیج هېوادونو کې به د افغان کارګرانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي؛ خو دغو هېوادونو د طالبانو غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
امریکا د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا ۳.۵ میلیارده ډالره د «افغان صندوق» په نوم اماني صندوق ته چې په سویس کې دی، انتقال کړي دي.
د دې شتمنیو د لاسرسي لپاره د طالبانو هڅې تر اوسه ناکامې شوې دي.
دا صندوق د افغانستان د اقتصادي ثبات د ملاتړ او د طالبانو د دې مالي سرچينو د لاس رسي د مخنيوي لپاره جوړ شوی.
دغه صندوق د یوه پلاوي له خوا څارل کېږي، چې غړي یې د امریکا، سویس او د افغانستان د پخواني حکومت دوه چارواکي انورالحق احدي او شاه محمد محرابي دي.
د نورو ۳.۵ میلیارد ډالرو برخلیک په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو له خوا د خسارې د ادعاوو له امله په شک کې دی.
دوی طالبان له القاعدې سره د دوی د ملګرتیا مسوول ګڼي، چې په نیویارک کې د نړۍوال سوداګریز مرکز په برجونو د بریدونو تر شا و.
د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې وویل، چې د دوی وزير دین محمد حنیف د ناروې له ډیپلومات سره د کتنې په جریان کې د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا او بشري مرستو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ادارو وغوښتل، چې د پراختیایي مرستو چمتو کولو، د راستنیدونکو کډوالو د ستونزو حل او د اقلیم د بدلون او طبیعي پېښو له ګواښونو سره د مقابلې پر برخو تمرکز وکړي.
حنیف د اقتصادي زېربناوو رامنځته کول او د پراختیایي پروژو پلي کول هم د بشري مرستو په اړه د افغانستان د انحصار کمولو او د خلکو د اقتصادي او معیشتي ستونزو د حل لپاره خورا مهم وګڼل.
د خبرپاڼې له مخې، د ناروې شارژدافیر ویلي چې هېواد به یې په ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان سره د ۸۰ میلیون ډالرو مرسته وکړي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس « کې سي اېن ای » د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند له قوله وایي، چې پر ایران د اسراییل برید غندي او دا یوه بې دلیله جګړه بولي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، « شمالي کوریا د اسراییل د پوځي برید په اړه جدي اندېښنه څرګندوي او په کلکه یې غندي.»
نوموړي زیاته کړه: «د اسراییل له خوا د ملکي وګړو وژنه، د انسانیت پر وړاندې د نه بخښلو وړ جرم دی.»
هغه وویل: «د اسراییل د دولت له خوا تمویل شوی د غېرقانوني ترهګرۍ عمل په منځني ختیځ سیمه کې د یوې نوې پراخې جګړې ګواښ زیاتوي.»