د اسراییل لومړی وزیر: د تهران له ډېکتاتورانو نه به د روغتون د برید پوره غچ اخلم

د پنجشنبې په سهار د (غبرګولي ۲۹مه) ایران په خپلو توغندیزو بریدونو کې د اسراییل بیرشبع ښار اړوند د «سروکا» روغتون په نښه کړ، چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول. د اسراییل لومړي وزیر پر اېکس پاڼه دا برید په سختو ټکو غندلی دی.
هغه لیکلي: «موږ به د دې برید پوره قیمت د تهران له ډېکتاتورانو واخلو».
د اسرایيل د بهرنيو چارو وزير ګېدعون سعار هم دغه برید ته سخت غبرګون ښوولی دی.
هغه هم لیکلي: «د ايران حکومت جنګي جنايتونه ترسره کوي او هيڅ سرې کرښې نه پېژني. دا کار ثبت شو».
همدا راز د اسراییل د روغتیا وزیر هم د «سروکا» پر روغتون برید «ترهګریز عمل» بللی او په ډاګه کړې یې ده، چې ایران د جګړې له سرو کرښو واوښت
