ایران د اسراییلو د بریدونو د ملاتړ له امله د جرمني سفیر احضار کړ

د ایران بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغه چې د جرمني لومړي وزیر د اسراییلو د وروستیو بریدونو ملاتړ وکړ په دغه هېواد کې د جرمني سفیر «مارکوس پوټزل» احضار کړ.

د ایران بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغه چې د جرمني لومړي وزیر د اسراییلو د وروستیو بریدونو ملاتړ وکړ په دغه هېواد کې د جرمني سفیر «مارکوس پوټزل» احضار کړ.
د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخې، ایران دا څرګندونې "غیر عاقلانه او غیر مسولانه" بللي او دا یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه یاده کړې ده.
په راپور کې راغلي، د بهرنیو چارو وزارت د جرمني لومړي وزیر د څرګندونو په اړه د تهران «سخت اعتراض» مارکوس پوټزل ته ورساوه، کوم چې هغه د نړیوال قانون ماتولو او د یو سوله اییز هېواد او حکومت په وړاندې د ځواک کارولو ضمني تایید وباله.
د جرمني د سفیر د احضار په نننۍ غونډه کې، ایران د ملګرو ملتونو د منشور د لاسلیک کونکي په توګه د جرمني په نړیوالې ژمنې ټینګار وکړ چې د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کونکو کړنو سره مخالفت وکړي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت دا ټینګار کړی چې د اسراییلو لخوا په ایران وسله وال برید په څرګنده توګه د ملګرو ملتونو د منشور د څلورمې او دوهمې مادې څخه سرغړونه ده او د یو سرغړونکي عمل یوه څرګنده بیلګه ده چې باید د ملګرو ملتونو د ټولو غړو هېوادونو لخوا وغندل شي.