د اسراییل په هېرزلیا کې د ناروې د سفیر په استوګنځي کې چاودنه شوې

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې نن ماښام د اسرایيل په هېرزلیا ښار کې، د ناروې د سفیر په استوګنځي کې چاودنه شوې ده.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې نن ماښام د اسرایيل په هېرزلیا ښار کې، د ناروې د سفیر په استوګنځي کې چاودنه شوې ده.
په یوه بیان کې وزارت څرګنده کړې:"موږ له سفارت سره نن شپه په تماس کې یو. د پېښې پر مهال د سفارت هېڅ کارکوونکی ژوبل شوی نه دی."
وزارت دا نه دي ویلي چې چاودنه څنګه یا ولې رامنځته شوې.
خو د عبراني رسنیو د راپورونو له مخې، پر دې استوګنځي لاس بم غورځول شوی و، چې له امله یې ودانۍ ته زیان اوښتی دی.


د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي چې د اسرایيل پوځي برید د ايران "خنداب درنو اوبو څېړنيز رياکټر" ته زيان اړولی دی. دا پروژه چې پخوا د "اراک رياکټر" په نوم پېژندل کېده، لا هم د جوړېدو په حال کې وه او تر اوسه یې فعالیت نه و پېل کړی.
دد اټومي انرژۍ نړیواله ادارېپه وینا، په برید کې هغه فابریکه هم زيانمنه شوې ده چې درنې اوبه (Heavy Water) تولیدوي.
اسرایيل په تېرو وختونو کې د ايران پر یوشمېر اټومي تاسیساتو بریدونه کړي دي.
په ۲۰۱۵ ز کال کې، د ايران او نړيوالو ځواکمنو هېوادونو تر منځ یو هوکړهلیک لاسلیک شو، چې له مخې یې د اراک رياکټر له سره طرحه شو، د هغه مرکزي برخهویستل شوه او کانکریټ پکې واچول شو، څو د وسلو د خپرېدو خطر کم شي.
ايران د ویانا مېشتې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته ویلي و چې دا رياکټر به په ۲۰۲۶ز کال کې عملي شي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په ایکس لیکلي:"موږ ته معلومات را رسېدلي چې د خنداب درنو اوبو څېړنيز رياکټر، چې لا تر اوسه فعاله شوی نه و، هدف ګرځېدلی دی. دا تاسیسات نه فعال و، نه پکې اټومي مواد موجود وو، نو کومه راډیویي فعاله اغېزه یې نه درلوده."
ادارې زیاته کړې:"که څه هم په لومړیو کې داسې ښکارېده چې د درنو اوبو د تولید نژدې فابریکه زيانمنه نه ده، خو اوسنی ارزښت ښيي چې د فابریکې مهمو ودانیو ته زيان رسېدلی، په ځانګړې توګه د تصفې واحد."

یونایټډ ایرلاینز او امریکن ایرلاینز اعلان کړی چې د اسرایيلو او ايران ترمنځ د راکټي توغندیزو بریدونو له امله، یې د منځني ختیځ پر لور الوتنې موقتي درولي دي.
د یونایټډ ایرلاینز په وینا، د نيویارک او دوبۍ ترمنځ یې ورځنۍ الوتنې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله ځنډولي، او دا الوتنې به "هغه مهال بیا پیل شي چې وضعیت خوندي شي."
د امریکن ایرلاینز شرکت هم اعلان کړی چې د فلاډلفیا او دوحې ترمنځ یې الوتنې تر ۲۲م جون پورې درولي، البته د "امنیتي اندېښنو" له امله.
دا پریکړې له هغه وروسته شوي، چې د جمعې ورځ د اسرایيلو د بریدونو له پیل سره، یونایټډ او ډیلټا دواړو خپل تلابیب ته الوتنې هم بندې کړې. دواړه شرکتونه یوازې تازه له اوږده ځنډ وروسته بېرته اسرایيلو ته الوتنو ته ستانه شوي وو.

د افغانې سندرغاړې زلاله هاشمې کورنۍ وايي، چې زلاله هاشمي ۱۵ ورځې وړاندي په کابل کې تښتول شوې. د هغې خاوند سید محسن هاشمي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې تر اوسه د هغې د ژوند او مرګ په اړه معلومات نشته او د پیدا کېدو ټولې هڅې يې ناکامه شوي دي.
د افغانې سندرغاړې زلاله هاشمي خاوند سید محسن هاشمي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) په یوه لېږلې ویډيو کې ویلي، چې ۱۵ ورځې وړاندې زلاله په کابل کې لادرکه شوې.
د نوموړي په خبره، چې زلاله هاشمې له خپل کور څخه د دوستانو کره تلله، چې ڼلېفونونه یې بند شوي او تر اوسه یې هيڅ معلومات نشته.
هغه زياته کړې: «زلاله هاشمي دوستانو سره تلله، چې ټلېفون يې خاموش شوی، ۱۵ ورځې کېږي، چې د پېدا کېدو کوښښ یې کوو، هیڅ معلومات یې نه شته.»
زلاله هاشمي په افغانستان کې د طلوع خصوصي ټلویزیون د «افغان ستوري» په سندريزو خپرونو کې هغه مهال مشهوره شوه، چې د لسګونو نارینه سندرغاړو له منځه دا لومړي پړاو ته ولاړه.
د هغې خاوند وايي، چې د پېدا کېدو پرله پسې هڅې يې ناکامه شوي او اوس ناهيلي شوي دي.
زلاله یو ۴ کلن زوی لري، چې کورنۍ يې وایي روغتیايي حالت يې سم نه دی.
سید محسن هاشمي نور جزيات نه دي ورکړي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ د کان دولتي شبکې سره په مرکه کې وویل چې د اسراییل پوځ «په سیستماتیک ډول» د ایران د وسلو یو لړ سیسټمونه په نښه کوي، چې غیر متعارف (غیري دوديزې وسلې) په کې شاملې دي.
بسیج د سپاه پاسداران نظامي څانګه ده او غیرې متعارف وسلو څخه یې موخه کيمياوي، بيولوژيکي یا اټومي وسلې دي.
نتنیاهو وویل چې اسراییل د بسیج ځواکونه په نښه کوي، چې د سپاه پاسداران ځواکونه دي، چې په ایران کې د لاریونونو د ځپلو له امله پیژندل کیږي.
هغه وويل: «موږ پر بسیج هم برید کړی دی. دا یو میلیوني کورنی امنیتي ځواک دی. موږ ورته درانه زیانونه اړولي او خپلو بریدونو ته به دوام ورکړو.»
د اسراییل لومړي وزیر ټینګار وکړ: «موږ هر څه چې لازم وي کوو او نور اقدامات هم پر لار دي.»
نتنیاهو وویل، چې له ایران سره جګړه به د هغو پاتې برمته شویو کسانو د بېرته راوستلو کې مرسته وکړي چې د حماس له خوا په غزه کې ساتل کېږي.
هغه زیاته کړه: «یوازنی واقعي عامل چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو مخه نیسي، همدغه برمته شوي کسان دي او زموږ عملیات به د نیول شویو کسانو په بیا ستنېدو کې مرسته وکړي؛ ځکه حماس پر ایران تکیه لري.»

عرب نیوز په یوه خبر کې ویلي، چې پر ایران د اسراییل له بریدونو سره هم مهاله ډېری افغانان د ایران څخه د تېښتې په هڅه کې دي. په خبر کې راغلي، چې د هرات او د مشهد ښار ترمنځ اصلي لار اسلام قلعه له پولې هره ورځ له ۱۵۰۰ څخه تر ۸ زره خلک افغانستان ته ستنېږي.
عبدالصبور صدیقي د تهران په یو پوهنتون کې د منځنيو ازموینو په منځ کې و، چې د اسراییل هوايي بریدونو په ښار کې ویجاړي پېل کړه.
نوموړي د ټولګۍ د ځنډېدو سره سم دستي پرېکړه وکړه، چې ایران پرېږدي او ۱۲۰۰ کلیومتره یې سفر وکړ ترڅو افغانستان ته ولاړ شي.
پر ایران د اسراییل هوايي بریدونه تېره اونۍ پيل شو، چې تل ابیب د ایران د مهم اټومي تاسیساتو، نظامي مشرانو او ساینس پوهانو په ګډون له ۱۲ څخه زياتې سيمې په نښته کړې.
اسراییل غواړي ایران د اټومي وسلو له جوړولو منعه کړي.
د تیرو اوو ورځو راهیسې دواړه هېوادونه یو پر بل بریدونه کوي، په خبر کې دا هم ویل شوي، چې د اسراییل پوځ له هغه وخت راهیسې په زیاتیدونکي ډول ملکي زیربناوې په نښه کوي.
په ایران کې افغان محصل صدیقي چې د کمپيوټر ساینس پوهنځي کې وو عرب نیوز ته وویل: « تېره اونۍ مو سم تلیفون او انټرنيټ نه درلود، د برېښنا قطعه کول زيات وه.»
نوموړي دا هم ویلي: «زما کورنۍ په هرات کې ده، زما د امنیت په اړه اندېښمنه وه. ما پرېکړه وکړه چې ووځم.»
نوموړی د زرګونو افغانانو له ډلې څخه دی، چې له جګړې له پيله هره ورځ له پولې اوړي.
په خبر کې راغلي، چې د هرات او د مشهد ښار ترمنځ اصلي لار اسلام قلعه له پولې هره ورځ له ۱۵۰۰ څخه تر ۸ زره خلک افغانستان ته ستنېږي.
په اسلام قلعه کې د یو روغتيايي مرکز روغتياپال وايي، چې په تېره اونۍ کې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو شمېر په ناڅاپي ډول ډېر شو، چې ډېرې کورنۍ هم په کې شاملې وې.
هغه زیاته کړه: «د اسلام قلعه له لارې هره ورځ راستنېدونکو افغانانو شمېر ۳ زره ته لوړ شوی او حتی کله نا کله ۸ زره ته رسيږي.»
عبدالبصیر قاضيزاده له تېرو دوو کلونو څخه په تهران کې کار کاوه نوموړی د دوشنبې په ورځ هرات ته ورسېد.
هغه وویل: «کله چې اسلام قلعه پولې ته ورسېدم ګڼه ګوڼه غيرې معمولي وه، د ایران په ټولو ښارونو په ځانګړې توګه په تهران کې ډېره وېره او اندېښنه خپره وه، ډېری افغانان هلته ژوند کوي يا کار کوي.»
د رسمي معلوماتو له مخې په کور دننه د څو لسیزو وسله والې جګړې په جریان کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال او کارګران په ګاونډي ایران کې میشت شوي دي.
ایران په نړۍ کې د افغانانو ترټولو لوی کوربه دی، چې ډیری یې په تهران کې ژوند کوي.
ځینو افغان کورنیو د جګړې له پیل راهیسې د ایران په پلازمېنه کې د خپلو خپلوانو سره اړيکې قطعه شوي.
همدا ډول ډېری کورنۍ په خپلو کې سره ورک شوي دي.