عراقچي: موږ د اسراییل روغتونونه نه په نښه کوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، چې هېواد یې «هیڅکله ملکي سیمې او په ځانګړې توګه روغتونونه نه په نښه کوي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، چې هېواد یې «هیڅکله ملکي سیمې او په ځانګړې توګه روغتونونه نه په نښه کوي.»
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې عراقچي د پنجشنبې په ورځ منلې وه چې ایران په اسراییل کې پر یوه روغتون توغندیز برید کړی دی.
عراقچي زیاته کړه، چې اسراییل په قصدي ډول په غزه کې روغتونونه په نښه کړي دي.
اسراییل تر دې وړاندې ویلي و، چې حماس د غزې روغتونونه د پوځي موخو لپاره کاروي.
له بل پلوه د ایران سرې میاشتې هم منلې، چې اسراییل په مستقیم ډول د ایران په روغتونونو برید نه دی کړی.


د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال سلام حنفي ویلي، هېڅ فرد او هېواد ته به اچازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو یا هم نورو بهرنیو هېوادونو پر ضد وکاروي. هغه دغه څرګندونې په چین کې د یوه نندارتون پر مهال کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالسلام حنفي د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۹مه) د چین او سوېلي اسیا نهم نړۍوال نندارتون کې د وینا پر مهال همدا راز د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په برخه کې د سیمې له هېوادونو سر پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال په وینا؛ افغانستان د چین په ګډون د سوېلي اسیا هېوادونو سره د کانونو استخراج، انرژۍ، ټرانزیټ، ټکنالوژۍ او سوداګرۍ په برخو کې همکارۍ ته لېواله دی.
سلام حنفي همدا راز د خپلې وینا پر مهال یادونه کړې، چې طالبانو په افغانستان کې عمومي بخښنه کړې او سرتاسري امنیت یې هم ټینګ کړی دی.
د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې هره ورځ د پخواني جمهوري نظام امنیتي منسوبین ځورل کېږي، زنداني کېږي او ان وژل کېږي. همدا راز په بېلابېلو ولایتونو کې جنایي پېښې ډېرې شوې دي.
طالبان چې له چین او مرکزي اسیا هېوادونو سره یې ګوتې خوږې کړې، غواړي په سیمه کې خپل اقتصادي او سوداګریز رول فعال وساتي؛ خو د دغه ډلې په رسمیت نه پېژندل یې پر وړاندې ستر خنډ دی.
که څه هم طالبان له خپلو ګاونډیانو او ځینو نورو اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو یادونه کوي؛ خو لا تر اوسه یې هېڅوک هم په رسميت نه پېژني.

د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په تخار ولایت کې د طالبانو یوې ابتدایه محکمې په دغه ولایت کې درې سیمهییز خبریالان چې له هېواده بهر د یوې رسنۍ سره د همکارۍ په تور نیول شوي وو؛ بې ګناه اعلان کړل.
د دغه مرکز په وینا؛ نصرت الله ابراهیمي، منیر هدف او اسدالله تیمور له یوې میاشتې څخه زیات د طالبانو په بند کې وو.
یوې سیمهییزې سرچینې د افغان خبریالانو مرکز ته ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د تخار په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو د ښاري محکمې لومړنۍ غونډه د هغو درېیو خبریالانو د قضیې په اړه چې د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون لپاره د راپور ورکولو په تور نیول شوي وو؛ په عام محضر کې ترسره شوه، چې خبریالان او د هغوی ځینو خپلوانو او وکیلانو هم پکې ګډون کړی و.
د سرچینې په وینا؛ د محکمې قاضي د دغو خبریالانو چې په ضمانت خوشې شوي وو، د برائت او خوشې کولو پرېکړه صادر کړه.
د افغان خبریالانو مرکز وايي، چې له دې ډلې دوه خپلواک خبریالان منیر هدف او اسدالله تیمور (د غویي په ۱۵مه) او د اریانا نیوز خبریال نصرت الله ابراهیمي (د غویي په ۱۶مه) په تخار ولایت کې نیول شوي وو.
دغه خبریالانو له درېیو اونیو څخه زیات د طالبانو په امنیه قوماندانۍ او تالقان زندان کې بندیان وو او بیا د نورو څېړنو لپاره په تخار کې د دغې ډلې د استخباراتو مرکزي دفتر ته ولېږدول شول او د ۱۵ ورځو لپاره د استخباراتو په بند کې وو.
د افغان خبریالانو مرکز وایي، چې په تخار کې د دغه درېیو خبریالانو نیونه ناقانونه وه.
د افغان خبریالانو مرکز وايي، چې لږ تر لږه لس نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو لهخوا نیول شوي او په زندان کې د بند سزا تېروي. له دې ډلې شپږ کسان د اوو میاشتو څخه تر درېیو کلونو پورې د بند په سزا محکوم شوي دي.
دغه مرکز له طالبانو غوښتي، چې نور خبریالان هم ژر تر ژره او بې له قید او شرطه خوشې کړي.
اسراییلي پوځ د جمعې په سهار خبر ورکړی، چې د ایران له خاورې د اسراییل په لور بالستیک توغندي توغول شوي دي. له دې سره سم، د بېرشبع او د اسراییل په سوېلي ښارونو کې د خبرداري زنګونه هم کړنګېدلي دي.
د اسراییلي پوځ په وینا؛ دغه توغندي اوسمهال د اسراییل خاورې ته په لاره دي او دفاعي سیسټمونه د ګواښونو سره د مقابلې او د توغندیو د له منځه وړلو لپاره کار کوي.
ورته مهال په ځینو سیمو کې خلکو ته ویل شوي، چې سمدلاسه په امنو پناه ځایونو کې پناه واخلي او تر بلې خبرتیا پورې هلته پاتې شي.
اسراییلي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د دغه هېواد په وړاندې د ګواښ کچه لاهم لوړه ده او په راتلونکو ساعتونو کې د نورو بریدونو شونتیا هم شته.

د افغانستان د ازاده سیالیو پېژندل شوی لوبغاړی احمد ولي هوتک به د (چنګاښ په ۶مه) له درېیو کلونو وروسته بېرته د لوبو ډګر ته راستون شي.
د ولي هوتک دغه سیالي به د بېلاروس په مېنسک ښار کې ترسره شي.
په دغې سیالۍ کې به ولي هوتک د روسیې له سایګید زیراکوف سره مخ شي. زیراکوف تر دې دمه د MMA څلور رسمي سیالۍ کړې، چې درې یې ګټلې دي او یوه یې بایللې ده.
خو ولي هوتک بیا ۱۱ سیالۍ ترسره کړې دي، چې له ډلې۱۰ بریاوې او یوازې یوه ماته لري.

يو افغان چې وايي د امريکايي پوځ لپاره يې د ژباړونکي په توګه په افغانستان کې کار کړی، دا مهال د امريکا د کډوالو او ګمرکي چارو پلي کوونکې ادارې( اې سي یي)له خوا نیول شوی دی.
د هغه وکيل براین میک ګولډریک وايي، موکل يې اوس په امريکا کې د پناه غوښتنه کوي، ځکه چې وايي طالبانو يې ژوند ته ګواښ پېښ کړی.
دغه افغان، چې هويت يې د امنيتي دلايلو له امله نهدی په ډاګه شوی، وايي چې له امريکايي پوځ سره يې په افغانستان کې همکاري کړې او اوس یې په هېواد کې ژوند ته ګواښ پېښ دی.
خو د امریکا د کورني امنيت وزارت( ډي ایچ ایس ) دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې د دغه کس له خوا د امريکا حکومت سره د همکارۍ کوم مستند ثبوت نهدی موندل شوی.
د دغه افغان وکيل د سياېناېن له خبريالې، لاورا کوټس سره په مرکه کې ويلي چې موکل يې له افغانستان څخه وتلی، ځکه چې طالبانو دده له امله چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې وه، دده ورور وواژه او د دغه ژباړونکي ژوند ته هم ګواښ پېښ وو.
نوموړی زياتوي، چې اوس دی غواړي قانوني پناه ترلاسه کړي، خو د کډوالو د ادارې له خوا نیول شوی دی.
وکيل ادعا کوي چې موکل يې مستحق دی چې د پناه غوښتنې قضيه يې جدي وڅېړل شي، ځکه چې د امريکا لپاره يې کار کړی او اوس یې ژوند ته جدي ګواښ پېښ دی.
د دغه موضوع په اړه لا هم دامریکا د کورني امنیت وزارت له لوري پلټنې روانې دي، او د ياد افغان برخليک تر دې دمه روښانه نهدی.