ایران د اسراییل په لور بالستیک توغندي توغولي دي
اسراییلي پوځ د جمعې په سهار خبر ورکړی، چې د ایران له خاورې د اسراییل په لور بالستیک توغندي توغول شوي دي. له دې سره سم، د بېرشبع او د اسراییل په سوېلي ښارونو کې د خبرداري زنګونه هم کړنګېدلي دي.
د اسراییلي پوځ په وینا؛ دغه توغندي اوسمهال د اسراییل خاورې ته په لاره دي او دفاعي سیسټمونه د ګواښونو سره د مقابلې او د توغندیو د له منځه وړلو لپاره کار کوي.
ورته مهال په ځینو سیمو کې خلکو ته ویل شوي، چې سمدلاسه په امنو پناه ځایونو کې پناه واخلي او تر بلې خبرتیا پورې هلته پاتې شي.
اسراییلي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د دغه هېواد په وړاندې د ګواښ کچه لاهم لوړه ده او په راتلونکو ساعتونو کې د نورو بریدونو شونتیا هم شته.
