د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر: د ایران سره د ډیپلوماسۍ لپاره نوی فرصت شته

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي وایي، له امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره د سپینې ماڼۍ له غونډې وروسته اوس لا هم امکان شته چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د یو پراخې شخړې د مخنیوي لپاره د خبرو له لارې حل‌لاره وموندل شي.