له عباس عراقچي سره د یو شمېر اروپایي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته پای ته ورسېده

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشر او د جرمني، فرانسې او برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران له د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په جنیوا کې مهمه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د ایران اټومي پروګرام او د سیمه‌ییزو اړیکو پر مهمو مسایلو بحث وشو.

غونډه له پلان سره سم پای ته ورسېده، خو د پایلو جزیات تر اوسه نه دي خپاره شوي.