• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پنجشېر کې له سیند څخه د ډوب شویو دوو کسانو له ډلې د یوه مړی موندل شوی دی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۰۸ GMT+۱

د پنجشېر امنیه قومندانۍ وايي، ۱۳ ورځې مخکې هغه دوه کسان چې له کابله د چکر او تفرېح په موخه پنجشېر ته تللي وو او د دغه ولایت په سیند کې یې لامبو وهله؛ د لامبو پر مهال د سیند قوي څپو لاندې کړل او دواړه یې لادرکه شول.

د دغې قومندانۍ ویاند وايي، له یادو دوو ډوب شویو کسانو د یوه جسد نن د اطفایې امریت په هڅو تر موندنې وروسته له اوبو را واېستل شو او خپل خپلوانو ته یې وسپارل شو.
د ویلو ده، چې لا تر اوسه د دویم ډوب شوي کس جسد نه دی موندل شوی.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

ټي ټي پي وايي، د پاکستان یو زندان کې د سختو ځورونو له امله د دوی یو مخکښ قومندان مړ شوی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۳۲ GMT+۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۳۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دوی یو مخکښ قومندان بخت غفور چې په ابوجندل مشهور د پاکستاني پوځیانو په زندان کې د سختو شکنجو او ربړونو له امله مړ شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، د دوی یاد قومندان له تېرو دولس کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو استخباراتي زندانونو کې بند تېر کړی. ټي ټي پي خپل دغه غړی د لومړۍ کرښې له مهمو قومندانانو څخه یاد کړی دی. لا تر اوسه د پاکستان پوځ او حکومت د دې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

له دې ور اخوا د افغانستان انټرنشنل موندنو ښوولې چې افغان طالبانو هم د اسلام اباد په غوښتنه خپل یو شمېر هغه غړي‌او قومندانان نیولي چې د «ټي ټي پي» لپاره یې جلب و جذب کاوه یا یې ورسره اړیکې لرلې. د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د اختلاف او کشکمشونو تر ټولو مهم ټکی هم پاکستاني طالبان بلل شوي دي.

پاکستان ادعا لري چې ګني پر کابل واکمنو «ټي ټي پي» ته خوندي پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه د دوی په خاوره کې بریدونه پلانوي،‌ خو افغان طالبانو په وار وار دغه ادعاوې رد کړي دي. کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تر وروستي سفر اوس اسلام اباد د «ټي ټي پي» پر ضد د افغان طالبانو اقداماتو ته خوشاله دی. پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي چې د اسحاق ډار د سفر پر مهال طالبانو پاکستان سره پر خپلو هغو ژمنو ټینګار کړی چې «ټي ټي پي»‌ به ځپي.

پښتونخوا: مردان ولسوالۍ کې ناڅرګنده وسله والو ۴ کسان وژلي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۲۵ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا د مردان ولسوالۍ اړوند په غرنۍ «کاټلنګ بابوزي» سیمه کې د ناڅرګندو وسله‌والو د ډزو په پایله کې څلور کسان وژل شوي دي.

د روغتیايي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، په وژل شویو کې درې دولتي کارکوونکي او یو یې ځايي اوسېدونکی ښودل شوي. د دې کسانو مړي روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیسو او امنیتي ځواکونو تر پېښې وروسته سیمه کلابنده کړې او د برید د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې یا کس د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د بریدګرو هویت او د برید انګېزه لا تر اوسه څرګنده نه ده او په دې اړه د پولیسو څېړنې روانې دي.

د ازادۍ جبهې ادعا: په کابل کې مو دوه طالبان ووژل

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۴۹ GMT+۱

د طالبانو مخالف وسله‌وال خوڅښت، ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په کابل کې یې دوه طالبانو وژلي دي. په خپاره شوي بیان کې کې راغلي چې یو بل طالب ټپي شوی دی.

یادې جبهې شنبه (غبرګولي ۳۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې زیاته کړې چې دا برید د کابل ښار سرای شمالي سیمې ته نږدې د «زور اباد» په څلورلارې کې د طالبانو پر یوې پوسته شوی دی.

د ازادۍ په نوم د طالبانو دې مخالفې ډلې د خپلو وسله ‌والو د مرګ ‌ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي. همداراز طالبانو هم د نوموړې جبهې د کړې ادعا په تړاو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې څو ورځې مخکې هم د ازادۍ جبهې په کابل ښار کې د طالبانو پر یوې پوستې د برید مسوولیت منلی و.

له جبري ایستل‌کېدو او جګړې نه تېښته؛ له ایران نه هره ورځ زرګونه افغانان خپل هېواد ته ځي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۴۱ GMT+۱

اېنډيپېنډېنټ ورځپاڼه د یوې لویې نړۍوالې مرسته ‌رسوونکې ادارې او د طالبانو د یوه چارواکی په حواله وايي چې هره ورځ زرګونه افغانان له ایران نه افغانستان ته ستنېږي. جبري شړل، امنیتي ستونزې او د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه د ستنېدو لاملونه ښوول شوي.

یادې رسنۍ د ورلډ ویژن نړۍوال بنسټ له قوله زیاته کړې چې هره ورځ شاوخوا پنځه زره افغانان د اسلام کلا له لارې هرات ولایت ته دننه کېږي. ډېری یې له ایران نه په جبري ډول ایستل شوي او دا مهال په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د نوموړي سازمان د معلوماتو له ‌مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۵زرو ډېر افغانان په جبري ډول له ایران نه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.ډېری یې خواړه، سرپناه، جامې او د بېرته ستنېدو پرمهال کې له خپلو کورنیو سره اړیکه نه‌لري او بېړنیو مرستې ته اړتیا لري.

یادبنسټ وايي چې په افغانستان کې عامه وضعیت هم نازک دی، د روغتیا او زده‌ کړو په څېر بسنټیز خدمتونه په جدي توګه کم شوي دي.له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو کچه ټيټه شوې او سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د جون تر نیمایي پورې، له افغان ولس سره د مرستې لپاره د اړتیا وړ بسپنې یوازې ۱۸ سلنه چمتو شوې دي. د مرستو دې کمښت پر مېلیونونو ښځو، ماشومانو، کډوالو، بې‌ځایه شویو او اړمنو خلکو منفي اغېزه کړې ده.

ورته مهال، په هرات کې د طالبانو د کډوالو ادارې مشر احمدالله متقي ویلي چې د جون تر۱۳مې مخکې، هره ورځ له درې زره ۵۰۰څخه تر څلور زرو پورې بې اسناده افغانان له ایران نه افغانستان ته دننه کېدل، خو د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې دا شمېر دوه برابره لوړ شوی دی.

مرسته رسوونکو ادارو خبرداری ورکړی چې که نړۍوال دغه ناورین ته پاملرنه ونه کړي، د خلکو اړتیاوې به ډېرې او وضعیت به نور هم ناوړه شي.

امریکا ته د لا نږدې کېدو هڅه؛ پاکستان ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د نوبل سولې جایزې ته ونوماوه

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۱۷ GMT+۱

د فاکس نیوز نړۍوالې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، پاکستان اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې په رسمي ډول د ۲۰۲۶ کال د نوبل سولې نړۍوالې جایزې لپاره نومولی دی.

پاکستان دا اقدام د ټرمپ د «پرېکنډه ډېپلوماټیکې مداخلې او د هند او پاکستان ترمنځ په وروستي کړکېچ کې د هغه مشرۍ او منځګړيتوب رول» له امله کړی دی.

اسلام‌اباد ویلي چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمښت لپاره د ټرمپ اقداماتو د دغه کړکېچ د پراخېدو په مخنیوي کې د پام وړ اغېزه کړې ده.

د یادونې ده چې د نوبل سولې جایزه یو له خورا معتبرو نړۍوالو جایزو نه ده، چې هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په خپلو هېوادونو یا نړۍ کې یې د سولې لپاره ارزښتمنې مبارزې او هڅې کړې وي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې د متحده‌ ایالاتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې لیدلي و.