یمن: موږ به پر ایران د امریکا برید ونه زغمو

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند خبرداری ورکړ، که امریکا پر ایران د اسراییل په یرغل کې ګډون وکړي؛ نو یمن به هم په سرې بحیره کې هر ډول جنګي بېړۍ بیا ځلي په نښه کړي.
یحیی سریع د ایران او اسراییل تر منځ د جګړې او پر غزې د اسراییل د بریدونو په تړاو د یوې اعلامیې په لوستلو سره په ډاګه کړه، چې اسراییل پر سیمې د بشپړې واکمنۍ په لټه کې دی او دغه طرحه هم د امریکا په ښکاره ملاتړ او مشارکت سره عملي کوي.
د نوموړي په وینا، اسراییل هڅه کوي چې د ایران اسلامي جمهوري حذف کړي؛ ځکه دغه هېواد د یادې طرحې د عملي کېدو پر وړاندې ستر خنډ ګڼي، نو یمن نشي کولی د دغې توطیې پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي؛ ځکه دغه چوپتیا به د ازادۍ او خپلواکۍ د مصادره کېدو په معنا وي.
یحیی سریع د یادې اعلامیې د لوستو پر مهال اعلان وکړ، چې د اسراییل او ایران جګړه د اسلامي امت جګړه ده.
د نوموړي په وینا، د یمن وسله وال ځواکونه په سیمه کې ټول تحرکات او په ځانګړې توګه د یمن پر وړاندې خصمانه تحرکات تر څار لاندې لري او یمن به هیڅکله هم د غزې اوسېدونکي یوازې پرېنږدي او د امریکا له ملاتړ برخمن اسراییل ته به اجازه ورنکړي، چې په سیمه کې خپلې نقشې او طرحې عملي کړي.
د ویلو ده، چې پرون «جمعه» د یمن په بېلابېلو ښارونو کې له غزې او ایرانه په ملاتړ ګڼ او پراخ لاریونونه هم وشول.