متحده عربي اماراتو د ایران له لوري په قطر کې د امریکا پر اډې برید وغانده

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو رییس د ایران له خوا د قطر په العدید هوايي اډې د شوي برید د غندنې اعلامیه خپره کړې. په اعلامیه کې د ایران اقدام یو خطرناک او د سیمهییز ثبات پر ضد ګام بلل شوی او ټینګار شوی چې د جګړې پراخېدو مخنیوی باید وشي.
یادې اډې باندې برید وروسته له هغه ترسره شو، چې امریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو هوایي بریدونه وکړل.