اسراییلي پولیسو دوه تنه ایران ته د جاسوسۍ په تور ونیول

د اسراییل پولیسو اعلان وکړ، چې دوه ځوانان یې د دوشنبې په ورځ ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي. دوی همدراز زیاتوي چې دواړو نیول شويو ځوانانو ته په کریپټو پیسې ورکړل شوې وې او دوی ورته د ځینو کورونو انځورونه اخېستل.

جروزالم پوسټ د اسراییل د پولیسو د ادارې په حواله خبر ورکړی، چې ۲۷ کلن دیمیتري کوهن د یوه ایراني اجنټ په امر او لارښوونه د اسراییلي وګړو د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.

د اسراییل د پولیسو د څارنوالۍ خبرپاڼه خپره کړې او پکې لیکلي یې دي چې تمه کیږي په راتلونکو څو ورځو کې به پرې محکمه پرېکړه وکړي.