• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل په څو ورځو کې پر ایران خپل بریدونه پای ته رسوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۴۹ GMT+۱

وال سټریټ ژورنال د اسراییلي او عرب چارواکو له قوله لیکلي، تل ابیب غواړي پر نطنز، فردو او اصفهان د امریکا د بریدونو نتایجو ته په پام، په راتلونکو څو ورځو کې جګړه ختمه کړي. عربي چارواکو ویلي، امریکا خپلو عربو متحدینو ته ویلي چې ایران ته د عملیاتو د زر ختمېدو پیغام ورسوي.

دا عملیات لس ورځې مخکې پیل شوي خو ایران لا هم د امریکا د یکشنبې ورځې د برید پر ځواب ورکولو غور کوي.

ورځپاڼې ویلي، اسراییلي چارواکي هیله لري چې تهران به د خپل اټومي پروګرام په اړه ډیپلوماسي بېرته پیل کړي.

د چینل ۱۲ د راپور له مخې، اسراییل باور لري چې د «پاڅېدلي زمري» عملیاتو هدفونه به ژر ترلاسه کړي.

د یکشنبې په ورځ یو اسراییلي چارواکي ټایمز اف اسراییل ته ویلي « که ایران له خپل اټومي پروګرام نه لاس واخلي، موږ چمتو یو بمبارۍ ته د پای ټکی کېږدو. دا په ایران پورې اړه لري، که یو توافق رامنځته شي، اسراییل به پایله د منلو وړ وبولي».

چینل ۱۲ دوه سناریوګانې یادې کړې دي چې اسراییلي عملیات څنګه پای ته رسولای شي. لومړی اسراییل دا اعلان کړي چې د جګړې هدفونه یې ترلاسه کړي او ایران هم له توغندیزو بریدونو لاس واخلي او یا دا چې امریکا اعلان وکړي دواړې خواوې پر اوربند توافق ته رسېدلې دي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

۴

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۵

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

•
•
•

نور کیسې

چین وایي چې پر ایران د امریکا برید د واشنګټن اعتبار زیانمن کړی

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۱
چین وایي چې پر ایران د امریکا برید د واشنګټن اعتبار زیانمن کړی
100%

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې وروسته د چین دولتي ټلویزیون خبر ورکړ، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید د واشنګټن باور ته زیان اړولی دی. چین خبرداری ورکړی چې ښايي د سیمې وضعیت له کنټروله ووځي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یکشنبې په ورځ د امریکا پر نظامي بریدونو خبرې وکړې.

روسیې، چین او پاکستان دې شورا ته وړاندیز کړی چې په منځني ختیځ کې دې ډېر ژر له قید او شرط پرته د اوربند پرېکړه لیک ومني.

د چین استازي فو کانګ له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې جګړه دې نوره نه اوږدوي. ده په ځانګړي ډول اسراییل یاد کړ چې باید سملاسي اوربند وکړي.

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکون د دوشنبې په ورځ وویل، « په داسې حال کې چې د ایران اټومي تاسیسات د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له خوا څارل کېدل، بیا هم پر دې ځایونو برید کول د ملګرو ملتونو له منشوره جدي سرغړونه ده».

ګو جیاکون وویل چې پیکنګ چمتو دی له ټولو ښکېلو اړخونو سره خبرې وکړي او په منځني ختیځ کې د سولې د بېرته راوستلو لپاره رغنده رول ولوبوي.

علي خامنه‌يي په یوه لیک کې له پوتین نه د مرستې غوښتنه کړې

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۱
علي خامنه‌يي په یوه لیک کې له پوتین نه د مرستې غوښتنه کړې
100%

پر ایران د اسراییل له بریدونو لس ورځې وروسته علي خامنه‌يي له ولادیمیر پوتین څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. رویټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خامنه‌يي د مرستې غوښتنې لیک پوتین ته رسولی دی.

خو تر دې دمه د ایران او روسیې حکومتونو په رسمي ډول له مسکو څخه د تهران د مرستې غوښتنه نه ده تایید کړې.

په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې عراقچي د علي خامنه‌يي او مسعود پزشکيان «تاوده سلامونه» پوتین ته رسوي.

مولانا فضل رحمن وايي پاکستان دې نوبل جایزې ته د ټرمپ د نومولو وړاندیز زر بیرته واخلي

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۱۵ GMT+۱
مولانا فضل رحمن وايي پاکستان دې نوبل جایزې ته د ټرمپ د نومولو وړاندیز زر بیرته واخلي
100%

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن له پاکستاني حکومت نه وغوښتل چې د سولې نوبل جایزې ته د ډونالډ ټرمپ د نومولو وړاندیز ژر تر ژره بیرته واخلي. هغه وویل چې پاکستان له امریکا سره دوستي غواړي، خو دا دوستي باید د خپلواکۍ په بیه ونه شي.

مولانا فضل الرحمن د جمعیت علمای اسلام د پنجاب عمومي شورا غونډې ته وویل، «موږ له امریکا سره دوستي غواړو، خو نه په دې معنا چې خپله خپلواکي قربان کړو».

هغه ټرمپ په فلسطین، عراق او افغانستان کې د وینو بهېدلو مسوول وباله او پر ایران د امریکا وروستی برید یې له ملي او نړیوالو قوانینو سرغړونه وبلله.

مولانا فضل الرحمن د پوښتنې په ډول وویل: «که موږ له ایران سره ولاړ نه شو، نو ایا باید د اسراییل ترڅنګ ودرېږو؟ موږ په بشپړ ډول د ایران ملاتړ کوو».

د پاکستان یو شمېر نورو مخکښو سیاستوالو هم نوبل جایزې ته د ټرمپ د نومولو لغو کول غوښتي دي.

پخواني سناتور افراسیاب خټک دغه نومول د بې حیثیتۍ سیاست بللی او وايي، چې دا کار د نړیوالو دیپلوماتیکو معیارونو خلاف دی.

د پاکستان مذهبي عالم مفتي تقي عثماني پر ایراني اتومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی او د نوبل جایزې ته یې د هغه نومول تر پوښتنې لاندې راوستي.

طالبان وايي په ننګرهار کې یې د ۱۳ جبري ودونو مخه نیولې

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۲۱ GMT+۱
 طالبان وايي په ننګرهار کې یې د ۱۳ جبري ودونو مخه نیولې
100%

د طالبانو د ننګرهار د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وایي چې په تېرو دریو میاشتو کې یې د ۱۳ جبري ودونو مخنیوی کړی دی. دوی همدراز زیاتوي چې په یاده موده کې یې د مېرمنو اړوندو ۶۵ شرعي او قانوني حقونو ته ریده ګي کړې ده.

د طالبانو د ننګرهار د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست رییس نن دوشنبه د جنګاښ ۲مه د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي چې په وروستیو دریو میاشتو کې د ولایت په کچه ۵۲ مېرمنو ته، چې د میراث له حقه بې برخې شوې وې، د اسلامي اصولو مطابق حقونه ورکړل شوي دي.

مولوي محمد زاهد وفا زیاته کړه، چې د ټولنې د اصلاح، د اسلامي ارزښتونو د ټينګښت او د نارینه ‌وو او ښځو د روا حقونو د تامین لپاره خپلې هڅې دوامدارې ساتي.

طالبان په داسې حال کې د ښځو د روا حقونو یادونه کوي، چې دې ډلې په بیاځلي واک ته رسېدو سره په ټول هېواد کې له شپږم پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړلي او مېرمنې یې له کار نه محرومې کړې دي.

اسراییل د ایران پر فردو اتومي تاسیساتو برید کړی

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۲۶ GMT+۱
اسراییل د ایران پر فردو اتومي تاسیساتو برید کړی
100%

د ایران د قم ولایت چارواکو اعلان کړی چې له پروني برید وروسته نن اسراییلي ځواکونو پر فردو اتومي تاسیساتو یوځل بیا هوايي برید کړی. د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د مسوولینو په وینا، دغه بریدونه د ښار د اوسېدونکو لپاره کوم مستقیم خطر نه لري.

تېره ورځ هم امریکايي الوتکو پر دغه اتومي مرکز برید کړی و.

دغه راز اسراییلي الوتکو د ایران د بسیج ځواکونو مرکز، سیدالشهدا قرارګاه، د البرز ولایت سپاه، د پولیسو عمومي قوماندانۍ د استخباراتو څانګه او د پولیسو استخباراتي مرکز په نښه کړي دي.

اسراییلي رسنیو ددغه هېواد د پوځي سرچینو له خولې ویلي، چې د فردو پر لور تللی سړک یې په نښه کړی، خو اتومي تاسیسات یې نه دي هدف ګرځولي.