نوې څېړنه؛ څه باندې ۹۰ سلنه افغانې ښځې له دندو ګوښه شوي

د ښځو او ماشومانو لپاره د عدالت غوښتنې د یوې څېړنیزې شبکې د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې ۹۰ سلنه ښځې له خپلو دندو ګوښه کړای شوې دي.
د ښځو او ماشومانو لپاره د عدالت غوښتنې د یوې څېړنیزې شبکې د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې ۹۰ سلنه ښځې له خپلو دندو ګوښه کړای شوې دي.
د دغې څېړنې له مخې، د طالبانو له محدودوونکو فرمانونو سره د ښځو پر وړاندې زور زیاتی زیات شوی او همداراز له ټولنیز ژونده ګوښه کړای شوې دي.
دغه څېړنه په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د فرمانونو د اغېز تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۴ له اکتوبره د ۲۰۲۵ تر مارچ پورې په بلخ، کابل، بدخشان، هرات، ننګرهار، میدان- وردګ، غزني، غور، لوګر او بامیان ولایتونو کې ترسره شوې ده.
د شبکې موندنې ښيي، چې د ښځو په تړاو د طالبانو په فرمانونو سره ښځې له ډېرو رواني، اقتصادي او تاوتریخجنو ستونزو سره مخ شوي او همداراز ورسره د زده کړو له دوامه هم بې برخې شوې دي.
د دغې څېړنې د موندونو له مخې، په دې موده کې ۳۶ سلنه ښځو رواني، اقتصادي، جسمي او جنسي ستونزې تجربه کړي، ۶۵ اعشاریه ۴ سلنه نورو یې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتیو شاهدانې وې او ۹۰ اعشاریه ۲ ښځې له خپلو دندو ګوښه شوي؛ خو د قانوني ملاتړ د نشتوالي، د زور زیاتیو له ډېرېدو د وېرې، د کورنیو ستونزو د زیاتېدو او د ټولنیز ملاتړ د کمښت له امله ډېریو قربانیانو چوپتیا غوره کړې ده.
د نجونو د زده کړو د دوام په تړاو د کلتوري ستونزو په اړه د طالبانو د ادعاو پر خلاف ۹۸ اعشاریه ۵ سلنه ځواب ورکوونکو د نجونو د زده کړو له دوامه ملاتړ کړی دی.
طالبان په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته په لومړي سر کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې منعه کړې او بیا وروسته یې پوهنتونونو ته یې له تګه هم مخنیوی وکړ.
طالبانو د دغو محدودیتونو په تړاو د اسلامي نړۍ د عالمانو نیوکو ته په ځواب کې ویلي، چې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار په تړاو شوې پرېکړې کلتوري او ټولنیزې جرړې لري.
د دغې شبکې چې مرکز یې په کاناډا کې دی څېړنه د دې ښودنه کوي، چې څه باندې ۹۵ سلنه ښځې له محرم پرته د سفر له حق او همداراز له عمومي ټرانسپورته له استفادې محرومې دي او دغو محدودیتونو بیا د ښځو په منځ کې نا هیلي ډېره کړې او ورسره د کورني تاوتریخوالي او انزوا کچه لوړه شوې ده.
دغې شبکې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني، پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د لرې کولو کنوانسیون عملي کړي او ورسره په سیاسي پرېکړو کې د ښځو امن، برابر او بشپړ مشارکت تضمین کړي.