د امریکا کډوالۍ ادارې ۱۳۰ نور ایراني وګړي نیولي دي

فاکس نیوز د فدرالي سرچینو په حواله راپور ورکړی، د امریکا د کډوالۍ ادارې تېره اونۍ په بېلابېلو ایالتونو کې ۱۳۰ تنه ایراني وګړي نیولي دي چې له دې سره د نیول شویو ایرانیانو شمېر ۶۷۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

که څه هم امریکایي چارواکو د نیول شویو کسانو د قانوني وضعیت یا تورونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي؛ خو د دغه قضیو د ارزونې خبره یې کړې ده.