• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنجاب کې د سختو ورښتونو له امله په بېلابېلو پېښو کې۷ کسان مړه او ۴۶ ټپیان دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د موسمي بارانونه له امله په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې؛ د چونیان په قصور ولسوالۍ او بهاولنګر سیمو کې د چت پرېوتو په جلا، جلا پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي دي.

دغه ورښتونو په ځینو سیمو کې د برېښنا مزي پرې کړي او په لاهور کې یې د الوتنو چارې هم ګډوډې کړې دي.

له بل پلوه د پاکستان د هواپوهنې ادارې بیا په راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې د شړکنده بارانونو او سېلابونو راوتو خبرداری خپور کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

اروپایي ټولنه د روسیې پر ضد بندیزونه شپږ میاشتې نور هم غزوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۲۳ GMT+۱

د اروپایي ټولنې یوه چارواکي د جون پر ۲۶مه تایید کړې چې د روسیې پر ضد به اوسني بندیزونه شپږ میاشتې نور هم وغزوي. د پولنډ صدراعظم ډونالډټاسک هم دا پرېکړه رسما تایید کړې ده.

اروپایي ټولنه هر کال دوه ځل، د جنورۍ او جولای په میاشتو کې، د روسیې پر ضد اقتصادي بندیزونه تمدیدوي. دا بندیزونه د سوداګرۍ، مالي چارو، ټکنالوژۍ، انرژۍ، ټرانسپورټ او نورو برخو پراخ محدودیتونه رانغاړي.

دغه پرېکړه له هغې وروسته وشوه، چې اندېښنه وه ممکن هنګري چې د روسیې نږدې متحد ګڼل کېږي د بندیزونو د غزولو مخالفت وکړي.

د اروپایي ټولنې بندیزونه له ۲۰۱۴ کال راهیسې، د کریمیا نیولو او د دونباس جګړې له امله پیل شوي، خو له ۲۰۲۲ کال وروسته چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، دا بندیزونه څو چنده پراخ شوي دي.

یادې ټولنې د روانې جون میاشتې په ۱۰مه خپله اتلسمه بسته بندیزونه هم اعلان کړه، چې پکې د انرژۍ، بانکداري، او تیلو پر برخو تازه محدودیتونه لګول شوي دي.

ایران د اسراییل له بریدونو د جرمني د لومړي وزیر «فرېدریښ مېرڅ » ملاتړ غندلی دی

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۳۶ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي چې د جرمني لومړی وزیر فرېدریښ مېرڅ هڅه کوي چې ځان د تاریخ د غلط لوري سره لا ژور وتړي، او خپل موقف د یو نسل‌وژونکي یرغلګر سخت ملاتړ کوونکي او توجیه‌کوونکي په توګه ثابته کړي.

هغه په خواله رسنۍ ایکس مېرڅ ته په اشارې سره لیکلي: « دا د هر سیاسي مشر له‌پاره تر ټولو ټيټه کچه ده، چې نه یوازې په ښکاره یرغل سترګې پټوي، بلکې هڅه کوي چې د نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه توجیه کړي.»

هغه زیاته کړې ده، « کله چې د یوه داسې هېواد مشر، چې د ۱۹۴۵ کال د برلین تاریخي میراث لري، د (نور هېڅکله جګړه نه) شعار له پامه غورځوي او د اسراییل د یرغلونو، جنګي جنایتونو او نسل‌وژنې ملاتړ کوي، نه یوازې د تاریخ له وجدان څخه ځان لیرې کوي، بلکې د جرمني د ولس له ګډ وجدان ته هم بې‌احترامي کوي.»

بقایي په خپله لیکنه کې د جرمني لومړی وزیر فرېدریښ مېرڅ مخاطب کړی او وایي چې ایران به هېڅکله هغه کسان و نه بښي، چې پخوا یې صدام حسین « د عراق پخواني ولسمشر » ته کیمیاوي وسلې ورکولې او نه به نن هغه کسان هېر کړي، چې د ایران پر وړاندې د یرغل ملاتړ کوي.

هغه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي، « تاریخ ډیر بې رحمه دی او هېڅوک داسې په اسانه نه بښي، همداراز د میلتونو حافظه ډیره اوږده وي.»

د یادولو وړ ده، چې د فرېدرېښ مرتڅ دریځ د جرمنۍ ټولنې د ارزښتونو پر وړاندې یو لانجمن دریځ ګڼل شوی، چې ښایي د جرمني د نړیوال دریځ او داخلي وجدان پر وړاندې ژورې پوښتنې راولاړې کړي.

ښځینه فعالانو په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض پر وړاندې د همغږۍ نړیوال اقدام غوښتنه کړې

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۵۸ GMT+۱

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ او د بشري حقونو یو شمېر افغان فعالانو د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض د جرم په توګه وپېژني او د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو د سختو تګلارو په وړاندې یو همغږی دریځ غوره کړي.

د چهارشنبې په ورځ، دغو فعالانو په لندن کې په یوه غونډه کې چې د نجونو د زده کړو فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، د بشري حقونو د څار ادارې کارکوونکې هیډر بار او ځیني نورو فعالانو په کې برخه اخیستې وه، په اسلامي هېوادونو غږ وکړ چې د طالبانو د رژیم پر مهال د ښځو د حقونو د پراخو سرغړونو په وړاندې کلک دریځ ونیسي.

د غونډې ګډونوالو وویل چې د طالبانو د ښځو ضد سیاستونه باید د «نړیوال جرم» په توګه وپېژندل شي، او د دې سیاستونو سره د مبارزې لپاره یې د نړیوالې ټولنې لخوا د سمدستي، همغږي او اغیزمن اقدام غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو سازمانونه او فعالین هڅه کوي چې د جنسیت پر بنسټ تبعیض تعریف او جرم وګرځوي، لکه څنګه چې د نړیوال کنوانسیون په چوکاټ کې په جنوبي افریقا کې د سپین پوستو واکمنۍ لاندې نژادي تبعیض و.

د بشري حقونو فعالانې وايي چې دا مهال په افغانستان کې مېرمنې د جنوبي افریقا د تبعیض په دوره کې د تور پوستو ښځو په څیر وضعیت لري.

د لندن په دغه غونډه کې ګډونوالو د یوې اعلامیې په ترڅ کې پر حکومتونو غږ وکړ چې پر طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو د مرتکبینو په توګه فشار راوړي او هغوی حساب ورکوونکي وګڼي. دغو فعالانو په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو د سرغړونې پر وړاندې کلک دریځ غوره کړي.

بلخوا د ښځو د حقونو د درناوي لپاره د لوېدیځو او اسلامي هېوادونو د غوښتنو په ځواب کې، طالبانو ویلي چې دا یوه داخلي مسله ده او دوی په کور کې د کلتوري حساسیتونو له امله د نجونو د ښوونځیو له بیا پرانستلو څخه انکار کړی دی.

ای اېم اېف د سعودي عربستان د ۲۰۲۵ کال د اقتصاد د ودې وړاندوینه ۳.۵ سلنه ته لوړه کړه

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۱۷ GMT+۱

د نړيوال وجهي صندوق (IMF) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سعودي عربستان د ناخالص کورني توليد د ۲۰۲۵ کال د ودې وړاندوینه یې له پخوا ۳ سلنه څخه ۳.۵ سلنه ته لوړه کړې ده.

دا بدلون په جزوي ډول د دولت له‌خوا پر مخ وړل کېدونکو لویو پروژو ته د زیاتې تقاضا او همدا ډول دا پرمختګ د هغو هېوادونو د پلان له امله شوی چې د تېلو تولید همغږي کوي او غواړي د تولیدي بندیزونه ورو ورو لرې کړي..

سره له دې چې د تېلو ټیټه بیه د سعودي عایدات کم کړي، تمه کېږي چې سږ کال به شاوخوا ۲۷ میلیارده ډالره مالي کسر ولري.

خو بیا هم، سعودي عربستان د خپل «وژن ۲۰۳۰» تر چتر لاندې پراخ اقتصادي بدلون ته دوام ورکړی، چې موخه یې له نفتو څخه د اقتصادي اتکا کمول دي. په دې چوکاټ کې، دغه هېواد په وروستیو کلونو کې د سپورټ، سیاحت او تفریح برخو کې پراخې پانګونې کړې دي.

د واشنګټن اندېښنه؛ پاکستان داسې توغندی جوړوي چې امریکا ته رسېدلی شي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۴۵ GMT+۱

د امریکا د استخباراتي معلوماتو له مخې، چې د «فارن افېرز» مجلې له خوا خپاره شوي، پاکستان دا مهال د یو داسې لویو وچو بالسټیک توغندي پر جوړولو بوخت دی چې د اتومي سرګلولو د لېږد وړتیا لري او د متحده ایالاتو خاوره هم په نښه کولی شي.

یاد پرمختګ، چې د هند د «سیندور» په نوم عملیاتو وروسته لا زیات ګړندی شوی، د واشنګټن جدي اندېښنې راپارولي دي.

د می میاشتې په جریان کې د هند له لوري پر پاکستاني زیربناوو پوځي برید وشو، چې داسې ښکاري، د پاکستان د توغنديز پروګرام پراخېدو ته یې لاره هواره کړه.

د لویو وچو بالسټیک توغندي هغه وسلې دي چې له ۵۵۰۰ کیلومترو څخه زیات واټن وهلی شي، او ډېری وخت د اتومي سرګلولو لپاره طرحه شوي وي. ځینې یې د MIRV (یعني څو هدفه خپل‌واکه بېرته‌راګرځېدونکي وسایط) ټکنالوژي هم لري، چې کولی شي هممهاله پر څو جلا اهدافو برید وکړي.