د ننګرهار سوداګرو له طالبانو څخه د ستونزو حل غوښتی

د ننګرهار سوداګرۍ خونې غړو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ته ویلي چې دوی له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او باید حل شي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار له سواګرو څخه غوښتل شوي، څو خپلې ستونزې ورسره په لیکلې بڼه په تفصیلي توګه شریکې کړي.