• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران او پاکستان په تېرو شپږو میاشتو کې ۱.۲ میلیونه افغانان اېستلي دي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۴۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د شنبې په ورځ ويلي، چې د کال له پیل راهیسې ۱.۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه په زوره اېستل شوي دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې په ډله ییزه توګه اېستل کولی شي په افغانستان کې کړکیچ لا پسې ژور کړي.

ایران او پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو پروسه پیل کړه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي، چې د ۱.۲ میلیونه اېستل شويو افغانانو له ډلې څخه له نیمایي ډېر یې د ایران له خوا د مارچ د ۲۰ نېټې د ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه سازمان په خبره، ایران سږکال له ۳۶۶ زره څخه ډېر افغانان اېستلي دي، چې کډوال او هغه خلک هم پکې شامل دي چې د کډوالۍ ورته شرایطو کې دي.

د ستانه شويو افغانانو تر ټولو لوړه شمېره د جون په ۲۶مه ثبت شوې ده، کله چې په یوه ورځ کې له ۳۶ زرو ډېر افغانان له پولې واوښتل.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازي عرفات جمال وویل: «افغان کورنۍ یو ځل بیا له خپلو کورونو بې‌ځایه کېږي. دوی له ډېر لږ شتمنیو سره ستړي، وږې او د نامعلوم راتلونکي له وېرې سره داسې هېواد ته داخلېږي چې ډېرو یې هېڅکله ژوند پکې نه‌دی کړی.»

هغه زیاته کړه، چې ښځې او نجونې په ځانګړې توګه د سفر د ازادۍ، زده‌کړې او کار په څېر د بنسټیزو حقونو د محدودیتونو له امله اندېښمنې دي.

دا مهال له نیمايي زیات افغانان د بشري مرستو پر مټ ژوند کوي؛ خو د طالبانو د پالیسۍ پر وړاندې نړۍوال مخالفتونه او د مرستو د بودیجې شدید کمښت حالت لا خراب کړی دی.

د ایران لوی څارنوال محمد موحدي ازاد د شنبې په ورځ وویل، چې ناقانونه بهرني وګړي باید ژر تر ژره له هېواده ووځي، که نه نو له قانوني تعقیب سره به مخ شي.

ایراني چارواکي وايي، چې شاوخوا ۶ میلیونه افغانان په ایران کې اوسېږي، چې له دې ډلې شاوخوا ۲.۵ میلیونه یې قانوني اسناد نه لري.

د طالبانو د بخښنې او مرستې ژمنه

په دې وروستيو کې د طالبانو ریيس الوزرا ويلي، ټول هغه افغانان چې د تېر حکومت تر ړنګېدو وروسته له هېواده وتلي، کولای شي ازادانه بېرته راستانه شي او دوی به خوندي وي.

خو له دې سره چې طالبانو عمومي بښنه اعلان کړې، ملګري ملتونه تاييدوي چې طالبانو يو شمېر د پخواني حکومت سرتېري او کارکوونکي نيولي، شکنجه کړي او ان په ځينو مواردو کې یې وژلي دي.

يو شمېر کډوال په ځانګړې توګه پخواني امنيتي مامورين له دې وېرې چې طالبان به ترې غچ واخلي، هېواد ته د بېرته ستنېدو څخه سخت اندېښمن دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د سي ای اې پخوانۍ ماموره: د داعش، ټي ټي پي او القاعدې لوړپوړي غړي په افغانستان کې دي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۰۱ GMT+۱

د امریکا د استخباراتو مخکېنۍ مامورې سارا اډمز د داعش، القاعدې او د ټي ټي پي د لوړپوړو غړو یو توملړ خپور کړی او ادعا یې کړې، چې هغوی دا مهال په افغانستان کې حضور لري. نوموړې ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشر په کابل کې دی او د اسامه بن لادن زوی سعد بن لادن لا هم ژوندی دی.

د مېرمن اډمز په خبره، په افغانستان کې په دغو ډلو کې د تحریک طالبان پاکستان مشر نور ولي محسود هم شامل دی.

هغې زياته کړې: «هغه په ارامۍ په کابل کې ژوند کوي او د حقاني شبکې په یوه مېلمستون کې مېشت دی.»

سارا اډمز ادعا کوي، چې د امریکا د ادعاوو برعکس د اسامه بن لادن زوی سعد بن لادن لا هم ژوندی دی او په افغانستان کې دی.

هغې وويل: «هغه اوس اوږده ږيره لري، نږدې د خپلې مېرمنې د ورور سراج‌الدین حقاني په څېر توره ږېره لري.»

د هغې په وینا، د مرکزي اسیا لپاره د داعش د عملیاتو مشر ګل مراد خلیم اف اوس په تخار کې پټ دی او د القاعدې د ملکي کمېسیون غړی امین الحق چې تېر کال د پاکستان له زندانه خوشې شو دا مهال د تورې بورې په غرونو کې ژوند کوي.

د سارا اډمز په خبره، د القاعده شبکې یو لوړپوړی غړی عبدالعزیز المصري په پکتیا کې دی چې د دې شبکې د کيمياوي، بیولوژيکي، راديولوژيکي او اټومي وسلو د جوړولو پلانونه اداره کوي او سلیمان الزواي د خپل ورور سره یو ځای په افغانستان کې د القاعدې او داعش لپاره د استخدام او روزنې چارې مخ ته وړي.

د سي ای اې پخوانۍ مامورې زياته کړه، چې د القاعدې لوړپوړي غړي عادل رادي، مصطفی عادل، ابو الاخلاص المصري، اسلم کشمیري، عبدالرحمان المغربي او یزید صفات په دغه هېواد کې ژوند کوي.

هغې دا ادعا هم وکړه، چې د جماعت انصارالله تاجکستان ډلې قوماندان مهدي ارسلان اوس مهال په بدخشان ولایت کې فعالیت کوي.

سارا اډمز ویلي، حمزه الدرنوي چې د ۲۰۱۲ کال د بنغازي (لیبیا) د برید عامل و، اوس په کندهار کې دی او د کندهار د طالبانو د والي ملا شیرین تر ساتنې لاندې دی.

د هغې په خبره، د داعش یو لوړپوړی غړی اکرام افريدي په ننګرهار کې فعاليت لري او د دې ډلې پخوانی مشر اسلم فاروقي لا هم ژوندی دی، چې د افغانستان او پاکستان تر قبايلي سيمو تګ راتګ کوي.

له دې وړاندې د روسيې امنيتي چارواکو هم په افغانستان کې د شاوخوا ۲۰ ترهګرو ډلو د شتون خبر ورکړی و او اندېښنه یې څرګنده کړې وه.

د روسيې د دفاع وزير اندري بلوسوفمخکې د ګډ امنيت تړون سازمان د دفاع وزيرانو په ناسته کې خبرداری ورکړی و، چې د ګاونډيو هېوادونو او سيمو ته د سخت دريځو ډلو د ننوتلو احتمال شته.

د هغه په ​​وینا، له ۲۰څخه ډېرې سخت دریځې ډلې چې له ۱۵ زره څخه ډېر جنګيالي لري په افغانستان کې موجود دي.

په ورته وخت کې د روسیې د امنیت شورا مرستیال سکرتر یوري کوکوف په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د داعش «مخ په زیاتیدونکي» نفوذ د منځنۍ اسیا او حتی د روسیې خاورې ثبات ته جدي ګواښ دی.

طالبانو بیا په وار-وار ټینګار کړی، چې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه داعش په افغانستان کې ځپل شوي او د هیواد خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

بشري ناورین: افغانان له ګاونډیو اېستل کېږي، خو په هېواد کې خلک له لوږې ځورېږي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۱۶ GMT+۱

له پاکستان او ایران څخه د مېشتو افغان کډوالو د اېستلو بهیر په وروستیو اوونیو کې یو ځل بیا چټک شوی دی. افغان کډوال په داسې حال کې له دغو هېوادونو اېستل کېږي، چې افغانستان له بشري ناورین، لوږې، بې‌کارۍ او نړۍوالې بې‌پامۍ له سختو شرایطو سره مخ دی.

د افغان خیریه موسسې "اصیل" کارکوونکی نجیب غیاثي وایي، دوی د تورخم په پوله هره ورځ زرګونه افغان کورنۍ ویني چې یوازې د تن جامو سره بېرته افغانستان ته ستنېږي.

غیاثي وايي: «دا کورنۍ هېڅ نه‌لري. د کلونو ژوند یې هلته پای ته رسېدلی. اوس دوی یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خېمو ته پناه وړي.»

یوې افغانې مېرمنې ماوسره چې له کلونو راهیسې له خپلو لمسیانو سره‌ د پاکستان په ښارونو کې کار کاوه، وایي چې زوی‌یې وژل شوی او مېړه‌یې پرېښې ده. اوس، دغې درې کسیزې کورنۍ پرته له خوراک، جامو او وسایلو په تورخم کې خیمه وهلې.

له دواړو ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري اېستلو زور اخیستی

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو تازه راپور ښيي، چې یوازې د جون له ۱ تر ۱۵مې پورې شاوخوا ۷۱زره افغان کډوال له پاکستان او ایران شړل شوي دي.

د نړۍوالې ژغورنې کمېټې د افغانستان مشرې شرین ابراهیم تایید کړې، چې سږکال دواړو هېوادونو د اېستلو کچه لوړه کړې.

ابراهیم زیاتوي، چې یوازې په یوه ورځ د شړل شویو کسانو شمېر ۳۰،۶۰۷ ته رسېدلی او دا د وروستیو کلونو تر ټولو لوړه ورځنۍ شمېره ده.

سرپناه نه‌شته، مرسته نه‌شته

ویډیوګانې چې د اصیل موسسې له خوا خپرې شوي، ښيي چې خلک د خپلو لږو شتو سره په ټرکونو او ان موټرو بار دي. ښځو نوي زېږېدلي ماشومان نیولي، ماشومان پر کاليو ناست او خلک د لارو پر غاړو شپې سبا کوي.

غیاثي وایي:«دا شړنه تر ټولو ډېر ماشومان ځپي، ځکه هغوی په دې پوهېږي چې یو خراب حالت روان دی، خو نه پوهېږي ولې شړل کېږي له هغو کورونو چې د دوی کور یادېږي.»

قانوني اسناد؛ پلمه که پرېکړه؟

دواړه هېوادونه وایي، چې یوازې غېرقانوني کډوال اېستل کېږي، خو مدافعین شک لري.

د ایران حکومت ویاندې ویلي، چې «قانوني اسناد لرونکي کډوال به پاتې شي، نور به ووځي»، خو د بشري حقونو ادارې وایي، دا پلمه له کلونو راهیسې د کډوالو د اېستلو لپاره کارېږي.

نړۍوال غبرګون؛ د کډوالو لپاره مرستې کمې شوي

د "مینا لېست" موسسې مشره تېریسا کاسالي وایي، چې د افغان کډوالو اېستل د هېوادونو د کډوال ضد سیاستونو یوه برخه ده.

هغې وویل:«پاکستان د کډوالو د حقونو کوم نړۍوال تړون نه‌دی لاسلیک کړی. افغان کډوال هلته قانوني حیثیت نه‌شي ترلاسه کولی، نو هغوی هېڅ حقوقي محافظت نه‌لري.»

سږ کال د امریکا له خوا د افغانستان لپاره ټولې بشري مرستې بندې شوې، په دغه مرستو کې د خوړو نړۍوال پروګرام ته ۲۸۰ میلیون ډالره، د نفوس صندوق ته ۲۴ میلیون او نورو موسسو ته ۲۵۷ میلیون ډالره مرستې شاملې وې.

مېرمنې، ماشومان او د کار حقونه

راستنې شوې کورنۍ اکثره د مېرمنو تر مشرۍ لاندې دي، خو د طالبانو حکومت ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي.

صفی نورزی چې له اصیل سره کار کوي، وایي: «ماشومان اوس په سړکونو کې موټر پاکوي، یا ټیشو خرڅوي، ان سوال کوي. دا ماشومان د یوې کورنۍ لپاره یوازینۍ اقتصادي وسیله ګرځېدلي.»

اټکل: تر ۳ میلیونه زیات شړل کېدونکي کډوال

د ناروې د کډوالو شورا مشر یاکوبو کاریډي خبرداری ورکړی، چې که همدا لړۍ دوام ومومي، نو د ۲۰۲۵ کال تر پای ته رسېدو پورې به تر ۳میلیونه زیات افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته وشړل شي.

د کډوالو د شړلو دا لړۍ په داسې حال کې روانه ده، چې افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو لوږه ځپلی، ناامن او د نړۍوالو مرستو تر ټولو اړمن هېواد پاتې دی.

فعالان وایي، که نړۍوال غبرګون جدي ‌نه شي، د یوه انساني ناورین لمن نوره هم پراخېږي.

کندهار کې یو ځوان د وزګارۍ او ستونزو له امله فېسبوک کې تر خدای پامانۍ وروسته ځان وژنه کړې

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د فدا محمد اڅکزي په نوم یوه کندهاري ځوان د وزګارۍ او کورنۍ ستونزو له امله په فېسبوک کې تر خدای پامانۍ وروسته ځان وژنه وکړه. نوموړي له ځان وژنې څو شېبې وړاندې پر خپلې فېسبوک پاڼې یو وروستی پیغام خپور کړ: «بخښه به سره کوو، د الله په امان.»

د دغه پیغام له خپرېدو وروسته د هغه د ځان وژنې خبر خپور شو.

نوموړي تر ځان وژنې څو شېبې وړاندې خپل وروستی انځور هم د یادګار په توګه شریک کړی دی او لیکلي یې دي: «اخري تصویر»

دې پوسټ ډېر ژر د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پام ځان ته راواړولو، خو د څو شېبو په تېرېدو سره د فدامحمد د ځان وژنې په اړه خبرونه خپاره شول.

د فدا محمد وروستي پوسټ ته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بېلابېل غبرګونونه ښودلي او داسې ښکاري، چې نوموړي د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.

د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو د فدامحمد اڅکزي د ځان وژنې پړه پر طالبانو اچولې، د دوی په خبره حکومت د بېغورۍ له امله ځوانان ځان وژنه کوي.

د فدامحمد کورنۍ او خپلوانو یې تر اوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځیانو یو بل ځانمرګی برید کې ۶ پوځیان ټپیان شوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۰۷ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې څو شیبې وړاندې د خېبر پښتونخوا په سویل لوېدیځ شمالي وزیرستان کې او د غلام خان بندر ته څېرمه یوه ځانمرګي بریدګر د پاکستاني پوځیانو پر نظامي کاروان ځانمرګی برید کړی . په دې برید کې شپږ پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي.

ځايي سرچینو وویل چې ټپیان د میرانشا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، ځانمرګی بریدګر پر موټر سپور و او د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان یې برید کړی دی.

دوی همدراز زیاتوي په ټپي شویو کې د درېیو کسانو حالت نازک ښودل شوی.

سیمه د پاکستاني پوځیانو له لوري محاصره شوې او چاڼیز عملیات روان دي.

تروسه ددې برید په تړاو پاکستاني چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې ددې برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

دا په داسې حال ده چې نن د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې په لومړي ځانمرګي برید کې ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي اړوند حافظ ګل بهادر ډلې په یوه خبرپاڼه کې د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان د دغه ځان‌مرګي برید مسوولیت منلی دی.

یادې ډلې ادعا وکړه، چې د لسګونه پاکستاني پوځيانو د وژنې سربېره د یوه زغروال ټانګ او نورو پوځي تجهیزاتو د له‌منځه تلو ادعا کړې ده.

په بیان کې ویل شوي چې دا برید یې د شمالي وزیرستان په هرمز سیمه کې پاکستاني پوځ له‌خوا د ماشومانو د وژل کېدو پېښې په غبرګون کې د غچ‌اخیستنې په موخه کړی دی.

د‌پاکستان حکومت او پوځ لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.


طالبان وایي د تېرې میاشتې په پرتله صادراتو کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې له افغانستان څخه بهر هېوادونو ته د ۱۰۲،۷ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د یو میلیارد او ۲۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت افغانستان ته واردات شوي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې یاد صادرات د غویي په میاشت کې له افغانستان څخه پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته ترسره شوي دي.

د طالبانو له لورې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په غويي میاشت کې له افغانستان نه د صادراتو کچه ۱۷ سلنه زیاته شوي.

د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په وري میاشت کې بهر ته یوازې د ۸۵ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي و.

طالبانو دا هم ویلي، چې په غويي میاشت کې د ایران، پاکستان او چین په ګډون افغانستان ته د یو میلیارډ او ۲۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

د دغه ادارې د ارزونې له مخې، د وري میاشت په پرتله په غويي میاشت کې افغانستان ته د وارداتو کچه ۴۰۱،۲ میلیونه ډالر زیاته شوې ده.

د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په غويي میاشت کې تر ټلو ډېر صادارات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو ډیر واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.