• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سي ای اې پخوانۍ ماموره: د داعش، ټي ټي پي او القاعدې لوړپوړي غړي په افغانستان کې دي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۰۱ GMT+۱

د امریکا د استخباراتو مخکېنۍ مامورې سارا اډمز د داعش، القاعدې او د ټي ټي پي د لوړپوړو غړو یو توملړ خپور کړی او ادعا یې کړې، چې هغوی دا مهال په افغانستان کې حضور لري. نوموړې ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشر په کابل کې دی او د اسامه بن لادن زوی سعد بن لادن لا هم ژوندی دی.

د مېرمن اډمز په خبره، په افغانستان کې په دغو ډلو کې د تحریک طالبان پاکستان مشر نور ولي محسود هم شامل دی.

هغې زياته کړې: «هغه په ارامۍ په کابل کې ژوند کوي او د حقاني شبکې په یوه مېلمستون کې مېشت دی.»

سارا اډمز ادعا کوي، چې د امریکا د ادعاوو برعکس د اسامه بن لادن زوی سعد بن لادن لا هم ژوندی دی او په افغانستان کې دی.

هغې وويل: «هغه اوس اوږده ږيره لري، نږدې د خپلې مېرمنې د ورور سراج‌الدین حقاني په څېر توره ږېره لري.»

د هغې په وینا، د مرکزي اسیا لپاره د داعش د عملیاتو مشر ګل مراد خلیم اف اوس په تخار کې پټ دی او د القاعدې د ملکي کمېسیون غړی امین الحق چې تېر کال د پاکستان له زندانه خوشې شو دا مهال د تورې بورې په غرونو کې ژوند کوي.

د سارا اډمز په خبره، د القاعده شبکې یو لوړپوړی غړی عبدالعزیز المصري په پکتیا کې دی چې د دې شبکې د کيمياوي، بیولوژيکي، راديولوژيکي او اټومي وسلو د جوړولو پلانونه اداره کوي او سلیمان الزواي د خپل ورور سره یو ځای په افغانستان کې د القاعدې او داعش لپاره د استخدام او روزنې چارې مخ ته وړي.

د سي ای اې پخوانۍ مامورې زياته کړه، چې د القاعدې لوړپوړي غړي عادل رادي، مصطفی عادل، ابو الاخلاص المصري، اسلم کشمیري، عبدالرحمان المغربي او یزید صفات په دغه هېواد کې ژوند کوي.

هغې دا ادعا هم وکړه، چې د جماعت انصارالله تاجکستان ډلې قوماندان مهدي ارسلان اوس مهال په بدخشان ولایت کې فعالیت کوي.

سارا اډمز ویلي، حمزه الدرنوي چې د ۲۰۱۲ کال د بنغازي (لیبیا) د برید عامل و، اوس په کندهار کې دی او د کندهار د طالبانو د والي ملا شیرین تر ساتنې لاندې دی.

د هغې په خبره، د داعش یو لوړپوړی غړی اکرام افريدي په ننګرهار کې فعاليت لري او د دې ډلې پخوانی مشر اسلم فاروقي لا هم ژوندی دی، چې د افغانستان او پاکستان تر قبايلي سيمو تګ راتګ کوي.

له دې وړاندې د روسيې امنيتي چارواکو هم په افغانستان کې د شاوخوا ۲۰ ترهګرو ډلو د شتون خبر ورکړی و او اندېښنه یې څرګنده کړې وه.

د روسيې د دفاع وزير اندري بلوسوفمخکې د ګډ امنيت تړون سازمان د دفاع وزيرانو په ناسته کې خبرداری ورکړی و، چې د ګاونډيو هېوادونو او سيمو ته د سخت دريځو ډلو د ننوتلو احتمال شته.

د هغه په ​​وینا، له ۲۰څخه ډېرې سخت دریځې ډلې چې له ۱۵ زره څخه ډېر جنګيالي لري په افغانستان کې موجود دي.

په ورته وخت کې د روسیې د امنیت شورا مرستیال سکرتر یوري کوکوف په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د داعش «مخ په زیاتیدونکي» نفوذ د منځنۍ اسیا او حتی د روسیې خاورې ثبات ته جدي ګواښ دی.

طالبانو بیا په وار-وار ټینګار کړی، چې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه داعش په افغانستان کې ځپل شوي او د هیواد خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: ترکیه د سيمې بدلونونه په دقت څاري او د منځګړیتوب رول لوبوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۲۰ GMT+۱

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې د ایران او امریکا تر منځ باید یوه هوکړه وشي. نوموړي ویلي، چې که امریکا له تهران سره د اټومي پروګرام تر څنګ نور موضوعات مطرح کوي، نو ښایي ایران خبرو ته چمتو نه شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تېره شپه له هابر ټلوېزیون سره په ژوندۍ مرکه کې په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه وویل: «لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، موږ د سيمې ټول بدلونونه په دقت تعقیبوو او ډېر وخت د منځګړي رول لوبوو. ځکه زموږ او زموږ د سیمې په ګټه ده چې نوې جګړې پیل نه شي او روانې جګړې ختمې شي.»

د ترکیې اناډولو واژانس په یوه خبر کې ویلي، چې فیدان د تهران او واشنګټن ترمنځ یوې هوکړې ته د رسېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «اوسمهال یو خاموش وضعت روان دی، مګر د دې وضعیت د ټينګښت لپاره باید د ایران او امریکا ترمنځ یوه موافقه وشي. دواړه خواوې خبرو ته لېواله دي او اروپایان هم د ایرانیانو سره د خبرو پروسې ته دوام ورکولو کې لېوالتیا لري.»

نوموړي د ایران او اسراییل لنډمهاله اوربند ته په اشارې ته وویل، چې د نوي شخړې احتمال شته او د دغه جګړې پايلې به د دواړو هېوادونو ترڅنګ پر سیمه هم اغېزې وکړي.

د نوموړي په خبره، د ایران اټومي پروګرام د اختلافاتو یو اړخ او نور عناصر هم په دې شخړه کې رول لوبوي.

د امریکا د وروستیو بریدونو سره په ایران کې د اټومي تاسیساتو کمزوري کېدل جدي زیانونه اړولي او د دوی د کارونې وړتیا روښانه ده.

فیدان وایي: «اوس موږ کولای شو ووایو چې د ایران اټومي پروګرام ته یو ستر ګوزار ورکړل شوی دی.»

نوموړي په ټینګار سره د اندېښنې په توګه ویلي، چې که امریکا د تهران سره د اټومي پروګرام تر څنګ نور موضوعات مطرح کوي، نو ښایي ایران خبرو ته چمتو نه شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زياته کړې: «د اسراییل برید ایران ته د مشروع دفاع موقف ورکړ او دا يې وښوده چې اسراییل دومره ځواک نه لري چې د ایران اټومي وړتیاوې له منځه یوسي، بلکې یوازې يې دا وښوده چې غواړي له ایران سره مقابله وکړي.»

کندهار کې یو ځوان د وزګارۍ او ستونزو له امله فېسبوک کې تر خدای پامانۍ وروسته ځان وژنه کړې

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د فدا محمد اڅکزي په نوم یوه کندهاري ځوان د وزګارۍ او کورنۍ ستونزو له امله په فېسبوک کې تر خدای پامانۍ وروسته ځان وژنه وکړه. نوموړي له ځان وژنې څو شېبې وړاندې پر خپلې فېسبوک پاڼې یو وروستی پیغام خپور کړ: «بخښه به سره کوو، د الله په امان.»

د دغه پیغام له خپرېدو وروسته د هغه د ځان وژنې خبر خپور شو.

نوموړي تر ځان وژنې څو شېبې وړاندې خپل وروستی انځور هم د یادګار په توګه شریک کړی دی او لیکلي یې دي: «اخري تصویر»

دې پوسټ ډېر ژر د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پام ځان ته راواړولو، خو د څو شېبو په تېرېدو سره د فدامحمد د ځان وژنې په اړه خبرونه خپاره شول.

د فدا محمد وروستي پوسټ ته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بېلابېل غبرګونونه ښودلي او داسې ښکاري، چې نوموړي د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.

د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو د فدامحمد اڅکزي د ځان وژنې پړه پر طالبانو اچولې، د دوی په خبره حکومت د بېغورۍ له امله ځوانان ځان وژنه کوي.

د فدامحمد کورنۍ او خپلوانو یې تر اوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

العربیه: امریکا پر نتنېاهو د غزې د اوربند لپاره فشار راوړي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۰۵ GMT+۱

العربیه رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې امریکا پر نتنیاهو فشار راوړي څو په غزه کې اوربند ته غاړه کېږدي. یادې رسنۍ ته د اوربند منځګړو مصري سرچینو ویلي، چې د اوربند په تړاو به ډېر ژر د خبرو نوی پړاو پیل شي.

العربیه د شنبې په ورځ د خپلو مصري سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د غزې او اسراییل منځګړي هېوادونه «مصر او قطر» غواړي چې د غزې په تړاو د نښتو د درولو لپاره مشخص مهال وېش وټاکل شي.

سرچینو ویلي، چې د غزې د اوربند په تړاو د خبرو نوی پړاو به ډېر ژر پیل شي او تمه ده، چې وروستۍ پرېکړه د جولای میاشتې په دویمه اونۍ کې وشي.

د مصر سرچینو العربیه ته ویلي، چې منځګړو هېوادونو له واشنګټن نه غوښتنه کړې، څو اسراییل لږ تر لږه دوه اونۍ اوربند ته درناوی وکړي. هغوی همدارنګه د یو داسې پلان د ضمانت غوښتنه کړي، چې د جولای په میاشت کې غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو دوام یقیني کړي.

مصر او قطر په ګده هڅې پیل کړې، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند او بندیانو د تبادلې یوه هوکړه ترلاسه شي او تمه ده، چې دا هڅې د دوو اونیو په موده کې نهايي شي.

د مصر سرچینو ویلي، چې یو نوی پلان یې حماس او اسراییلي چارواکو ته وړاندې کړی، چې پکې اوربند، بېړنۍ بشري مرستې او د بندیانو تبادله شامله ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه په سپینه ماڼې کې ویلي، چې د غزې د اوربند لپاره د یوې هوکړې احتمال شته او ښايي دا هوکړه د راتلونکې یوې اونۍ په ترڅ کې وشي.

طالبان وایي د تېرې میاشتې په پرتله صادراتو کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې له افغانستان څخه بهر هېوادونو ته د ۱۰۲،۷ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د یو میلیارد او ۲۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت افغانستان ته واردات شوي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې یاد صادرات د غویي په میاشت کې له افغانستان څخه پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته ترسره شوي دي.

د طالبانو له لورې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په غويي میاشت کې له افغانستان نه د صادراتو کچه ۱۷ سلنه زیاته شوي.

د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په وري میاشت کې بهر ته یوازې د ۸۵ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي و.

طالبانو دا هم ویلي، چې په غويي میاشت کې د ایران، پاکستان او چین په ګډون افغانستان ته د یو میلیارډ او ۲۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

د دغه ادارې د ارزونې له مخې، د وري میاشت په پرتله په غويي میاشت کې افغانستان ته د وارداتو کچه ۴۰۱،۲ میلیونه ډالر زیاته شوې ده.

د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په غويي میاشت کې تر ټلو ډېر صادارات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو ډیر واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.

طالبان: د امریکا د سوداګرۍ خونه د بانکي اړیکو د پراختیا لپاره کنفرانس جوړوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۰۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مرکزي بانک مرستیال صدیق الله خالد د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له مشر جیفري ګریکو سره په لیدنه کې د بانکي اړیکو د پراخولو په اړه خبرې کړي. طالبانو د ګریکو په حواله د بانکي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د یوه کنفرانس خبر ورکړ.

ویل شوي چې دغه کنفرانس به د اګسټ په میاشت کې ترسره شي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مرکزي بانک د خبرپاڼې له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې، د افغانستان بانکي سکتور په دوه اړخیزو بانکي اړیکو کې د پام وړ پرمختګ کړی او خلکو ته د مالي تمویالاتو د ورکړې په برخه کې د تېر کال په اندازه ۷۱ سلنه زیاته شوې ده.

د افغانستان د مرکزي بانک مرستیال دا ادعا هم وکړه چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې، بانکي سکتور کې د امانتونو کچه شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ زیاته شوې.

طالبانو د جیفري ګریکو په حواله وویل چې د افغانستان د مرکزي بانک څخه یو پلاوی هم د اګست میاشت کې کېدونکي کنفرانس ته بلل شوی دی.

مخکې له دې، د ۱۴۰۲ کال د وږي په میاشت کې د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ خونې په کابل کې "د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو" تر سرلیک لاندې یو کنفرانس جوړ کړ.

جیفري ګریکو د وږي په پنځمه نېټه د طالبانو له خوا د افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته د لومړي ځل لپاره کابل ته سفر کړی او په کابل کې یې له ملا عبدالغني برادر او د خصوصي سکتور له یو شمېر استازو سره لیدلي.