• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د امریکا د سوداګرۍ خونه د بانکي اړیکو د پراختیا لپاره کنفرانس جوړوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۰۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مرکزي بانک مرستیال صدیق الله خالد د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له مشر جیفري ګریکو سره په لیدنه کې د بانکي اړیکو د پراخولو په اړه خبرې کړي. طالبانو د ګریکو په حواله د بانکي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د یوه کنفرانس خبر ورکړ.

ویل شوي چې دغه کنفرانس به د اګسټ په میاشت کې ترسره شي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مرکزي بانک د خبرپاڼې له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې، د افغانستان بانکي سکتور په دوه اړخیزو بانکي اړیکو کې د پام وړ پرمختګ کړی او خلکو ته د مالي تمویالاتو د ورکړې په برخه کې د تېر کال په اندازه ۷۱ سلنه زیاته شوې ده.

د افغانستان د مرکزي بانک مرستیال دا ادعا هم وکړه چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې، بانکي سکتور کې د امانتونو کچه شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ زیاته شوې.

طالبانو د جیفري ګریکو په حواله وویل چې د افغانستان د مرکزي بانک څخه یو پلاوی هم د اګست میاشت کې کېدونکي کنفرانس ته بلل شوی دی.

مخکې له دې، د ۱۴۰۲ کال د وږي په میاشت کې د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ خونې په کابل کې "د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو" تر سرلیک لاندې یو کنفرانس جوړ کړ.

جیفري ګریکو د وږي په پنځمه نېټه د طالبانو له خوا د افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته د لومړي ځل لپاره کابل ته سفر کړی او په کابل کې یې له ملا عبدالغني برادر او د خصوصي سکتور له یو شمېر استازو سره لیدلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په تېر کال کې له کورنۍ بودیجې څخه یو زرو او ۲۴۳ بېلابېلې پروژې پلې شوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۱

د طالبانو اقتصاد وزارت ویاند وايي، په تېر کال کې له کورنۍ بودیجې څخه یو زر او ۲۴۳ بېلابېلې پروژې پلې شوي دي. عبدالرحمان حبیب وايي چې په دې پروژو کې ۳۷۰ اساسي پروژې او ۸۳۷ فرعي پروژې شاملي دي او همدرنګه تېر کال کورني ناخلص تولید ۲ اعشاریه ۷ سلنه وده درلوده.

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب د دې ډلې تر واک لاندې ملي تلویزیون ته ویلي، چې د بشري ملاتړ په موخه، په تېر کال کې له بهرنیو همکارو موسسو سره په ګډه د بشري مرستو او اقلیمي بدلون له اغېزو ځپلو خلکو سره شاوخوا ۶۳۱ پروژې پلي شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې تېر کال کورنیو موسسو او بنسټونو یو زرو ۱۷ پروژې عملي کړې دي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي چې دا ډول پروژې د اقتصاد او کرنې برخې ته زیات ګټورې دي او دا باید ادامه پیدا کړي.

د یادونې وړ ده، که څه هم طالبان ادعا کوي چې زرګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې خو په دې وروستیو کې د افغانانو نیوکې دا دي، چې اقلیمي بدلونونو او د کار نشتوالي یې ژوند سخت کړی دی.

تاجکستان کې لسګونه افغان نجونې او هلکان له ۱۲ ټولګي فارغ شول

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۲ GMT+۱

سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمېدو وروسته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولو شوی، خو په تاجکستان کې د افغان کډوالو اړوند له یوه ښوونځي څخه لسګونه نجونې او هلکان له دولسم ټولګي فارغ شول.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان سفارت اړوند د سامانیانو ښوونځي د دولسم ټولګي څخه ۲۴مه دوره کې لګسونه نجونې او هلکان له دولسم ټولګي څخه فارغ شول.

د یادو افغان کډوالو زده کوونکو د فراغت مراسم په تاجکستان کې د افغانستان په سفارت کې ترسره شول، چې د تاجکستان د تېر جمهوري نظام د سفیر ظاهر اغبر په ګډون ګڼو تاجک مسولینو هم ګډون کړی و.

ظاهر اغبر د یادو افغان زده کوونکو د فراغت مراسمو پر مهال وویل:« دغه ځوانان د افغانستان د بیارغونې بنسټونه جوړي او د دوی هڅې به سبا د یوه پرمختللي افغانستان لپاره ضمانت وي.»

د سامانیانو ښوونځي د ۱۲م ټولګي د ۲۴مې دورې فراغت په مراسمو کې زده‌کوونکو د ملي سرود، فرهنګي نندارو او هڅوونکو ویناوو له لارې خپل استعدادونه نندارې ته وړاندې کړل؛ دا هغه فعالیتونه دي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ورته اجازه نه ورکول کېږي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه هرات ته لاړ

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د شنبې په ورځ د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هرات ته له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه سفر وکړ.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریس احمد الله متقي ویلي، په وروستۍ یوه اونۍ کې نږدې سل زره افغان کډوال له ایران څخه راستانه شوې دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

ټاکل شوې ده، چې د طالبانو چارواکي له ایران څخه د د راستنیدونکو افغان کډوالو د وضعیت د ارزونې او د هغوی د ستونزو د حل لپاره د "بېړنیو اقداماتو" ترسره کولو لپاره د اسلام کلا پولې ته سفر وکړي.

دې سره هممهاله په هرات کې د ډله‌ییزو کډوالو په راتګ سره خلک د کورونو د لوړو کرایو څخه شکایت کوي او وایي چې د کورونو کرایې لوړې شوي او دوی یې د ورکړې توان نه لري.

د روغتیا سازمان: د راستنېدونکو کډوالو د روغتيايي خدماتو لپاره ۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان مسولین وایي، چې په ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو له راستنېدو سره د راتلونکو درېیو میاشتو لپاره د روغتيايي خدماتو د دوام لپاره ۲ مېلیونه ډالرو ته بیړنۍ اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان سیمه‌ییزې مسوولې حنان بلخي پر اېکس پاڼې لیکلي، چې یوازي د جون میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې ۷۱۶۰۰ څخه ډېر کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۹۱ سلنه له ایران څخه راغلي دي.

نوموړې ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د بېرته راستانه شویو کډوالو لپاره بیړنۍ درملنه، واکسینونه، د نارغیو څارنه او رواني روغتیا په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

نوموړې د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو د راستنېدو او د بودیجې د کمښت له امله پر پوله روغتیايي سیسټمونه تر خپلو وروستیو فشارونو لاندې دي.

حنان بلخي ویلي:«د راتلونکو ۳ میاشتو لپاره د روغتيايي خدمتونو د دوام لپاره ۲ میلیونه ډالرو ته بیړنۍ اړتیا ده.»

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان سیمه‌ييزې مسوولې ویلي، چې د بېرته راستنو شویو افغان کډوالو سره دې د مرستو اقدام وشي.

حنان بلخي په داسې حال کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د ۲ مېلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده، چې د تېرې اونۍ راهیسې له ایران نږدې سل زره افغان کډوال په ډله‌ییزه توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي.

له ایران څخه د کډوالو ډله‌ییزې ستنېدنې له امله هرات کې د کورونو کرايې څو برابره لوړې شوې

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۱

د هرات ولایت اوسیدونکي وايي، د هغو زرګونو افغان کډوالو له ستنېدو سره چې په تېرو ورځو کې له ایران څخه اېستل شوي په هرات ولایت کې د کورونو کرایې بې ساري لوړې شوې دي. دغه اوسېدونکي له لوړو کرایو شکایت کوي او وایي چې د ورکړې توان یې نه لري.

دغه اوسیدونکي وايي، مخکې د یوه عادي کور کرایه ۵ زره افغانۍ وه، خو اوس هماغه کورونه د شاوخوا ۱۵۰۰۰ افغانۍ په کرایه ورکول کیږي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته یو شمېر هغه کسانو چې په کرایي کورونو کې اوسېږي ویلي، د کډوالو په راستنېدو سره د کورونو مالکانو ورباندې کرایې لوړې کړي دي.

د محمد جان په نوم یو سړی چې د تېرو شپږو کلونو راهیسې په هرات کې مېشت دی افغانستان انټرنشنل ته ویلي:« شپږ کاله مخکې مې د هرات په شپږمه ناحیه کې یو کور په شپږنیم زره افغانۍ کرایه کړی، هر کال یې کرایه لږ لوړه کوله بلاخره د کور کرایه مې د تېر کال راهیسې ۹زره افغانۍ ته ورسېده. خو درې ورځې مخکې د کور خاوند راته ټلیفون وکړ او وې ویل چې د کورونو کرایه لوړه شوې ده. د دې کور کرایه ۲۵ زره افغانۍ ده، یا ۲۵ زره افغانۍ کرایه راکړه او یا هم له کوره ووځه.»

دغه کس وايي، د لوړې کرایې د پوره کولو توان یې نه لاره د هرات کور یې پرېښود او اوس یې هلمند ولایت ته کډه کړې.

د هرات ولایت یو شمېر اوسیدونکي وايي، له ایران څخه د افغان کډوالو د ډله‌ییز راستنولو له امله نه یوازې د استوګنې موندل ګران شوې، بلکي د کرایو لوړېدل یې ورځنی ژوند له کړاو سره مخ کړي دي.

د عبدالعزیز په نوم له ایران څخه بېرته راستون شوی کډوال وايي:« موږ له ایران نه په زور راوېستل شو، خو دلته د کور موندل خورا غټه ستونزه ده. یو کور چې مخکې په ۵ زره کرایه کېده، اوس هماغه کور درې چنده ګران شوی. نه مې وس رسیږي، نه بل ځای لرم چې لاړ شم.»

پر همدغه مهال په هرات ښار کې د ملکیتونو د راکړې ورکړې دفتر کارکوونکي وايي، ځايي خلک د خلکو له مجبوریت څخه په استفادې د کورونو کرایې لوړې کړي دي.

د د ملکیتونو د راکړې ورکړې دفتر یو کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي:« د کورونو مالکان د خلکو په ستونزو کې خپله ګټه لټوي. د خلکو له مجبوریت څخه استفاده کوي او کرایې لوړې کړي دي. دا هېڅ انصاف او مېلمه پالنه نه ده.»

بل خو په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ډیله‌ییزې ستنولو لپاره یې د بیړنیو مرستو چمتوالی نیولی دی او له ایران څځه تازه راستانه شوي کډوال یې په موقت پنډغالو کې ځای پرځای کړي دي.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریس احمد الله متقي ویلي، چې په وروستۍ یوه اونۍ کې نږدې سل زره افغان کډوال له ایران څخه راستانه شوې دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.