• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تاجکستان کې لسګونه افغان نجونې او هلکان له ۱۲ ټولګي فارغ شول

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۳۵ GMT+۱

سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمېدو وروسته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولو شوی، خو په تاجکستان کې د افغان کډوالو اړوند له یوه ښوونځي څخه لسګونه نجونې او هلکان له دولسم ټولګي فارغ شول.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان سفارت اړوند د سامانیانو ښوونځي د دولسم ټولګي څخه ۲۴مه دوره کې لګسونه نجونې او هلکان له دولسم ټولګي څخه فارغ شول.

د یادو افغان کډوالو زده کوونکو د فراغت مراسم په تاجکستان کې د افغانستان په سفارت کې ترسره شول، چې د تاجکستان د تېر جمهوري نظام د سفیر ظاهر اغبر په ګډون ګڼو تاجک مسولینو هم ګډون کړی و.

ظاهر اغبر د یادو افغان زده کوونکو د فراغت مراسمو پر مهال وویل:« دغه ځوانان د افغانستان د بیارغونې بنسټونه جوړي او د دوی هڅې به سبا د یوه پرمختللي افغانستان لپاره ضمانت وي.»

د سامانیانو ښوونځي د ۱۲م ټولګي د ۲۴مې دورې فراغت په مراسمو کې زده‌کوونکو د ملي سرود، فرهنګي نندارو او هڅوونکو ویناوو له لارې خپل استعدادونه نندارې ته وړاندې کړل؛ دا هغه فعالیتونه دي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ورته اجازه نه ورکول کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه هرات ته لاړ

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د شنبې په ورځ د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هرات ته له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه سفر وکړ.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریس احمد الله متقي ویلي، په وروستۍ یوه اونۍ کې نږدې سل زره افغان کډوال له ایران څخه راستانه شوې دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

ټاکل شوې ده، چې د طالبانو چارواکي له ایران څخه د د راستنیدونکو افغان کډوالو د وضعیت د ارزونې او د هغوی د ستونزو د حل لپاره د "بېړنیو اقداماتو" ترسره کولو لپاره د اسلام کلا پولې ته سفر وکړي.

دې سره هممهاله په هرات کې د ډله‌ییزو کډوالو په راتګ سره خلک د کورونو د لوړو کرایو څخه شکایت کوي او وایي چې د کورونو کرایې لوړې شوي او دوی یې د ورکړې توان نه لري.

د روغتیا سازمان: د راستنېدونکو کډوالو د روغتيايي خدماتو لپاره ۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان مسولین وایي، چې په ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو له راستنېدو سره د راتلونکو درېیو میاشتو لپاره د روغتيايي خدماتو د دوام لپاره ۲ مېلیونه ډالرو ته بیړنۍ اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان سیمه‌ییزې مسوولې حنان بلخي پر اېکس پاڼې لیکلي، چې یوازي د جون میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې ۷۱۶۰۰ څخه ډېر کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۹۱ سلنه له ایران څخه راغلي دي.

نوموړې ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د بېرته راستانه شویو کډوالو لپاره بیړنۍ درملنه، واکسینونه، د نارغیو څارنه او رواني روغتیا په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

نوموړې د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو د راستنېدو او د بودیجې د کمښت له امله پر پوله روغتیايي سیسټمونه تر خپلو وروستیو فشارونو لاندې دي.

حنان بلخي ویلي:«د راتلونکو ۳ میاشتو لپاره د روغتيايي خدمتونو د دوام لپاره ۲ میلیونه ډالرو ته بیړنۍ اړتیا ده.»

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان سیمه‌ييزې مسوولې ویلي، چې د بېرته راستنو شویو افغان کډوالو سره دې د مرستو اقدام وشي.

حنان بلخي په داسې حال کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د ۲ مېلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده، چې د تېرې اونۍ راهیسې له ایران نږدې سل زره افغان کډوال په ډله‌ییزه توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي.

له ایران څخه د کډوالو ډله‌ییزې ستنېدنې له امله هرات کې د کورونو کرايې څو برابره لوړې شوې

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۱

د هرات ولایت اوسیدونکي وايي، د هغو زرګونو افغان کډوالو له ستنېدو سره چې په تېرو ورځو کې له ایران څخه اېستل شوي په هرات ولایت کې د کورونو کرایې بې ساري لوړې شوې دي. دغه اوسېدونکي له لوړو کرایو شکایت کوي او وایي چې د ورکړې توان یې نه لري.

دغه اوسیدونکي وايي، مخکې د یوه عادي کور کرایه ۵ زره افغانۍ وه، خو اوس هماغه کورونه د شاوخوا ۱۵۰۰۰ افغانۍ په کرایه ورکول کیږي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته یو شمېر هغه کسانو چې په کرایي کورونو کې اوسېږي ویلي، د کډوالو په راستنېدو سره د کورونو مالکانو ورباندې کرایې لوړې کړي دي.

د محمد جان په نوم یو سړی چې د تېرو شپږو کلونو راهیسې په هرات کې مېشت دی افغانستان انټرنشنل ته ویلي:« شپږ کاله مخکې مې د هرات په شپږمه ناحیه کې یو کور په شپږنیم زره افغانۍ کرایه کړی، هر کال یې کرایه لږ لوړه کوله بلاخره د کور کرایه مې د تېر کال راهیسې ۹زره افغانۍ ته ورسېده. خو درې ورځې مخکې د کور خاوند راته ټلیفون وکړ او وې ویل چې د کورونو کرایه لوړه شوې ده. د دې کور کرایه ۲۵ زره افغانۍ ده، یا ۲۵ زره افغانۍ کرایه راکړه او یا هم له کوره ووځه.»

دغه کس وايي، د لوړې کرایې د پوره کولو توان یې نه لاره د هرات کور یې پرېښود او اوس یې هلمند ولایت ته کډه کړې.

د هرات ولایت یو شمېر اوسیدونکي وايي، له ایران څخه د افغان کډوالو د ډله‌ییز راستنولو له امله نه یوازې د استوګنې موندل ګران شوې، بلکي د کرایو لوړېدل یې ورځنی ژوند له کړاو سره مخ کړي دي.

د عبدالعزیز په نوم له ایران څخه بېرته راستون شوی کډوال وايي:« موږ له ایران نه په زور راوېستل شو، خو دلته د کور موندل خورا غټه ستونزه ده. یو کور چې مخکې په ۵ زره کرایه کېده، اوس هماغه کور درې چنده ګران شوی. نه مې وس رسیږي، نه بل ځای لرم چې لاړ شم.»

پر همدغه مهال په هرات ښار کې د ملکیتونو د راکړې ورکړې دفتر کارکوونکي وايي، ځايي خلک د خلکو له مجبوریت څخه په استفادې د کورونو کرایې لوړې کړي دي.

د د ملکیتونو د راکړې ورکړې دفتر یو کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي:« د کورونو مالکان د خلکو په ستونزو کې خپله ګټه لټوي. د خلکو له مجبوریت څخه استفاده کوي او کرایې لوړې کړي دي. دا هېڅ انصاف او مېلمه پالنه نه ده.»

بل خو په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ډیله‌ییزې ستنولو لپاره یې د بیړنیو مرستو چمتوالی نیولی دی او له ایران څځه تازه راستانه شوي کډوال یې په موقت پنډغالو کې ځای پرځای کړي دي.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریس احمد الله متقي ویلي، چې په وروستۍ یوه اونۍ کې نږدې سل زره افغان کډوال له ایران څخه راستانه شوې دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

د ایران مشهور سني عالم: افغانستان امن دی ځکه د ایران او اسراییل د جګړې پر مهال هلته ولاړم

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د ایران مشهور سني عالم عبدالحمید په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د ایران او سراییل ترمنځ د جکړې پرمهال د پراوزونو د بندښت له امله یې له حج څخه د راستنېدو پرمهال د عراق او پاکستان پرځای افغانستان وټاکه. نوموړي په یوې وینا کې ویلي چې افغانستان امن دی.

مولوي عبدالحمید د پنجشنبې په ورځ له سعودي څخه هرات ښار ته رسیدلی.

مولوي عبدالحمید، د زاهدان د سني خطیب او په ایران کې یو له خورا با نفوذه مذهبي شخصیتونو څخه دی. نوموړی ادعا کوي چې افغانستان کې امن دی او هغه د طالبانو څخه مننه وکړه، چې د ایراني حاجیانو په انتقال کې یې مرسته وکړه.

مولوي عبدالحمید وویل:«په افغانستان کې یوه ښځه کولی شی چې له یوې سیمې بلې سیمې ته په ورځو ورځو سفر وکړي او امنیت یې خوندي دی او خلک خپل موټر له کوره بهر ودروی ځکه امنیت دی.»

په دې وروستیو کلونو کې، مولوي عبدالحمید د ایران د اسلامي جمهوریت د پالیسیو او په ځانګړې توګه د مذهبي لږکیو او سنیانو د حقونو د نه ورکولو له امله سختې نیوکې کړي دي.

دغه عالم د طالبانو لخوا د نجونو او ښځو د تعلیم د بندیز له امله هم نیوکه کړې وه او دا بندیز یې غیر اسلامي ګڼلی و.

هغه ویلي وچې وېره لري چې د طالبانو کړنې به "اسلام ته زیان ورسوي."

د ایران دا مشهور سني عالم په داسې حال کې په افغانستان کې د امنیت د تامین ادعا کوي چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د امنیت په اړه اندېښنې راپورته شوي او ځینو هېوادونو نیوکه کړې چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرو ډلو کوربتوب کوي. هغه نیوکې چې طالبانو تل رد کړي دي.

ځانمرګی برید؛ شمالي وزیرستان کې د وژل‌ شویو پاکستاني پوځیانو شمېر ۱۳ کسانو ته لوړ شو

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۰۷ GMT+۱

نړۍوالې رسنۍ وايي چې د خېبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د یوه ځان‌مرګي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

اسوشیټېډپرېس شنبه (جون ۲۸مه) د یوه پاکستاني پوځي چارواکي په حواله زیاته کړې چې په دغه برید کې ۱۹ ملکیان هم ټپیان شوي دي. دا برید د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان شوی دی.

بل‌خوا، د یادې سیمې ځايي خبریالان وايي چې په دغه ځان‌مرګي برید کې ۱۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي اړوند حافظ ګل بهادر ډلې په یوه بیان کې د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان د دغه ځان‌مرګي برید مسوولیت منلی دی.

یاده ډله ادعا کوي چې د لسګونه پاکستاني پوځيانو د وژنې سربېره د یوه زغروال ټانګ او نورو پوځي تجهیزاتو د له‌منځه تلو ادعا کړې ده. په بیان کې ویل شوي چې دا برید یې د شمالي وزیرستان په هرمز سیمه کې پاکستاني پوځ له‌خوا د ماشومانو د وژل کېدو پېښې په غبرګون کې د غچ‌اخیستنې په موخه کړی دی.

د‌پاکستان حکومت او پوځ لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.