ځانمرګی برید؛ شمالي وزیرستان کې د وژل شویو پاکستاني پوځیانو شمېر ۱۳ کسانو ته لوړ شو

نړۍوالې رسنۍ وايي چې د خېبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

نړۍوالې رسنۍ وايي چې د خېبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
اسوشیټېډپرېس شنبه (جون ۲۸مه) د یوه پاکستاني پوځي چارواکي په حواله زیاته کړې چې په دغه برید کې ۱۹ ملکیان هم ټپیان شوي دي. دا برید د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان شوی دی.
بلخوا، د یادې سیمې ځايي خبریالان وايي چې په دغه ځانمرګي برید کې ۱۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي اړوند حافظ ګل بهادر ډلې په یوه بیان کې د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان د دغه ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.
یاده ډله ادعا کوي چې د لسګونه پاکستاني پوځيانو د وژنې سربېره د یوه زغروال ټانګ او نورو پوځي تجهیزاتو د لهمنځه تلو ادعا کړې ده. په بیان کې ویل شوي چې دا برید یې د شمالي وزیرستان په هرمز سیمه کې پاکستاني پوځ لهخوا د ماشومانو د وژل کېدو پېښې په غبرګون کې د غچاخیستنې په موخه کړی دی.
دپاکستان حکومت او پوځ لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.


په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر وايي وايي چې د دغه ولایت دلعلپورې ولسوالۍ په ګلډاګ، ګرداوې، شاکوټي، چکنور او نورو سيمو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله پنځه سوه جريبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، د دې ورښتونو او سېلابونو په ترڅ کې د جوارو، مرچکو او نورو ترکاریو کروندې زيانمنې شوي او بزګرانو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
په ننکرهار کې د طالبانو ولایت مقام د رسنیو دفتر په خپاره شوي بیان کې راغلي چې په دې ولسوالۍ کې يو شمېر استنادي دېوالونه او فرعي سړکونه هم تخريب شوي دي.
طالبانو له مرستهرسوونکو ادارو او خيريه بنسټونو نه غوښتي چې د بيارغونې او بزګرانو سره د مرستو په برخه کې همکاري وکړي.
د یادونې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د سختو توپانونو، ورښتونو او سېلابونه له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.

دطالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت ویلي چې په تېره اونۍ کې یې محتسبانو د ښځو اړوند «۱۷ بېلابېلې دوسیې» څېړلي او د حل لارې یې ورته موندلې دي. کورنی تاوتریخوالی او په زوره نکاح د دغو شکایتونو برخې ګنل شوي.
د شنبې په ورځ د (چنګاښ ۷مه) یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې یوازې په لغمان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې یې «۷مېرمنې» له اجباري نکاح څخه ژغورلي دي. طالبانو ادعا کړې چې له دې سره یې ښځو ته خپل حقوق ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ویل شوي، ملا هبت الله تر اوسه پورې د ښځو اړوند «۸۰ فرمانونو» صادر کړي چې د دوی ژوند، حقونه او ازادۍ یې په کې سختې محدودې کړي دي. طالبانو د خپلې اونۍ واکمنۍ له پېل راهیسې د زده کړو، کار، سفرونو او ورزش تر څنګ په بېلابېلو برخو کې پر ښځو یو شمېر بندیزونه لګولي دي.
که څه هم نړیوالې ټولنې له دغه ډلې غوښتي چې د ښځو په تړاو دې خپل دریځ نرم کړي، خو پر افغانستان واکمنو نه یوازې دغو غوښتنو ته چندان پاملرنه نه ده کړې، بلکې خپلې سختدریځه تګلارې او بندیزونه یې لا نور ډېر کړي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو معاونیت ادعا کړې چې افغانستان اوس مهال په ۱۳۰ برخو کې بشپړې او په ۱۰۰سلنه ځانبسیانې ته رسېدلی دی. د دغه دفتر په وینا، په ټول هېواد کې شپږ زره فابریکې په رسمي ډول فعالیت کوي.
نوموړي دفتر شنبه (چنګاښ ۷مه) د اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې د دې کارخونو ۷۵ سلنه تولیدات د ترکاري او مېوې پروسس، غوړو، مالګې، درملو، اوسپنې، سیمېنټو، فولادو، کیمیاوي موادو او نورو اړینو توکو په برخه کې دي. همداراز، په دغو فابریکو کې شاوخوا ۱۳۵ زره افغانان کار کوي.
د کارخونو لپاره د مصرفي توکو د قاچاق مخنیوی، د هغو وارداتي توکو پر وارداتو تعرفه لوړېدل چې کور دننه یې تولید شونی دی، کورني صنعت ته د اړتیا وړ خامو موادو برابرېدل، د صنعتکارانو ته د خامو موادو، ماشین الاتو، برېښنايي وسایلو او اړینو تجهیزاتو د وارداتو په برخه کې تعرفوي اسانتیاوې او ځینو نور اقدامات، طالبان صنعتي فابریکو ته رامنځته شوې اسانتیاوې بولي.
د طالبانو په وینا، یاد اقدامات د کورنیو تولیداتو د ودې، د وارداتو د کمېدو او د صنعتي ځانبسیانې پر لور د هېواد د حرکت مهم ګامونه بلل کېږي.
طالبان دا ادعا داسې مهال کوي چې په هېواد کې تر بل هر وخت بېکاري ډېره شوې او هېوادوال له یوه ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي.
څو ورځې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و چې د خوړو خوندیتوب وضعیت د نسبي ښهوالي سربېره، په افغانستان کې تر ۹.۵ مېلیونو ډېر خلک لاهم د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.
د دغه سازمان د وروستۍ ارزونې پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال له مې تر اکټوبر پورې د افغانستان شاوخوا ۲۱ سلنه نفوس چې ۹.۵ مېلیونه وګړي کېږي، په بحراني یا ډېر ناوړه وضعیت کې دي. له دې جملې نه ۱.۶ مېلیونه خلک په بېړني وضعیت کې او نږدې ۸ مېلیونه نور بیا ډېر ناوړه وضعیت کې دي.

د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالۍ په خدي سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
امنیتي سرچینو ویلي چې په چاودنه کې یو کور هم نړېدلی چې له امله یې د څلورو ښځو او پنځو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکيان ټپیان شوي دي. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو یې روغتیايي حالت ناسم ښودل شوی دی.
پاکستاني امنیتي چارواکي وايي چې چاودنه یو ځانمرګی برید و او د سیمې اوسېدونکو ته یې سخت زیانونه اړولي دي. د پیښې په تړاو ځايي پولیسو خپلې څېړنې پیل کړي دي.
تر اوسه پورې کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» په یادو سیمو کې پراخ فعالیتونه لري.

مسکو وایي چې په افغانستان کې د داعـش خراسان د پلانونو له امله جدي اندېښنه لري او دا ډله غواړي چې له همدې لارې څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ځان ورسوي. د روسیې امنیت شورا مرستیال منشي یوري کوکوف تازه په دې تړاو اندېښنه ښودلې.
نوموړي له د روسیسکایا ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: «د داعش نړۍوالې ترهګرې ډلې پلویان په دې هڅه کې دي چې ترهګري د منځنۍ اسیا هېوادونو ته او بیا روسیې ته وغځوي. دا یوه جدي اندېښنه ده».
نوموړي افغانستان لا هم د بېثباتۍ او ګواښ سرچینه بللې ده. هغه زیاته کړې: «په سیمه کې د سختدریځو اسلامي ډلو د نفوذ د پراخېدو او د دوی د پیاوړتیا خطر ډېر شوی، په ځانګړي ډول په تاجکستان او ازبکستان کې».
له دې وړاندې، د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسوف هم خبرداری ورکړی و چې د افغانستان دوامداره بېثباتي د شانګهای د همکاریو سازمان په سیمه کې د سرحدي جرمونو او ترهګرۍ لویه سرچینه ده.
سره له دې چې روسیه او د سیمې ډېری هېوادونه له طالبانو سره ډېپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري، خو لا هم د خپلو پولو د امنیت او له افغانستان څخه د افراطي ډلو او وسلو د احتمالي نفوذ په اړه اندېښنه لري. د همدې اندېښنو له امله، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د ګډ امنیت تړون سازمان په تاجکستان کې څو پوځي تمرینونه ترسره کړي دي. دغه سازمان بیا-بیا خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د افراطي وسلهوالو د نفوذ خطر شته.
په همدې تړاو، د روسیې د فدرالي امنیت ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف، سږ کال د غبرګولي میاشتې په یوه ناسته کې چې د منځنۍ اسیا د لوړپوړو امنیتي چارواکو په حضور کې په مسکو کې جوړه شوې وه، وویل چې د داعش او د دې ډلې د څانګو فعالیتونه په افغانستان کې ډېر شوي دي. د هغه په وینا، نړۍوالې ترهګرې ډلې پر هغو وسلهوالو حساب کوي چې په افغانستان او سوریه کې فعال دي.
د روسیې د دفاع وزیر، اندري بلوسوف، دا هم ویلي چې تر ۲۰ زیاتې افراطي ډلې چې شمېر یې تر ۱۵ زرو جنګیالیو ته رسېږي، په افغانستان کې فعالیت لري او دا ډلې هڅه کوي چې د دې هېواد له لارې ګاونډیو او نورو سیمو ته نفوذ وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د ۱۴۰۳ کال د کب په میاشت کې د تاجکستان له ولسمشر سره په لیدنه کې ټینګار کړی و چې د افغانستان له خاورې راولاړېدونکي ګواښونه د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره خطرناک دي او روسیه نهشي کولی دا ګواښونه له پامه وغورځوي.