شمالي وزیرستان کې ځانمرګی برید؛ پنځه پاکستاني پوځیان ووژل شول

د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالۍ په خدي سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالۍ په خدي سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
امنیتي سرچینو ویلي چې په چاودنه کې یو کور هم نړېدلی چې له امله یې د څلورو ښځو او پنځو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکيان ټپیان شوي دي. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو یې روغتیايي حالت ناسم ښودل شوی دی.
پاکستاني امنیتي چارواکي وايي چې چاودنه یو ځانمرګی برید و او د سیمې اوسېدونکو ته یې سخت زیانونه اړولي دي. د پیښې په تړاو ځايي پولیسو خپلې څېړنې پیل کړي دي.
تر اوسه پورې کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» په یادو سیمو کې پراخ فعالیتونه لري.

مسکو وایي چې په افغانستان کې د داعـش خراسان د پلانونو له امله جدي اندېښنه لري او دا ډله غواړي چې له همدې لارې څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ځان ورسوي. د روسیې امنیت شورا مرستیال منشي یوري کوکوف تازه په دې تړاو اندېښنه ښودلې.
نوموړي له د روسیسکایا ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: «د داعش نړۍوالې ترهګرې ډلې پلویان په دې هڅه کې دي چې ترهګري د منځنۍ اسیا هېوادونو ته او بیا روسیې ته وغځوي. دا یوه جدي اندېښنه ده».
نوموړي افغانستان لا هم د بېثباتۍ او ګواښ سرچینه بللې ده. هغه زیاته کړې: «په سیمه کې د سختدریځو اسلامي ډلو د نفوذ د پراخېدو او د دوی د پیاوړتیا خطر ډېر شوی، په ځانګړي ډول په تاجکستان او ازبکستان کې».
له دې وړاندې، د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسوف هم خبرداری ورکړی و چې د افغانستان دوامداره بېثباتي د شانګهای د همکاریو سازمان په سیمه کې د سرحدي جرمونو او ترهګرۍ لویه سرچینه ده.
سره له دې چې روسیه او د سیمې ډېری هېوادونه له طالبانو سره ډېپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري، خو لا هم د خپلو پولو د امنیت او له افغانستان څخه د افراطي ډلو او وسلو د احتمالي نفوذ په اړه اندېښنه لري. د همدې اندېښنو له امله، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د ګډ امنیت تړون سازمان په تاجکستان کې څو پوځي تمرینونه ترسره کړي دي. دغه سازمان بیا-بیا خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د افراطي وسلهوالو د نفوذ خطر شته.
په همدې تړاو، د روسیې د فدرالي امنیت ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف، سږ کال د غبرګولي میاشتې په یوه ناسته کې چې د منځنۍ اسیا د لوړپوړو امنیتي چارواکو په حضور کې په مسکو کې جوړه شوې وه، وویل چې د داعش او د دې ډلې د څانګو فعالیتونه په افغانستان کې ډېر شوي دي. د هغه په وینا، نړۍوالې ترهګرې ډلې پر هغو وسلهوالو حساب کوي چې په افغانستان او سوریه کې فعال دي.
د روسیې د دفاع وزیر، اندري بلوسوف، دا هم ویلي چې تر ۲۰ زیاتې افراطي ډلې چې شمېر یې تر ۱۵ زرو جنګیالیو ته رسېږي، په افغانستان کې فعالیت لري او دا ډلې هڅه کوي چې د دې هېواد له لارې ګاونډیو او نورو سیمو ته نفوذ وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د ۱۴۰۳ کال د کب په میاشت کې د تاجکستان له ولسمشر سره په لیدنه کې ټینګار کړی و چې د افغانستان له خاورې راولاړېدونکي ګواښونه د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره خطرناک دي او روسیه نهشي کولی دا ګواښونه له پامه وغورځوي.

د جان هریسن په نوم یوه متقاعد امریکايي ډاکټر په متحده ایالاتونو کې د افغان کډوالو کورنیو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له حکومت نه یې غوښتي چې له دې کورنیو سره پر کړو ژمنو ودرېږي.
د مقالې لیکوال وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، یو شمېر هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، له خپلو کورنیو سره امریکا ته لېږدول شوي دي.د هغه په وینا، دا خلک له امریکایي ځواکونو سره د صادقانه کار او خدمت له امله د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) په ترلاسه کولو سره د مرګ له خطر نه ژغورل شوي او دا مهال په امریکا کې ژوند کوي.
نوموړي امریکايي ډاکټر ویلي چې په تېروشاوخوا درېیو کلونو کې په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو کورنیو دندې موندلي، ماشومان یې ښوونځيو ته تللي او انګلیسي ژبه یې زده کړې ده.هغه زیاته کړې چې افغان ځوانان په دغه هېواد کې پوهنتونونو ته ځي او د خپلو زدهکړو تر څنګ نیمه ورځ دندې هم لري.
جان هریسن وايي چې دې کورنیو د افغانستان پرېښودو او په بېړني حالت او اندېښنې سره متحده ایالاتو ته د لېږدولو پر مهال له خپلو کورنیو سره ان د خدای پاماني کولو فرصت هم نه درلود. د هغه په وینا، امریکا ته تللیو افغانانو په پوځي کمپونو کې سختې ورځې تېرې کړې، خو د ټولو ننګونو سره سره، دوی وکولای شول چې یو نوی ژوند پیل کړي.
هغه ټینګار کړی چې دا کورنۍ په امریکا کې ازادۍ، د نجونو زدهکړو، کار او ژوند ته ارزښت ورکوي، خو دا مهال هغوی د ایستلو له ګواښ ته اندېښمن دي. د یاد ډاکټر په وینا، د امریکا حکومت باید له دې خلکو سره خپلې کړې ژمنې پوره او د هغوی ملاتړ وکړي.
د مقالې لیکوال زیاته کړې چې افغان کډوال لاهم په افغانستان کې د خپلو پاتې کورنیو غړو له لیدلو نه محروم دي، خو بیا هم هغوی په امریکا کې له شته فرصتونو خوښ او منندوی دي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام یا د ټيپياېس موده به د ۲۰۲۵ کال د جولای پر۱۴مه پای ته ورسېږي. د دغه وزارت په وینا، د افغانستان امنیتي او اقتصادي شرایط ښه شوي او نور د دغه پروګرام د دوام وړ نه ګڼل کېږي. دې پرېکړې زرګونه هغه افغانان چې په متحدهایالاتونو کې ژوند کوي، د ایستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) د نوې ارزونې له مخې، طالبانو تر دې دمه له ۸۰ زیات رسمي فرمانونه، لارښوونې او احکام صادر کړي، چې د ښځو بشري حقونه او فردي ازادۍ یې په مستقیم ډول او تنظیم شوې بڼه په نښه کړي دي.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله دې فرمانونو د ښځو او نجونو د ژوند بېلابېل برخې اغېزمنې کړي دي. له شپږم ټولګي وروسته د نجونو پر زدهکړو بندیز، په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز، له شرعي محرم پرته د سفر مخنیوی، د جامو او حجاب په برخه کې سخت محدودیتونه او له پارکونو، ورزشي سالونونو، عامه حمامونو، کتابتونونو او پوهنتونونو څخه د ښځو بشپړ منعه کیدل د دغو فرمانونو برخې دي.
په راپور کې راغلي، نه یوازې دا چې ښځې له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند څخه محوه شوي، بلکې د طالبانو د واکمنۍ په جوړښت کې هم هېڅ رول نه لري. دا مهال، د دغه ډلې په حکومت کې هېڅ ښځه په کابینه یا ولایتي دفترونو کې نشته او شاوخوا ۸۰ سلنه ځوانې ښځې له زدهکړو، کار یا مسلکي روزنو څخه بې برخې پاتې دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې دا تګلارې نه یوازې د ښځو بسنټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې افغان ټولنه هم له ستر خطر سره مخ کوي. د دې ادارې شنونکي وايي، که دغه بندیزونه دوام پیدا کړي، فقر به زیات شي، د زدهکړو کچه به راټیټه شي او د ښځو پر وړاندې به جوړښتي تاوتریخوالی لا ډېر شي.
راپور کاږي، سره له دې چې فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي، خو افغان ښځې لا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. ځینې ښځې د وړو اقتصادي نوښتونو، پټو ښوونیزو فعالیتونو او رسنیزو هڅو له لارې د خپل غږ پورته کولو هڅه کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي او د هغوی د اساسي حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره سیاسي، اقتصادي او ډېپلوماتیک ګامونه واخلي.

د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (اېف بي ای) تر پلټنو وروسته د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یو خبریال د «ماشوم د غیر اخلاقي انځورونو» د لرلو په تور نیول شوی او په موقتي توګه له دندې هم ایستل شوی دی.
د یادې ورځپاڼې ادارې ویلي چې دغه خبریال یې د قانوني څېړنو تر پای ته رسېدو پورې په موقتي توګه له دندې ایستلی دی. تر اوسه د نیول شوي خبریال نوم نه دی په ډاګه شوی او قضیه یې لا هم تر څېړنو لاندې ده. د څېړنو پر مهال د دغه خبریال له لپټاپ څخه «۱۱ داسې وېډیوګانې موندل شوي» چې د ماشومانو د جنسي ځورونې محتوا لري.

د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی چې د محرم په موده کې د امنیتي او مذهبي اندېښنو له امله له دغه ایالت نه د افغان کډوالو د ایستلو د ټاکل شوي ضربالاجل وروستۍ نېټه په موقت ډول ځنډول شوې ده.
پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې د محرم تر لومړۍ لسیزې وروسته به د ایستلو پراخ عملیات یو وار بیا پیل شي.
ورته مهال ویل کېږي چې د پاکستان فدرالي حکومت به ډېر ژر د دغه بهیر د غځېدو یا د نویو مقرراتو د جوړېدو په اړه بیان خپور کړي.
دې سره جوخت، د پاکستان امنیتي ځواکونو د جعلي هویت اسنادو، ناقانونه تابعیت او د هغو شکمنو دولتي کارمندانو پر وړاندې چې له افغانانو سره اړیکې لري، عملیات پیل کړي دي.
پاکستان ادعا کوي چې یو شمېر افغانانو د ځینو پاکستاني سوداګرو د نومونو په کارونې سره جعلي اسناد ترلاسه کړي او په دې تړاو یې څېړنې روانې کړي دي.
د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت دا اقدام داسې مهال کوي چې د پاکستان فدرالي حکومت لهخوا د پياوار (PoR) کارټلرونکو افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو ټاکل شوي ضرب الاجل ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.
