• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي، تېره اونۍ «۱۷ مېرمنې» له اجباري نکاح او کورني تاوتریخوالي ژغورلي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۰۳ GMT+۱

د‌طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت ویلي چې په تېره اونۍ کې یې محتسبانو د ښځو اړوند «۱۷ بېلابېلې دوسیې» څېړلي او د حل لارې یې ورته موندلې دي. کورنی تاوتریخوالی او په زوره نکاح د دغو شکایتونو برخې ګنل شوي.

د شنبې په ورځ د (چنګاښ ۷مه) یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې یوازې په لغمان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې یې «۷مېرمنې» له اجباري نکاح څخه ژغورلي دي. طالبانو ادعا کړې چې له دې سره یې ښځو ته خپل حقوق ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ویل شوي، ملا هبت الله تر اوسه پورې د ښځو اړوند «۸۰ فرمانونو» صادر کړي چې د دوی ژوند، حقونه او ازادۍ یې په کې سختې محدودې کړي دي. طالبانو د خپلې اونۍ واکمنۍ له پېل راهیسې د زده کړو،‌ کار، سفرونو او ورزش تر څنګ په بېلابېلو برخو کې پر ښځو یو شمېر بندیزونه لګولي دي.

که څه هم نړیوالې ټولنې له دغه ډلې غوښتي چې د ښځو په تړاو دې خپل دریځ نرم کړي، خو پر افغانستان واکمنو نه یوازې دغو غوښتنو ته چندان پاملرنه نه ده کړې، بلکې خپلې سختدریځه تګلارې او بندیزونه یې لا نور ډېر کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: افغانستان په ۱۳۰ برخو کې د بشپړې او ۱۰۰ سلنه نیمه ځان‌بسیانې ته رسېدلی

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو معاونیت ادعا کړې چې افغانستان اوس مهال په ۱۳۰ برخو کې بشپړې او په ۱۰۰سلنه ځان‌بسیانې ته رسېدلی دی. د دغه دفتر په وینا، په ټول هېواد کې شپږ زره فابریکې په رسمي ډول فعالیت کوي.

نوموړي دفتر شنبه (چنګاښ ۷مه) د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې د دې کارخونو ۷۵ سلنه تولیدات د ترکاري او مېوې پروسس، غوړو، مالګې، درملو، اوسپنې، سیمېنټو، فولادو، کیمیاوي موادو او نورو اړینو توکو په برخه کې دي. همداراز، په دغو فابریکو کې شاوخوا ۱۳۵ زره افغانان کار کوي.
د کارخونو لپاره د مصرفي توکو د قاچاق مخنیوی، د هغو وارداتي توکو پر وارداتو تعرفه لوړېدل چې کور دننه یې تولید شونی دی، کورني صنعت ته د اړتیا وړ خامو موادو برابرېدل، د صنعتکارانو ته د خامو موادو، ماشین الاتو، برېښنايي وسایلو او اړینو تجهیزاتو د وارداتو په برخه کې تعرفوي اسانتیاوې او ځینو نور اقدامات، طالبان صنعتي فابریکو ته رامنځته شوې اسانتیاوې بولي.

د طالبانو په وینا، یاد اقدامات د کورنیو تولیداتو د ودې، د وارداتو د کمېدو او د صنعتي ځان‌بسیانې پر لور د هېواد د حرکت مهم ګامونه بلل کېږي.

طالبان دا ادعا داسې مهال کوي چې په هېواد کې تر بل هر وخت بې‌کاري ډېره شوې او هېوادوال له یوه ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي.

څو ورځې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و چې د خوړو خوندیتوب وضعیت د نسبي ښه‌والي سربېره، په افغانستان کې تر ۹.۵ مېلیونو ډېر خلک لاهم د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.

د دغه سازمان د وروستۍ ارزونې پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال له مې تر اکټوبر پورې د افغانستان شاوخوا ۲۱ سلنه نفوس چې ۹.۵ مېلیونه وګړي کېږي، په بحراني یا ډېر ناوړه وضعیت کې دي. له دې جملې نه ۱.۶ مېلیونه خلک په بېړني وضعیت کې او نږدې ۸ مېلیونه نور بیا ډېر ناوړه وضعیت کې دي.

شمالي وزیرستان کې ځان‌مرګی برید؛ پنځه پاکستاني پوځیان ووژل شول

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۲۴ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالۍ په خدي سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

امنیتي سرچینو ویلي چې په چاودنه کې یو کور هم نړېدلی چې له امله یې د څلورو ښځو او پنځو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکيان ټپیان شوي دي. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو یې روغتیايي حالت ناسم ښودل شوی دی.

پاکستاني امنیتي چارواکي وايي چې چاودنه یو ځانمرګی برید و او د سیمې اوسېدونکو ته یې سخت زیانونه اړولي دي. د پیښې په تړاو ځايي پولیسو خپلې څېړنې پیل کړي دي.

تر اوسه پورې کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» په یادو سیمو کې پراخ فعالیتونه لري.

د روسي چارواکو اندېښنه؛ داعـش هڅه کوي له افغانستان نه ځان مسکو او منځنۍ اسیا ته ورسوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۰۴ GMT+۱

مسکو وایي چې په افغانستان کې د داعـش خراسان د پلانونو له امله جدي اندېښنه لري او دا ډله غواړي چې له همدې لارې څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ځان ورسوي. د روسیې امنیت شورا مرستیال منشي یوري کوکوف تازه په دې تړاو اندېښنه ښودلې.

نوموړي له د روسیسکایا ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: «د داعش نړۍوالې ترهګرې ډلې پلویان په دې هڅه کې دي چې ترهګري د منځنۍ اسیا هېوادونو ته او بیا روسیې ته وغځوي. دا یوه جدي اندېښنه ده».

نوموړي افغانستان لا هم د بې‌ثباتۍ او ګواښ سرچینه بللې ده. هغه زیاته کړې: «په سیمه کې د سختدریځو اسلامي ډلو د نفوذ د پراخېدو او د دوی د پیاوړتیا خطر ډېر شوی، په ځانګړي ډول په تاجکستان او ازبکستان کې».

له دې وړاندې، د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسوف هم خبرداری ورکړی و چې د افغانستان دوامداره بې‌ثباتي د شانګهای د همکاریو سازمان په سیمه کې د سرحدي جرمونو او ترهګرۍ لویه سرچینه ده.

سره له دې چې روسیه او د سیمې ډېری هېوادونه له طالبانو سره ډېپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري، خو لا هم د خپلو پولو د امنیت او له افغانستان څخه د افراطي ډلو او وسلو د احتمالي نفوذ په اړه اندېښنه لري. د همدې اندېښنو له امله، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د ګډ امنیت تړون سازمان په تاجکستان کې څو پوځي تمرینونه ترسره کړي دي. دغه سازمان بیا-بیا خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د افراطي وسله‌والو د نفوذ خطر شته.

په همدې تړاو، د روسیې د فدرالي امنیت ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف، سږ کال د غبرګولي میاشتې په یوه ناسته کې چې د منځنۍ اسیا د لوړپوړو امنیتي چارواکو په حضور کې په مسکو کې جوړه شوې وه، وویل چې د داعش او د دې ډلې د څانګو فعالیتونه په افغانستان کې ډېر شوي دي. د هغه په وینا، نړۍوالې ترهګرې ډلې پر هغو وسله‌والو حساب کوي چې په افغانستان او سوریه کې فعال دي.

د روسیې د دفاع وزیر، اندري بلوسوف، دا هم ویلي چې تر ۲۰ زیاتې افراطي ډلې چې شمېر یې تر ۱۵ زرو جنګیالیو ته رسېږي، په افغانستان کې فعالیت لري او دا ډلې هڅه کوي چې د دې هېواد له لارې ګاونډیو او نورو سیمو ته نفوذ وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د ۱۴۰۳ کال د کب په میاشت کې د تاجکستان له ولسمشر سره په لیدنه کې ټینګار کړی و چې د افغانستان له خاورې راولاړېدونکي ګواښونه د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره خطرناک دي او روسیه نه‌شي کولی دا ګواښونه له پامه وغورځوي.

د ایستلو له ګواښ سره مخ افغانان؛ امریکا باید کډوالو سره په خپلو ژمنو ودرېږي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۳۳ GMT+۱

د جان هریسن په نوم یوه متقاعد امریکايي ډاکټر په متحده ایالاتونو کې د افغان کډوالو کورنیو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له حکومت نه یې غوښتي چې له دې کورنیو سره پر کړو ژمنو ودرېږي.

د مقالې لیکوال وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، یو شمېر هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، له خپلو کورنیو سره امریکا ته لېږدول شوي دي.د هغه په ​​وینا، دا خلک له امریکایي ځواکونو سره د صادقانه کار او خدمت له امله د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) په ترلاسه کولو سره د مرګ له خطر نه ژغورل شوي او دا مهال په امریکا کې ژوند کوي.

نوموړي امریکايي ډاکټر ویلي چې په تېروشاوخوا درېیو کلونو کې په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو کورنیو دندې موندلي، ماشومان یې ښوونځيو ته تللي او انګلیسي ژبه یې زده کړې ده.هغه زیاته کړې چې افغان ځوانان په دغه هېواد کې پوهنتونونو ته ځي او د خپلو زده‌کړو تر څنګ نیمه ورځ دندې هم لري.

جان هریسن وايي چې دې کورنیو د افغانستان پرېښودو او په بېړني حالت او اندېښنې سره متحده ایالاتو ته د لېږدولو پر مهال له خپلو کورنیو سره ان د خدای پاماني کولو فرصت هم نه درلود. د هغه په ​​وینا، امریکا ته تللیو افغانانو په پوځي کمپونو کې سختې ورځې تېرې کړې، خو د ټولو ننګونو سره سره، دوی وکولای شول چې یو نوی ژوند پیل کړي.

هغه ټینګار کړی چې دا کورنۍ په امریکا کې ازادۍ، د نجونو زده‌کړو، کار او ژوند ته ارزښت ورکوي، خو دا مهال هغوی د ایستلو له ګواښ ته اندېښمن دي. د یاد ډاکټر په وینا، د امریکا حکومت باید له دې خلکو سره خپلې کړې ژمنې پوره او د هغوی ملاتړ وکړي.

د مقالې لیکوال زیاته کړې چې افغان کډوال لاهم په افغانستان کې د خپلو پاتې کورنیو غړو له لیدلو نه محروم دي، خو بیا هم هغوی په امریکا کې له شته فرصتونو خوښ او منندوی دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام یا د ټي‌پي‌اېس موده به د ۲۰۲۵ کال د جولای پر۱۴مه پای ته ورسېږي. د دغه وزارت په وینا، د افغانستان امنیتي او اقتصادي شرایط ښه شوي او نور د دغه پروګرام د دوام وړ نه ګڼل کېږي. دې پرېکړې زرګونه هغه افغانان چې په متحده‌ایالاتونو کې ژوند کوي، د ایستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

ملګري ملتونه: طالبانو د ښځو او نجونو پر ضد تر ۸۰ ډېر رسمي فرمانونه صادر کړي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۵۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) د نوې ارزونې له مخې، طالبانو تر دې دمه له ۸۰ زیات رسمي فرمانونه، لارښوونې او احکام صادر کړي، چې د ښځو بشري حقونه او فردي ازادۍ یې په مستقیم ډول او تنظیم شوې بڼه په نښه کړي دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله دې فرمانونو د ښځو او نجونو د ژوند بېلابېل برخې اغېزمنې کړي دي. له شپږم ټولګي وروسته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز، له شرعي محرم پرته د سفر مخنیوی، د جامو او حجاب په برخه کې سخت محدودیتونه او له پارکونو، ورزشي سالونونو، عامه حمامونو، کتابتونونو او پوهنتونونو څخه د ښځو بشپړ منعه کیدل د دغو فرمانونو برخې دي.

په راپور کې راغلي، نه یوازې دا چې ښځې له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند څخه محوه شوي، بلکې د طالبانو د واکمنۍ په جوړښت کې هم هېڅ رول نه لري. دا مهال، د دغه ډلې په حکومت کې هېڅ ښځه په کابینه یا ولایتي دفترونو کې نشته او شاوخوا ۸۰ سلنه ځوانې ښځې له زده‌کړو، کار یا مسلکي روزنو څخه بې‌ برخې پاتې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې دا تګلارې نه یوازې د ښځو بسنټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې افغان ټولنه هم له ستر خطر سره مخ کوي. د دې ادارې شنونکي وايي، که دغه بندیزونه دوام پیدا کړي، فقر به زیات شي، د زده‌کړو کچه به راټیټه شي او د ښځو پر وړاندې به جوړښتي تاوتریخوالی لا ډېر شي.

راپور کاږي، سره له دې چې فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي، خو افغان ښځې لا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. ځینې ښځې د وړو اقتصادي نوښتونو، پټو ښوونیزو فعالیتونو او رسنیزو هڅو له لارې د خپل غږ پورته کولو هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي او د هغوی د اساسي حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره سیاسي، اقتصادي او ډېپلوماتیک ګامونه واخلي.