• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

العربیه: امریکا پر نتنېاهو د غزې د اوربند لپاره فشار راوړي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۰۵ GMT+۱

العربیه رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې امریکا پر نتنیاهو فشار راوړي څو په غزه کې اوربند ته غاړه کېږدي. یادې رسنۍ ته د اوربند منځګړو مصري سرچینو ویلي، چې د اوربند په تړاو به ډېر ژر د خبرو نوی پړاو پیل شي.

العربیه د شنبې په ورځ د خپلو مصري سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د غزې او اسراییل منځګړي هېوادونه «مصر او قطر» غواړي چې د غزې په تړاو د نښتو د درولو لپاره مشخص مهال وېش وټاکل شي.

سرچینو ویلي، چې د غزې د اوربند په تړاو د خبرو نوی پړاو به ډېر ژر پیل شي او تمه ده، چې وروستۍ پرېکړه د جولای میاشتې په دویمه اونۍ کې وشي.

د مصر سرچینو العربیه ته ویلي، چې منځګړو هېوادونو له واشنګټن نه غوښتنه کړې، څو اسراییل لږ تر لږه دوه اونۍ اوربند ته درناوی وکړي. هغوی همدارنګه د یو داسې پلان د ضمانت غوښتنه کړي، چې د جولای په میاشت کې غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو دوام یقیني کړي.

مصر او قطر په ګده هڅې پیل کړې، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند او بندیانو د تبادلې یوه هوکړه ترلاسه شي او تمه ده، چې دا هڅې د دوو اونیو په موده کې نهايي شي.

د مصر سرچینو ویلي، چې یو نوی پلان یې حماس او اسراییلي چارواکو ته وړاندې کړی، چې پکې اوربند، بېړنۍ بشري مرستې او د بندیانو تبادله شامله ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه په سپینه ماڼې کې ویلي، چې د غزې د اوربند لپاره د یوې هوکړې احتمال شته او ښايي دا هوکړه د راتلونکې یوې اونۍ په ترڅ کې وشي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

شمالي وزیرستان کې ځان‌مرګی برید؛ پنځه پاکستاني پوځیان ووژل شول

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۲۴ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالۍ په خدي سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

امنیتي سرچینو ویلي چې په چاودنه کې یو کور هم نړېدلی چې له امله یې د څلورو ښځو او پنځو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکيان ټپیان شوي دي. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو یې روغتیايي حالت ناسم ښودل شوی دی.

پاکستاني امنیتي چارواکي وايي چې چاودنه یو ځانمرګی برید و او د سیمې اوسېدونکو ته یې سخت زیانونه اړولي دي. د پیښې په تړاو ځايي پولیسو خپلې څېړنې پیل کړي دي.

تر اوسه پورې کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» په یادو سیمو کې پراخ فعالیتونه لري.

اسحاق ډار: پاکستان تل د فلسطین د مسلې د حل لپاره د دواړو هېوادونو د حل لارې ملاتړ کوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۵۸ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یو ځل بیا د پاکستان پر دريځ ټينګار وکړ، چې اسرایيل به تر هغې په رسمیت ونه پېژني تر څو چې د فلسطين د مسلې د حل لپاره دواړه هېوادونه حل لارې ته ونه رسيږي. نوموړي ویلي، چې فلسطین باید یو خپلواک، د بقا وړ او پر ځان بسیا دولت اوسي.

د پاکستان د لومړي وزير مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) خبريالانو ته وویل، چې پاکستان تل د فلسطین د مسلې د حل لپاره د دواړو هېوادونو د حل لارې ملاتړ کړی.

نوموړي د جمعه په ورځ خبریالانو ته د پاکستان د لاسته راوړنو او وروستيو ډېپلوماټیکو هڅو په اړه معلوماتو ورکړه.

اسحاق ډار وویل، چې پاکستان او امریکا دا مهال د تعرفو یا ګمرکي مالیو په اړه په خبرو بوخت دي او هیله یې وښوده، چې دواړه لوري به داسې يوې پايلې ته ورسيږي چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

اسحاق ډار زياته کړه، چې پاکستان د هند سره هيڅ وخت نه د اوربند او نه هم د خبرو د پېل غوښتنه کړې.

هغه په دې اړه زياته کړه: «پاکستان د هند سره د ټولو مهمو لانجمنو مسایلو په ځانګړې توګه د جمو او کشمیر د شخړې په اړه د باعزته او جامع خبرو اترو لپاره چمتو دی»

اسحاق ډار ویلي، چې پاکستان به په راتلونکې میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري په غاړه واخلي او د راتلونکې میاشتې پر ۲۲مه نېټه په نیویارک کې د وزیرانو په کچه یوه غونډه پلان شوې ده.

پوتین وایي روسيه له اوکراین سره د سولې درېيم پړاو خبرو ته چمتو ده

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۰۴ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې روسیه له اوکراین سره د جګړې په اړه د سولې درېيم پړاو خبرو ته چمتو ده؛ خو دا يې ونه ویل، چې نوموړی به په دې خبرو کې مستقیم برخه واخلي که نه.

پوتین وویل: «په عمومي توګه موږ د دې (د سولې د خبرو اترو بل پړاو) لپاره چمتو یو، موږ اړتیا لرو چې ځای او وخت همغږی کړو.»

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) خبريالانو ته وویل، چې ممکن دغه خبرې په استانبول کې ترسره شي؛ خو نور جزيات یې ور نه کړل.

هغه زیاته کړه، چې د خبرو بل پړاو ممکن سولې ته نږدې والی راولي، ځکه چې د دواړو هیوادونو د سولې د یادښتونو شرایط «په مطلق ډول متضاد» پاتې دي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ وروستۍ د سولې خبرې اترې د جون پر ۲مه په استانبول کې شوې وې او له دې وړاندې د مې پر ۱۶مه هم یوه ناسته شوې وه.

سره له دې چې اوکراین د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه کړې؛ خو روسیې دا وړاندیز په وار وار رد کړی او یواځې د ۲–۳ ورځو لپاره په خاصو سیمو کې د وژل شویو سرتیرو د مړو ټولو لپاره د موقتي اوربند وړاندیز کړی و.

که څه هم تر اوسه د یوه پراخ اوربند په اړه موافقه نه ده شوې؛ خو خبرو اترو د یو شمېر مهمو بنديانو تبادلې ته زمینه برابره کړې.

د مې میاشتې په پای کې د ۱۰۰۰ پر ۱۰۰۰ بندیان تبادله شوي وو او ورپسې یو بل توافق هم وشو چې له مخې یې تر ۱،۲۰۰ پورې بنديان د دواړو لوریو له خوا تبادله کېدل.

د ټرمپ کورنۍ د څو نسلونو لپاره په سیاست کې پاتې کېدل غواړي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۵۴ GMT+۱

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دویم زوی، اریک ټرمپ، ویلي چې د دوی کورنۍ ښايي په راتلونکو کلونو کې د څو نسلونو لپاره په سیاسي ډګر کې پاتې شي، ځکه هغه او نور خپلوان یې ښايي د عامه دفترونو لپاره ځانونه نوماندان کړي.

اریک ټرمپ د فایننشل ټایمز سره په مرکه کې وویل چې د ټرمپ کورنۍ لپاره سیاسي ژوند «اسانه لار» ده او دی فکر کوي چې هغه او نور خپلوان یې په راتلونکو ټاکنو کې برخه اخیستلی شي. هغه وویل: «که زه وکړای شم، نو زموږ نور غړي هم کولی شي.»

د ټرمپ کورنۍ د سوداګرۍ ترڅنګ سیاسي چارو کې هم اوږدمهاله برخه لري. د ولسمشر ټرمپ لور ایوانکا او زوم یې جارېد کوشنر د لومړي دور په اداره کې مهم رول درلود. د اریک مېرمن لارا ټرمپ د تېرو ټاکنو کمپاین کې فعاله وه او اوس په فاکس نیوز خپرونه لري.

اریک ټرمپ وویل چې د سیاستوالو نیمایي برخه یې «خوښ نه دي»، خو خپله تیاري یې څرګنده کړه چې په سیاسي ډګر کې خپل فعالیت پیل کړي.

اروپايي اتحادیې د روسیې پر ضد بندیزونه تر راتلونکو شپږو میاشتو وغځول

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱

د اروپايي اتحادیې ۲۷ غړو هېوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ د بروکسل په ناسته کې د روسیې پر ضد بندیزونه د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځول. اروپايي اتحادیې د روسیې له لوري پر اوکراین تر برېد وروسته تردې دمه پر روسیې ۱۷ بندیزونه لګولي دي.

دا بندیزونه په هرو شپږو میاشتو کې د اروپايي اتحادیې له لوري تمدیدیږي.

د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو د تازه پرېکړې له مخې دا بندیزونه به لږ تر لږه د ۲۰۲۶ کال د لومړیو پورې دوام وکړي. په یادو بندیزونو کې د روسیې د مرکزي بانک ۲۰۰ میلیارډه یورو کنګلول کېدل هم شامل دي.

پر همدغه مهال د اوکراین ولسمشر زېلنسکي د نویو بندیزونو غوښتنه کړي. نوموړي د روسیې د نفتو پر صادراتو د محدودیتونو پر وړاندې د اقداماتو، د روسیې بانکونو د تحریم او د نظامي تجهیزاتو د پرزو او عرضي پر شبکو د بندیزونو غوښتنه کړې.

خو د بندزونو ۱۸مه بسته د سلواکیا د مخالفت له امله نه ده تصویب شوي.

په ورته مهال په لندن کې د روسیې سفارت برېتانیا تورنه کړې، چې د ناټو په ناسته کې یې د مسکو پر ضد د تقابل اجنډا مشري کړې او خبرداری یې ورکړی چې ناټو اروپا له سخت خطر سره مخ کوي.