• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین وایي روسيه له اوکراین سره د سولې درېيم پړاو خبرو ته چمتو ده

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۰۴ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې روسیه له اوکراین سره د جګړې په اړه د سولې درېيم پړاو خبرو ته چمتو ده؛ خو دا يې ونه ویل، چې نوموړی به په دې خبرو کې مستقیم برخه واخلي که نه.

پوتین وویل: «په عمومي توګه موږ د دې (د سولې د خبرو اترو بل پړاو) لپاره چمتو یو، موږ اړتیا لرو چې ځای او وخت همغږی کړو.»

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) خبريالانو ته وویل، چې ممکن دغه خبرې په استانبول کې ترسره شي؛ خو نور جزيات یې ور نه کړل.

هغه زیاته کړه، چې د خبرو بل پړاو ممکن سولې ته نږدې والی راولي، ځکه چې د دواړو هیوادونو د سولې د یادښتونو شرایط «په مطلق ډول متضاد» پاتې دي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ وروستۍ د سولې خبرې اترې د جون پر ۲مه په استانبول کې شوې وې او له دې وړاندې د مې پر ۱۶مه هم یوه ناسته شوې وه.

سره له دې چې اوکراین د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه کړې؛ خو روسیې دا وړاندیز په وار وار رد کړی او یواځې د ۲–۳ ورځو لپاره په خاصو سیمو کې د وژل شویو سرتیرو د مړو ټولو لپاره د موقتي اوربند وړاندیز کړی و.

که څه هم تر اوسه د یوه پراخ اوربند په اړه موافقه نه ده شوې؛ خو خبرو اترو د یو شمېر مهمو بنديانو تبادلې ته زمینه برابره کړې.

د مې میاشتې په پای کې د ۱۰۰۰ پر ۱۰۰۰ بندیان تبادله شوي وو او ورپسې یو بل توافق هم وشو چې له مخې یې تر ۱،۲۰۰ پورې بنديان د دواړو لوریو له خوا تبادله کېدل.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ کورنۍ د څو نسلونو لپاره په سیاست کې پاتې کېدل غواړي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۵۴ GMT+۱

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دویم زوی، اریک ټرمپ، ویلي چې د دوی کورنۍ ښايي په راتلونکو کلونو کې د څو نسلونو لپاره په سیاسي ډګر کې پاتې شي، ځکه هغه او نور خپلوان یې ښايي د عامه دفترونو لپاره ځانونه نوماندان کړي.

اریک ټرمپ د فایننشل ټایمز سره په مرکه کې وویل چې د ټرمپ کورنۍ لپاره سیاسي ژوند «اسانه لار» ده او دی فکر کوي چې هغه او نور خپلوان یې په راتلونکو ټاکنو کې برخه اخیستلی شي. هغه وویل: «که زه وکړای شم، نو زموږ نور غړي هم کولی شي.»

د ټرمپ کورنۍ د سوداګرۍ ترڅنګ سیاسي چارو کې هم اوږدمهاله برخه لري. د ولسمشر ټرمپ لور ایوانکا او زوم یې جارېد کوشنر د لومړي دور په اداره کې مهم رول درلود. د اریک مېرمن لارا ټرمپ د تېرو ټاکنو کمپاین کې فعاله وه او اوس په فاکس نیوز خپرونه لري.

اریک ټرمپ وویل چې د سیاستوالو نیمایي برخه یې «خوښ نه دي»، خو خپله تیاري یې څرګنده کړه چې په سیاسي ډګر کې خپل فعالیت پیل کړي.

اروپايي اتحادیې د روسیې پر ضد بندیزونه تر راتلونکو شپږو میاشتو وغځول

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱

د اروپايي اتحادیې ۲۷ غړو هېوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ د بروکسل په ناسته کې د روسیې پر ضد بندیزونه د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځول. اروپايي اتحادیې د روسیې له لوري پر اوکراین تر برېد وروسته تردې دمه پر روسیې ۱۷ بندیزونه لګولي دي.

دا بندیزونه په هرو شپږو میاشتو کې د اروپايي اتحادیې له لوري تمدیدیږي.

د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو د تازه پرېکړې له مخې دا بندیزونه به لږ تر لږه د ۲۰۲۶ کال د لومړیو پورې دوام وکړي. په یادو بندیزونو کې د روسیې د مرکزي بانک ۲۰۰ میلیارډه یورو کنګلول کېدل هم شامل دي.

پر همدغه مهال د اوکراین ولسمشر زېلنسکي د نویو بندیزونو غوښتنه کړي. نوموړي د روسیې د نفتو پر صادراتو د محدودیتونو پر وړاندې د اقداماتو، د روسیې بانکونو د تحریم او د نظامي تجهیزاتو د پرزو او عرضي پر شبکو د بندیزونو غوښتنه کړې.

خو د بندزونو ۱۸مه بسته د سلواکیا د مخالفت له امله نه ده تصویب شوي.

په ورته مهال په لندن کې د روسیې سفارت برېتانیا تورنه کړې، چې د ناټو په ناسته کې یې د مسکو پر ضد د تقابل اجنډا مشري کړې او خبرداری یې ورکړی چې ناټو اروپا له سخت خطر سره مخ کوي.

پر ایران د اسراییل د بریدونو له امله نږدې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۵۹ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو د فعالانو شبکې هرانا د جمعې په ورځ د (چنګاښ ۶مه) یو تفصیلي راپور خپور کړی، چې په کې د اسراییل له‌خوا پر ایران د ۱۲ورځنيو بریدونو د مرګ ژوبلې او اوښتو زیانونو شمېرې ثبت شوې دي.

د هرانا د راټولو شويو شمېرو له مخې؛ په دغو بریدونو کې ټولټال ۱۱۹۰ کسان وژل شوي او ۴۴۷۵ نور بیا ټپیان دي.

په راپور کې راغلي، چې د وژل شویو له ډلې څخه ۴۳۶ یې ملکي وګړي دي او ۲۰۷۱ نور ملکي کسان بیا ژوبل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د امنیتي او پوځي ادارو ۴۳۵ منسوبین وژل شوي او ۲۵۶ ټپیان ښودل شوي دي.

د راپور پر بنسټ؛ د ۳۱۹ وژل شويو او ۲۱۴۸ ټپیانو هویت لاتر اوسه روښانه نه‌دی، چې دوی ملکي کسان دي او که پوځیان.

بله‌خوا د ایران د عامې روغتیا وزارت د جګړې له پېله د ۶۱۰ کسانو وژل کېدو او ۴۷۴۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

هرانا په ټولیز ډول ۵۶۶۵ کسان د وژل شويو او ټپیانو په توګه ثبت کړي دي.

د راپور له مخې؛ لږ تر لږه ۶۵ ماشومان او ۴۹ ښځې وژل شوې او ۲۷۰ ماشومان او ښځې بیا ژوبلې شوي دي.

یاده جګړه (د غبرګولي پر ۲۳مه) پیل شوې وه او (د چنګاښ په ۳مه) د امریکا او قطر په منځګړیتوب اوربند ته رسېدلې ده.

ملکي او طبي زېربناوو ته زیان

د هرانا راپور زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې طبي پرسونل، د بېړنيو مرستو کارکوونکي او ملکي زېربناوې یا مستقیم هدف وې او یا هم په شاوخوا سیمو د بریدونو له امله سختې زیانمنې شوې دي.

راپور څرګندوي، چې ۵ ډاکټران او ۴ ژغورندویان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.

همدارنګه ۹ امبولانسونه او ۷ روغتونونه یا په مستقیم ډول ویشتل شوي، یا پرې د بریدونو د شدت له امله پرې بڅرکي یا چرې لګېدلي دي.

د دې ترڅنګ، ۶ امبولانسونه او د سرې میاشتې یوه چورلکه هم زیانمنه شوې ده.

د هرانا راټول شوي شواهد ښيي، چې د ایران لوی شمېر ملکي تاسیسات او شتمنۍ تر بریدونو لاندې راغلي دي.

پراخې نیونې

د راپور په پای کې راغلي، چې د جګړې له پیل وروسته، د ایران امنیتي ادارو نږدې ۱۶سوه کسان نیولي دي.

په نیول شویو کسان ګڼ تورونه لګول شوي، چې په کې اسراییل ته جاسوسي، د کوچنیو بې پېلوټه الوتکو رهبري، د وسلو قاچاق او د ملي امنیت تر څنګ د عامه ذهنیتونو ګډوډول شامل دي.

د هند په جېپور کې یو پلار د خپلو کم‌عمره لوڼو د جنسي ځورونې په تور ونیول شو

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۳۲ GMT+۱

د هند د جېپور په راجستان سیمه کې پولیسو یو پلار له خپلو دوو کم‌عمره لوڼو د جنسي ځورونې په تور ونیوو. د هندوستان ټایمز په راپور کې راغلي، دغه دردونکې قضیه هغه مهال روښانه شوه؛ کله چې د نجونو مور په خپل خاوند شکمنه شوه او له اړوندو ادارو سره یې اړیکه ونیوله.

له هغه وروسته پولیسو له اروپوهانو سره په همغږۍ د نجونو له خبرو پټه ویډیو ثبت کړه، چې په پایله کې یې دغه جرم روښانه شو.

پولیس وایي، دغه کس خپلو لوڼو ته ګواښونه کول او هغوی یې د چوپ پاتې کېدو لپاره وېرولې وې.

د راپور له مخې؛ تورن کس نیول شوی او قضیه هم تر څېړنې لاندې ده.

پنجاب کې د سختو ورښتونو له امله په بېلابېلو پېښو کې۷ کسان مړه او ۴۶ ټپیان دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د موسمي بارانونه له امله په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې؛ د چونیان په قصور ولسوالۍ او بهاولنګر سیمو کې د چت پرېوتو په جلا، جلا پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي دي.

دغه ورښتونو په ځینو سیمو کې د برېښنا مزي پرې کړي او په لاهور کې یې د الوتنو چارې هم ګډوډې کړې دي.

له بل پلوه د پاکستان د هواپوهنې ادارې بیا په راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې د شړکنده بارانونو او سېلابونو راوتو خبرداری خپور کړی دی.