ایران: له امریکا سره تر هوکړې وروسته ښايي د غني شویو یورانیمو یوه برخه بل هېواد ته ولېږدوو

په ملګرو ملتونو کې د ایران دايمي استازي امیر سعید ایرواني ویلي، د اټومي پروګرام پر سر له امریکا سره د یوې هوکړې د رامنځته کېدو پر مهال به ښايي تهران د غني شویو یورانیمو یوه برخه یوه بل هېواد ته ولېږدوي.





