ملالې، چې د ښځو د حقونو لپاره یې مبارزې ژوند ګواښلی و، سي این این ته ویلي، « کله چې موږ افغان ښځینه لوبغاړې ځواکمنوو چې لوبې وکړي، دا پخپله د طالبانو پر ضد د مقاومت یو ډول دی».
نوموړې وايي، د فیفا او د کرکټ نړیوالې شورا په څېر نړیوال ورزشي بنسټونه باید له لفظي ملاتړ ور اخوا اوس عملي ګامونه واخلي.
یوسفزۍ زیاته کړې، چې « دوی خپل ژوند په خطر کې اچولی، اوس دا زموږ مسوولیت دی چې د دوی لپاره زمینه مساعده کړو. لوبې، تمرین او د ژوند حق د ښځو لپاره یوازې یو انتخاب نه، بلکې یوه مبارزه ده».
ملاله یوسفزۍ وايي، په سپورټي ډګرونو کې له ښځینه افغان ورزشکارانو هر اړخیز ملاتړ د طالبانو پر وړاندې د مقاومت یوه بڼه ده او باید په دې برخه کې هڅې ونه سپمول شي.
یوسفزۍ سي این این ته وویل، « دا خپله د طالبانو پر وړاندې د مقاومت یو ډول دی، چې موږ افغان ښځینه لوبغاړو ته دا چانس ورکړو چې دوی ورزش ته دوام ورکړي. نړیوال سازمانونه باید دغه زړه وکړي او دا زړوتیا وښيي».
افغانستان د طالبانو تر واک لاندې اوس د ښځو د حقونو له پلوه تر ټولو محدود هېواد دی. نجونې له منځنیو ښوونځیو محرومې دي، پوهنتونونو ته د ورتګ اجازه نه لري او د سفر لپاره هم له نارینه محرم پرته نه شي وتلی.
په تېرو څلورو کلونو کې، ښځې له پارکونو، ورزشځایونو او عامه فضاوو منع شوې دي، چې دې پخپله یو ډول کوربندۍ ته ورته حالت رامنځته کړی.
ملاله یوسفزۍ، چې په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستاني طالبانو له خوا پر سر وویشتل شوه، له هغه وخت راهیسې د تعلیم او ښځو د حقونو نړیوال غږ ګرځېدلې. هغې د ۱۷ کلنۍ په عمر کې د سولې نوبل جایزه وګټله او د افغان ښځو د وضعیت په اړه یې تل غږ پورته کړی.
د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله، چې په ۲۰۲۱ کې له هېواده وتښتېده، دا مهال په استرالیا کې ده.
ملاله د ۲۰۲۳ کال د ښځو نړیوال جام پر مهال ملبورن ته لاړه او له فیفا یې د دې لوبډلې په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه.
فیفا تېره میاشت د افغان ښځو د فوټبال لپاره د اقدام ستراتیژي تصویب کړه، چې هیله ده ډېر ژر د افغان کډوالو ښځینه ټیم فعال شي.
افغان لوبغاړې مرسل سادات سي این این ته وویل، « موږ له مخکې دوو نړیوالو جامونو ته د ورتګ چانس له لاسه ورکړی. موږ له فیفا او د دغه سازمان له ټولو غړو غواړو چې د جنسیتي توپیرونو د دوام مخه ونیسي، او ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې پاتې ښځې او نجونې هېرې نه شي».
د ښځو د کرېکټ افغان لوبغاړې هم له ورته وضعیت سره مخ دي. د اپرېل په میاشت کې، د کرېکټ نړیوالې شورا یو کاري ګروپ جوړ کړ، څو بېځایه شوې ښځینه لوبغاړې حمایه کړي او یو ځانګړی مالي صندوق هم جوړ شو.
ملاله ټینګار کوي چې نړیوال سازمانونه باید له افغان ښځینه ورزشکارانو ملاتړ وکړي.
هغه وايي، « دوی له خپلو کورونو وتلې، ژوند یې په خطر کې اچولی او موږ باید دا فرصتونه له لاسه ور نه کړو».