پاکستان او هند د خپلو بندیانو لېستونه سره تبادله کړل

پاکستان او هند نن د ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې د یو بل په زندانونو کې د بندیانو لېستونه سره تبادله کړل. پاکستان د ۲۴۶ هندي بندیانو نوملړ په اسلام اباد کې د هند سفارت ته سپارلی، او د هند حکومت د ۴۶۳ پاکستانیانو نوملړ په نوي ډیلي کې د پاکستان سفارت ته ور کړی دی.