طالبانو په اذربایجان کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړه

په اذربایجان کې د طالبانو سفارت اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې یې مېشتو افغانانو ته له څلور کلن ځنډ وروسته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

په اذربایجان کې د طالبانو سفارت اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې یې مېشتو افغانانو ته له څلور کلن ځنډ وروسته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.


په متحده ایالاتو کې تر۲۰۰ ډېر امریکایي پخواني سرتېري په رضاکارانه توګه د خپلو افغان همکارانو د پناهغوښتنې په غونډو او جلسو کې ګډون کوي. دغه سرتېري وايي، چې افغان همکارانو یې په افغانستان کې اوږه په اوږه له دوی سره همکاري کړې ده.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، دغه اقدام تر هغې وروسته کېږي چې پخوانی افغان ژباړونکی سېدناصر (د جون پر ۱۲مه) په سان ډیاګو کې د خپلې پناهغوښتنې غونډې تر اورېدنې وروسته د پولیسو لهخوا نیول شوی دی.
تر دې وروسته په افغانستان او عراق کې پخوانیو خدمتکوونکو امریکايي سرتېرو او د «افغان اېواک» په نوم د کډوالو یوه بنسټ د خپلو افغان همکارانو د ملاتړ او د هغوی د خوندیتوب په موخه د «د لومړۍ کرښې جنګیالیو» په نوم یوه نوې طرحه جوړه کړې ده.
سېد ناصر او د هغه ورور په ۲۰۲۳ کال کې تر هغې وروسته له افغانستان نه وتلي، چې طالبانو د دوی یو ورور د هغوی د کورنۍ اړوند په یوه واده کې وواژه.
ناصر په ۲۰۲۴ کال کې د CBP One اپلېکېشن په کارولو سره د «سان یسیدرو» پر سرحدي سیمه متحده ایالاتو ته دننه شوی دی.
د پخوانیو امریکايي سرتېرو د یوه بنسټ مشر کېلان هنټر له رسنیو سره په مرکه کې وویل: «دا سیاسي موضوع نه؛ بلکې شخصي موضوع ده. دا هغه خلک دي، چې له موږ سره یې اوږه په اوږه په افغانستان کې خدمت کړی دی.»
د کډوالو ملاتړکوونکي افغان اېواک بنسټ د معلوماتو پر بنسټ؛ د ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان متحده ایالاتو ته لېږدول شوي دي.
د ناصر وکیل ویلي، چې دوه میاشتې وړاندې د هغه ورور ته د هماغه اسنادو او توضیحات وړاندې کړل او پناه ورکړل شوه؛ خو تېره اوانۍ د کډوالۍ یوه قاضي د ناصر غوښتنلیک رد کړی او هغه یې سملاسي له امریکا نه د اېستونکو کډوالو په نوملړ کې شامل کړی دی.
بلخوا ځینو امریکایي پخوانيو سرتېرو او فعالانو ویلي، چې ناصر او د هغه وروڼو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ کار کړی او د هغوی د همکارۍ شواهد موجود دي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت تر اوسه د دې موضوع په اړه د رسنیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام یا د ټيپياېس موده به د ۲۰۲۵ کال (د جولای پر۱۴مه) پای ته ورسېږي.
د دغه وزارت په وینا؛ د افغانستان امنیتي او اقتصادي شرایط ښه شوي او نور د دغه پروګرام د دوام وړ نه ګڼل کېږي.
دې پرېکړې زرګونه هغه افغانان چې په متحدهایالاتونو کې ژوند کوي، د اېستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

د یوې ګډې اعلامیې له مخې؛ د جي۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، چې دوی د اسراییل او ایران ترمنځ د اوربند ملاتړ کوي. په اعلامیه کې د جي۷ ډلې د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوې هوکړې لپاره د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، (د مئ له ۲۷مې نېټې) راهیسې د اسراییل لهخوا په غزه کې د مرستو د وېش په ځایونو کې مرستو ته په تمه ۵۸۳ فلسطینیان وژل شوي او ۴۱۸۶ نور ټپیان شوي دي.

طالبان وایي، چینایي او هالنډي پانګوال غواړي په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید او د برېښنا شبکو د تجهیزاتو د برابرولو په برخو کې پانګونه وکړي.
دغه خبرې د هالنډ او چین پانګوالو د طالبانو د برېښنا شرکت له عمومي اجراییوي رييس سره د نوې کېدونکې برېښنا د تولید د پانګونې په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې وکړې.
د طالبانو د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالباري عمر په دې ویډيو کنفرانس کې وویل: «اوس افغانستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ په ګډون ګڼو برخو کې پانګونې ته ټولې اسانتیاوې رامنځته شوي، ګڼو برخو کې پانګونې په زیاتېدو دي او د افغانستان برېښنا شرکت له دوی سره هر ډول همکاري کوي.»
یادو پانګوالو همداراز څرګنده کړه، چې د دوی "Chint green energy company" د نړۍ په ګڼو برخو کې څانګې لري او له نوې کېدونکې برېښنا انرژۍ سربېره د برېښنايي تجهیزاتو تولید په برخو کې هم کار کوي.
دوی زیاته کړې، چې د دوی تولیدي پنلونه "شمسۍ" د لمر له وړانګو سربېره له عادي رڼا څخه هم د برېښنا تولید وړتیا لري او یاد شرکت غواړي د برېښنا سب سټېشنونو، د شبکې ترانسفارمرونو او د برېښنا شرکت د نورو اړتیا وړ برېښنايي تجهیزاتو تولید برخو کې هم پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته برېښنا وارداتي ده او ډېری یې هم له تاجیکستان، ازبېکستان، ترکمنستان او ایرانه را واردېږي؛ خو لا هم د استوګنې له کورونو سربېره صنعتي ښارګوټي د برېښنا له کمښته شکایت او خلک هم له دوامداره پرچاویو تر پوزې راغلي دي.

د ټسلا او سپېس اېکس شرکتونو اجراییوي مشر اېلان ماسک د "ټرمپ عالي او ښکلې لایحې" ته په اشارې چې په وینا یې ورسره امریکا تاواني کېږي، ویلي: «اوس د دې وخت رارسېدلی چې یو نوی سیاسي ګوند جوړ شي؛ داسې یو ګوند چې واقعا خلکو ته ارزښت ورکړي.»
نوموړي زیاته کړې، چې د ټرمپ یاده لایحه چې کله تصویب شوه؛ نو «په سبا به یې د امریکا ګوند جوړ شي.»
هغه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «دا روښانه ده چې په یو ګوندیز هېواد کې ژوند کوو.»
اېلان ماسک د کنګرې د هغو غړو په اړه چې د دولت د لګښتونو د راکمولو د وعدې کمپاین یې پیل کړی او تر هغې وروسته یې تر ټولو لویې پورونې ته رایه ورکړه، لیکلي: «باید له شرمه خپل سرونه پورته نه کړي.»
نوموړي همداراز زیاته کړې: «داسې کار کوم چې په راتلونکي کال کې د ګوند په خپل منځني ټاکنو کې ماتې وخوري؛ ان که دا وروستی کار وي چې په دې نړۍ کې یې ترسره کوم.»